د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲
d_khlwrm_awny_khbrwnh.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

دغه راز محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۱) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۳۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵) د میراث، (۱۸) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۰) د ولور، (۵) د نفقې ورکړې، (۶) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او د (۶) مېرمنو د طلاق  قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۳) دښمنۍ او (۴۵) وړې شخړې حل کړې دي.

محتسبینو ته روزنیز سمینار:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په روزګان او زابل ولایتونو کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.

د کوډګرو نیول:

د یاد وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۵) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

او وروستی خبر دا، چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۵۵) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په تخار او بلخ ولایتونو کې محتسبینو د کورنیو تر منځ را پورته شوې شخړې حل او د دواړو لوریو تر منځ روغه وکړه

د تخار او بلخ ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې شخړې حل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په تخار او بلخ ولایتونو کې محتسبینو د کورنیو تر منځ را پورته شوې شخړې حل او د دواړو لوریو تر منځ روغه وکړه

د تخار او بلخ ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې شخړې حل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

د هېواد په اووه ولایتونو کې محتسبینو تاریخ تېر توکي له منځه یو وړل

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو پلازمېنې کابل په ګډون په کاپیسا، پروان، وردګ، جوزجان، تخاراو پنجشیرد دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو کې په بازارونو کې. . .

BACK TO NEWS