غور کې دوه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۵۴
img-20260425-wa0004.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غور ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا دوه مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح کړي مخه ونیول شوه.
یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې یادې مېرمنې د یاد ولایت اړوند د امربالمعروف ریاست ته د قضیې د حل په موخه عارضې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټول افغانستان د ۳۴ ولایتونو په کچه د ۵۵۰ تنو د مبلغینو لپاره درې ورځنۍ اصلاحي او تربیتې غونډه پیل شوه.

یاده غونډه د لومړۍ ورځې لپاره د قران الکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او موخه یې د مبلغینو د دعوتي او مسلکي ظرفیت د لوړولو،  د مبلیغینو د نوي قانون چې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۷
Background image

محتسبینو پروان او فاریاب ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دې

  د امر بالمعروف وزارت اړوند د پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور تنه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

په فاریاب او بغلان ولایتونو کې (۱۱) مېرمنود میراث شرعي حق تر لاسه کړ

د فاریاب او بغلان ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له. . .

BACK TO NEWS