امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۷
whatsapp_image_2026-10-29_at_9.01.48_am.jpeg

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه، له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د ګذر له وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره نږدې ۴۵۶ اصلاحي غونډې ترسره کړې دي.

همدارنګه، د دې وزارت نظامي محتسبینو د ملي دفاع وزارت اړوند د یو شمېر نظامي ارګانونو د څارنې ترڅنګ، د یاد وزارت د لارښوونو د تطبیق او د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د دغو ارګانونو له مسؤلینو او مجاهدینو سره اصلاحي او پوهاوي غونډې کړې دي ورته مهال نظامي پلاوي د شرعي لارښوونو د تطبیق، د اصلاحاتو د بهیر د ارزونې او په نظامي ادارو کې د شریعت د احکامو د رعایت د څرنګوالي د څارنې په موخه، د دایکنډي او کونړ ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

 بل خوا، د یاد وزارت محتسبینو د بازارونو د تنظیم، د احتکار او ګران‌پلورنې د مخنیوي او په پېر او پلور کې د شرعي احکامو د رعایت په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره تر ۲۰۰ ډېرې اصلاحي غونډې کړې دي، چې په دې ناستو کې پر دې ټینګار شوی چې له دوکې، خیانت او نورو شرعي امورو خلاف کړنو څخه ډډه وکړي.

۲- د رسنیو څارنه

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست مسؤلینو د یاد وزارت د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د لسګونو سرغړونو مخنیوی کړی او سرغړوونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې د خپلو خپرونو د محتوا د نشر او خپرولو پر مهال د اسلامي شریعت احکام او دیني ارزښتونه رعایت کړي.

د خلکو شکایتونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدو معینیت منسوبینو په دې اونۍ کې ۹۱ شکایتونه ثبت او وڅېړلي دې، چې له جملې ۲۸ شکایتونو ته رسېدنه شوې، ۱۵ شکایتونه د لازمو اجراآتو لپاره اړوندو ادارو ته لېږل شوي او پاتې شکایتونه تر تعقیب لاندې دي.

۳- د کوډګرو نیول

 محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنو د مخنیوي په موخه، په دې اونۍ کې  په بلخ، کندهار، فراه، ننګرهار او تخار ولایتونو کې ۱۱ هغه کسان نیولي چې د جادوګرۍ په کړنو بوخت وو او د شرعي پرېکړې د ترسره کېدو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

۴- د شخړو حل او د دښمنیو پای ته رسول

محتسبینو د سولې د ټینګښت، د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا او د اختلافاتو د کمولو په موخه، د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ ۱۱ اوږد مهاله دښمنۍ او ۶۲ کورنۍ، قومي او سیمه‌ییزې شخړې د اسلامي شریعت له احکامو سره سمې حل کړې او د ښکېلو لورو تر منځ یې روغې جوړې ته لار هواره کړې.

۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه

 محتسبینو په دې اونۍ کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۴۲ قضیو ته رسېدنه کړې ده.  چې په دغو قضیو کې ظلم، جبري نکاح، میراث، ولور، نفقه او طلاق قضیې شاملې دي چې د محتسبینو له لوري حل شوې دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۷
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په تخار، بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې۱۶ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل شول

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار،  بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۱۶هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱۴
Background image

محتسبینو په بلخ ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

محتسبینو په بلخ ولایت کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ. . .

BACK TO NEWS