د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵هـ. ل کال د دوهمې ربعې د کړنو او لاسته راوړنو راپور
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د تېرو دریو میاشتو لاسته راوړنې:
محتسبینو په تېرو دریو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو اړوند۱۳۱۲قضیط حل کړې، ۱۵۷ کوؤګر یې نیولي، له سوداګرو سره ۲۴۵۹ ناستې شوې او ۱۵۱ لویې دښمنۍ حل شوې دې.د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵) لمریز کال د دوهمې ربعې په اسد، سرطان او سنبله میاشتو کې په ټول هېواد کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي او کورنیو دښمنیو حل، عامه ذهنیت د سمون، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب، کوډګرو د نیولو او له سوداګرو سره په اصلاحي ناستو کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودې.
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتي سفرونه:
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي، د روان کال د دویمې ربعې په لړ کې د خپلو رسمي سفرونو په دوام په ټول هېواد کې له علماوو، مشایخو، قومي مشرانو او امارتي مسؤولینو سره د دیني او ټولنیزو مسایلو، د اسلامي شریعت د احکامو پر تطبیق، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پر پلي کېدو او له محتسبینو سره د خلکو د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.
د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:
محتسبینو په تېرو دریو( اسد، سرطان او سنبله) میاشتو کې په ټول هېواد کې د مېرمنو د حقونو په برخه کې ۱۳۱۲ بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په یادو قضیو کې ۱۴۷ د میراث، ۱۳۱ د ولور، ۶۲۸ د کورني تاوتریخوالي، ۱۲۵ د اجباري نکاحګانو، ۱۱۶ د نفقې د ورکړې، ۵۸مېرمنو ته د شرعي نکاح د زمینې برابرولو او ۸۰ د طلاق قضیې حل شوې دي.
د کوډګرو نیول:
محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتي کړنو د مخنیوي او د سالمې اسلامي ټولنې د جوړولو په موخه په تېرو دریو میاشتو کې په بېلا بېلو ولایتونو ۱۵۷ کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې:
ورته مهال محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د جوړولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېرو او بې کیفیته موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره ۲۴۵۹ اصلاحي ناستې کړې او نږدې ۳۵ ټنه تاریخ تېر توکي یې سوځولي دي.
د خپلمنځي، قومي او ژبنیو دښمنیو حل:
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د یووالي، قومي او ژبنو تعصباتو د مخنیوي په موخه ۱۵۱ لویې قومي دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې او ۶۸۱ بېلا بېلې لویې او وړې شخړې یې حل کړې دي.
