اعلامیه!
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپل شرعي مکلفیت له مخې د هېواد په کچه د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي، د میراث او نفقې د حقونو د تأمین او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره دوامداره هڅې کړې دي او دا هڅې به لا هم دوام ولري.
یاد وزارت ډاډ ورکوي چې په ټولنه کې د اصلاح، عدالت او د خلکو د حقونو د تأمین لپاره په دوامدار ډول کار کوي، څو داسې ټولنه رامنځته شي چې پکې ښځې له هر ډول ظلم او بېعدالتۍ څخه خوندي ژوند وکړي، ځکه چې اسلام مبارک دين ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمن په توګه ځانګړی مقام ورکړی او د هغې د عزت، امنیت او ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب لپاره یې واضح اصول ټاکلي دي. د ښځې حقونه یوازې یوې ورځې پورې نه دي تړلي، بلکې هر مسلمان مکلف دی، څو د یوې مسلمانې خور، مور، مېرمن او لور په توګه د مېرمنو حقونو ته درناوي وکړي.
د یاد وزارت محتسبینو یوازې په تېرو لسو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو په برخه کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت کړي، چې له ډلې یې ۳۴۸۱ شکایتونو ته پر وخت رسېدنه شوې، د بېلګې په توګه یواځې په تېره اوونۍ کې ۷۳ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ۹ مېرمنې له اجباري نکاح ژغورل شوي او ۱۵ مېرمنو ته د میراث حق ورکړل شوی دی.
همداراز د یاد وزارت محتسبینو د ناوړه دودونو مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له ۱۷مې ګڼې فرمان څخه د سرغړونې له امله، چې په هغه کې ډېره برخه د ښځو پر حقونو متمرکزه ده، نږدې یوولس زره سرغړونکي راغوښتي او هغوی ته یې قناعت ورکړی، چې له ورته کړنو لاس پر سر شي، همداراز په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره د محتسبینو له لوري له عامو هېوادوالو سره نږدې ۹ زره اصلاحي ناستې ترسره شوي دي.
موږ باور لرو چې د ښځې حقونه هغه وخت خوندي کېږي چې ټولنه د عدالت، اخلاقي ارزښتونو او اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړه وي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د ښځو حقونه د اسلام له اساسي ارزښتونو څخه دي، او د دې حقونو د خوندیتوب لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب د یاد وزارت لپاره لومړیتوب دی او د هغوی حقونو ته د پر وخت رسېدنې لپاره یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي، که چرته کومه مېرمن د خپلو حقونو په تړاو له ستونزو سره مخ وي یا هم کوم شکایت لري په ۲۴ ساعته ډول کولای شي د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو شمېرې ۱۹۱ سره اړیکه ونیسي او یا هم دخپلې سیمې اړوند محتسبینو ته مراجعه وکړي.
