د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲۹

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب او یو شمېر مسؤولینو په شتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په کوربه توب د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

جوړې شوې غونډې ته د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب ټینګار وکړ چې اسلامي نظام کې رسنۍ د ټولنې اصلاح، رهبري او د ځوانانو فکري رغښت کې تر بلې هرې وسیلې اغېزمنې دي او د محراب او ممبر حیثیت لري ځکه چې خلک ترې د بېلګې په توګه ګټه اخلي.

ښاغلي شیخ صاحب همداراز وویل مسلمانان د ټکنالوژۍ اصلي جوړونکي او بنسټ اېښودونکي دي او تاریخ یې ښکاره بېلګې له ځانه سره لري، او زیاته یې کړه چې رسنیو ته په کار ده ترڅو د تل په څېر د خبري اصولو سره سم د اعتدال په پام کې نیولو سره حقایق تر هېوادوالو او نړیوالو ورسوي.

هغه همداراز د رسنیو پر مسؤولینو غږ وکړ چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کول د ټولو ګډه دنده ده نو راځئ چې د ټولنې اصلاح او مثبت فکري بدلون کې یو موټی شو.

بل خوا د رسنیو مسؤولینو په خپلو خبرو کې وویل: ورته ناستې شته ستونزو ته د حل لارې موندلو او ښې همغږۍ جوړولو کې مثبته ونډه لري.

هغوی همداراز ټینګار وکړ چې د رسنیو ملاتړ د مغرضو رسنیو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د نظام پیاوړتیا او د ټولنې مثبت بدلون کې مثبت ثابتېدلای شي.

هغوی همداراز ډاډ ورکړ چې د اسلامي اصولو سره سم د ملي او اسلامي ارزښتونو دفاع او ساتنې ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې د غونډې په ترڅ کې د ګډون والو ستونزې، څرګندونې او وړاندیزونه واورېدل شول او د حل په موخه یې د نظرونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۱:۵۲
Background image

کونړ کې له سوداګرو او هټۍ‌والو سره اصلاحي ناستې ترسره شوې


د کونړ ولایت محتسبینو د اسلامي اصولو سره سم بازار او اقتصادي چاپېریال رامنځته کولو په موخه د یاد ولایت یو شمېر سوداګرو او هټۍ‌والو سره اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل ترڅو په خپلو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۵
Background image

میدان وردګ کې د دوو کورنیو ترمنځ (۱۲) کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د مرکز ميدان‌ښار کې د دوو کورنیو د کلیوالي ستونزو له امله راولاړه شوې (۱۲) کلنه شخړه، حل او په دوستۍ بدله کړه.

محتسبینو په خپلو خبرو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

پکتیا کې د رسنیو له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 

د پکتیا د امر بالمعروف رئیس د ځینو رسنیو له مسؤولینو سره په ناسته کې وویل: رسنۍ په ټولنه کې د ممبر حیثیت لري،پر تاسې لازمه ده چې تر خلکو هغه څه ورسوئ چې داسلام او اسلامي نظام اساسي. . .

BACK TO NEWS