غزني ولایت کې د محتسبینو په هڅو دوه مېرمنې خپلو شرعي حقونو ته ورسېدې

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو هڅو په دوام، چې مېرمنو ته یې د هغوی د شرعي حقونو د ورکړې په موخه ترسره کوي، دا ځل د غزني ولایت په ګیرو او مقر ولسوالۍ کې دوه هغه مېرمنې، چې له ډېرې مودې راهیسې یې حقوق تر پښو لاندې شوي وو، خپلو شرعي حقونو ته ورسولې.
محتسبین وایي: په یادو شویو مېرمنو کې یوه د مقر ولسوالۍ وه چې له ډېرې مودې راهیسې یې خاوند ورسره بد چلند ترسره کاوو او د پلار په کور ناسته او نفقه یې نه ورکوله او بله مېرمن د ګېرو ولسوالۍ وه چې هغې سره هم ورته چلند کېده چې د خاوند او د خاوند د کورنۍ له لوري پرې ظلم کېده.
محتسبین زیاتوي چې دواړو مېرمنو وروسته له هغې خپل حقوق ترلاسه کړل چې د یاد ولایت د امر بالمعروف په ریاست کې یې خپل شکایت ثبت او محتسبینو ورته رسېدنه وکړه.
د یادولو ده، چې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري نفقې نه ورکړه او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند ترسره کول د اسلام په مبارک دین کې یو ناروا عمل بلل شوی، او امر بالمعروف وزارت به د داسې کړنو مخنیوی کوي چې په هغو کې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کېږي او عاملین به يې په سزا رسوي.