بغلان کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۳۹
bghlan_yw_myrmn_wzhghwrl_shw

د بغلان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۳۹
Background image

بغلان کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

د بغلان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۳۶
Background image

محتسبینو په روزګان ولایت کې درې مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د روزګان ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په دې ولایت کې درې مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

نورستان کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د. . .

BACK TO NEWS