د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي رئیس سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۳۹

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي رئیس ډاکټر محمد سعيد آل عیاش او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوي توشیح شوي قانون پر وضاحت او خپل منځي همکاریو هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل: امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر چې د ټولو مسلمانانو دیني وجيبه ده، د یادې کړنې د لا ښه ترسراوي په موخه (د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر نوی توشیح شوی) قانون د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي شریعت پلي کول د اسلامي نظام دنده او د افغاني ټولنې غوښتنه ده او په یاده برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونکړي.

نوموړي همداراز ښاغلي آل عیاش ته ډاډ ورکړ له یاد سازمان سره بشپړې او هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی او له هغوی هم وغوښتل ترڅو خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

همداراز ښاغلي الیاس د الحنفي صاحب له مېلمه پالنې مننه وکړه او د امر بالمعروف وزارت فعالیتونه یې  مثبت او د ستایلو وړ وبلل.

نوموړي همداراز امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام اړینه او اساسي دنده وبلله او د ټولنې په اصلاح کې یې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر رول مثبت او ارزښتمن و ارزوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

ننګرهار کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 ننګرهار کې محتسبینو د  مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په روداتو ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري پر یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

په شپږو ولایتونو کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې د. . .

BACK TO NEWS