د امربالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو له ترکيې هېواد څخه راغلي پلاوي سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۷

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د ترکیې هېواد څخه راغلي څلور کسیز پلاوي سره ناسته کې د وزارت پر کړنو، د نړیوالو او د ترکي وګړو د شته شبهاتو د لرې کولو او په اړونده برخو کې د دوامدارې همکارۍ او اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، مفتي محمد انور معتصم بالله راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وزارت د کړنو، تګلارو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي معتصم څرګنده کړه، امربالمعروف، نهې عن المنکر د اسلامي نظام اساسي برخه ده  چې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی د خلکو غوښتنه ده چې د لارښوونو او توصیو له لارې به پلي کېږي.

هغه همداراز د تېرو درې کلونو لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د میرمنو د حقونو لکه د میراث حق، د اجباري نکاح مخنیوی او د کورني تاوتریخوالي مخنیوی په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی د اسلامي احکامو  پر بنسټ ترسره کېږي.

بلخوا د ترکیې هېواد څخه راغلي پلاوي د امربالمعروف وزارت د‌ کړنو د ستایلو ترڅنګ د دې وزارت د حقیقي انځور وړاندې کول او تر نړیوالو رسول خپل دیني مسؤولیت وباله چې په وینا یې، (په بهر هېوادونو کې د افغانستان انځور او داخلي انځور یې فرق لري؛ دلته خلک په امن کې ژوند تېروي او مسؤلین یې تر بل هر چا له وګړو سره غوره او مسلکي چلند کوي) او ډاډ یې ورکړ چې د یاد وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو په خپرولو او نړیوالو ته رسولو کې به هر اړخیزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۲۸
Background image

هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له ۱۴ کلن کورني بند څخه وژغورله

هلمند ولایت کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه مېرمن چې د پلار او وروڼو له لوري نیږدې ۱۴کاله په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۱۶
Background image

ننګرهار کې یوه نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورل شوه

د ننګرهار ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام په ګوشتې ولسوالۍ کې هغه نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورله چې  په ماشومتوب کې د مور له خوا د بدل واده په نیت په کور کې ساتل شوې وه او نیږدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

محتسبینو په بلخ او پروان ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

 د بلخ او پروان ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د یادو ولایتونو په زاری او جبل سراج ولسوالیو کې څلور هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې. . .

BACK TO NEWS