محتسبینو ته د اختر په ورځو کې د احتساب څرنګوالي په اړه یو ورځنی سيمنار تر سره شو 

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۲:۴۰
امر به معروف

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شيخ محمد خالد الحنفي د وزارت د غونډو په تالار کې د وزارت د رهبري او نورو مسؤولینو په شتون کې د پلازمېنې کابل د مرکز او ټولو ولسوالیو له محتسبینو سره  (د اختر په ورځو کې د احتساب څرنګوالي) او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه یو ورځنی روزنیز او اصلاحي سمینار تر سره کړ.

د د ې اصلاحي سمینار ګډون والو ته شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د دعوت اصولو ته په اشارې وویل: د اسلامي شريعت پلي کول زموږ اساسي موخه ده، باید هڅه وکړو چې د اسلامي نظام داسې ترجماني وکړو، څو د الله تعالی پر وړاندې ملامت نه شو. چې په وینا یې:خپلې اساسي موخې (د اسلامي جامع نظام حیاتي تطبیق) ته ژمن پاتې شئ او د اسلامي اصولو په چوکات کې د شريعت پلي کول خپل لومړیتوب وټاکئ.
د شيخ صاحب په وینا، د اسلام مبارک دین د چا پر شخصي حريم د تجاوز اجازه نه ده ورکړې، نو پر همدې اساس د چا موبایل، جېب او کور ته د هغه له اجازې پرته محتسبینو ته د لاسوهنې اجازه نه شته.
شیخ صاحب محتسبینو ته په خطاب کې وویل: د اسلامي نظام پلي کولو له پاره تاسو غوره کړي شوي یاست، نو خپلو مسؤولیتونو ته پام وکړئ او خپلې چارې په غوره ډول مخته یوسئ او پخپلو چارو کې له اعتدال او ښه چلند څخه کار واخلئ، ځکه د اسلام په مبارک دین کې جبر او زور زياتی ځای نه لري.

د یادولو ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د هدایاتو پر اساس د هېوادپه ټولو ولایتونو کې د ولایتي ریاستونو له لوري محتسبینو ته د اختر په ورځو کې د احتساب د څرنګوالي او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په تړاو یو ورځني روزنیز سمینارونه تر سره شوه.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

ډاکتران باید روښانه او د لوست وړ نسخې ولیکي

د خوست ولایت د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر د قانون د پلي کېدو کمیټې په خپله اونیزه ناسته کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به هیڅ ډاکتر ته اجازه نه وي چې رمزي، مبهمې یا نه ‌لوستل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

وروسته له دې به په خپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند تېروي

د فراه ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کلاته حاجي سرور کلي کې د دوو قومونو تر منځ څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه.

د فراه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۸:۲۶
Background image

د میدان وردګ ولایت محتسبینو یوه مېرمن له کورني تاوتریخوالي وژغورله

د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دې ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ټولنې اصلاح او د مېرمنو حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مېرمن له کورني تاوتريخوالي وژغورله.

د یاد ولایت د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS