د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴
d_dry_awwny_khbrwnh_-dyzayn.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دې.

د امر بالمعروف وزارت وزیر شیخ الحديث محمد خالد الحنفي د کابل اړوند چهاردهي سیمې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته:

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحديث محمد خالد الحنفي د یاد وزارت د ناستو په تالار کې د کابل ولایت اړوند چهاردهي سیمې یو شمېر قومي مشرانو، جهادي څېرو او ځوانانو سره وکتل.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

دغه راز محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۴) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۳۲) د کورني تاوتریخوالي، (۱۷) د میراث، (۱۸) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۹) د ولور، (۵) د نفقې ورکړې، (۷) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او د (۶) مېرمنو د طلاق  قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۰) دښمنۍ او (۴۸) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د یاد وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۷) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

او وروستی خبر دا، چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۹۳) اصلاحي ناستو تر څنګ تر پنځوس ټنو زیات تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوارکي توکي هدر کړي دې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS