خبرتیا!

org_admin

قاري محمد عالم لودين مشهور په (ابو زيد) د حاجي محمد اعظم زوی د کندوز ولایت مرکز اوسېدونکی، چې اوس د پلازمېنې کابل په خوشحال خان مېنه کې هستوګنه لري، د دغه (۰۳۵۸۴_۴۰۰ _۱۳۹۷) تذکرې نمبر درلودونکی دی. نوموړي مخکې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو برخه کې د رسمي کارمند په توګه دنده تر سره کوله، له خپلې مقدسې دندې څخه په سوء استفادې او د خلکو په شخصي چارو کې د مداخلې کولو په خاطر له خپلې دندې منفک او موضوع یې قضائي ارګانونو ته راجع شوه.

 په همدې اساس د ټولو امارتي ادارو کارمندانو او ولسي خلکو ته خبر ورکول کېږي چې نوموړی کس نور د یاد وزارت کارمند، نه دی.

که اوس هم نوموړی د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له نامه څخه په سوء استفادې و پېژندل شو؛ نو زموږ لاندې شمېرو سره اړيکه ونيسئ.

د اړيکو شمېرې:

0799743008

0766619194

0700770630

0704693801

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!
د عالیه جدول لینک:
https://shorturl.at/GJxyG
د عالمیه جدول لینک:
https://shorturl.at/VUOq5 . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۷
Background image

اعلامیه!

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپل شرعي مکلفیت له مخې د هېواد په کچه د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي، د میراث او نفقې د حقونو د تأمین . . .

Back to announcements