محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
mhtsbyn_dr_shsh_wlayt_ba_bzrgan_qwmy_nshst_brgzar_krd.jpeg

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو سره د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی و له دیني عالمانو، قومي مخورو او  ځوانانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.

دغه راز ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په سرپل، کاپیسا، زابل او نورستان ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

BACK TO NEWS