دعملیاتی کړنو راپور

د محتسبینو د تعلیم او تربیې ریاست له لوري د پلازمینې کابل محتسبینو ته روزنیز سمینار پیل شو

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیې ریاست له لوري د پلازمینې کابل (٨٠٣) محتسبینو  له ډلې (٣٩٠) تنو محتسبینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.

یاد روزنیز سمینار چې د امربالمعروف وزارت په انګړ کې دایر شوی موخه یې محتسبینو ته د وزارت له لوري په دعوتي برخه کې د ټاکل شوې تګلارې اورول او په دې برخه کې د هغوی شته ستونزو ته رسېدنې ښودل شوې. چې په دغه روزنیز سمینار کې به د یاد ریاست د شیوخ کرامو له لوري محتسیینو ته د دعوت پر لارو چارو، له خلکو سره په نېک چلند کولو او نورو برخو کې نظري درسونه وړاندې شي. 

په دې تړاو د امربالمعرف وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیې رئیس مولوي شریف الله حقاني وایي، چې له دې روزنیز سمینار څخه  یې موخه د محتسبینو کړنې ارزول او هغوی ته په دعوتي برخه کې د وزارت له لوري د ټاکل شوې تګلارې بیانول دي چې په وینا یې  تر څو موږ د محتسبینو په وسیله وکولی شو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه د الهي اصولو پر اساس ونیسو.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې په دغې روزنیزه لړۍ کې به موږ محتسبینو ته وښیو چې څرنګه خپلې کړنې د اسلامي احکامو پر بنسټ تر سره کړي.

همدا راز حقاني محتسبینو په خطاب کې وویل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلئ او الهي احکام په هغه ډول تر خلکو ورسوئ لکه څرنګه چې د اسلام  مقدس دین غوښتنه ده.

د یادولو ده چې څه موده وړاندې هم د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیې ریاست له لوري د هېواد په څلور دېرش ولایتونو کې نيږدې ۴۰۰۰ محتسبینو ته د یاد ریاست له لوري د روزنیزو سمینارونو لړۍ پای ته ورسېده.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


علمي بورډ : زموږ کړنې د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو پر اساس تر سره کېږي؛

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي پنځه کسیز هیئت د پلازمېنې کابل د استخباراتو عمومي ریاست اړوند له ځینو ریاستونو څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته وویل: د وزارت له لوري شوې سپارښتنې د مشرتابه فرمانونه او د نظام اساسي غوښتنې دي چې پلي کول یې زموږ او ستاسې  دیني وجیبه ده.

یاد هیئت د دې ریاستونو له مسؤولینو سره په ناستو کې هغوی ته د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې ټاکل شوي اصول او سپارښتنې  واورولې او له دوی یې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.

دغه راز یې د دې ریاستونو له مسؤولینو وغوښتل چې په خپلو کړنو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلي او له خلکو سره نېک او غوره چلند وکړي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت اړوند د علمي بورډ غړي د وزارت د هدایاتو پر اساس د پلازمینې کابل له ټولو نظامي مرکزونو څخه د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار لیدنې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د ازاله منکراتو رياست د ملي دفاع اړوند له حمايوي لواء څخه ليدنه وکړه

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر د ازاله منکراتو رياست د خپلو ورځنيو کړنو په جريان کې د ملي دفاع وزارت اړوند له حمايوي لواء څخه د اصلاح په موخه ليدنه ترسره کړه. د ياد رياست محتسبینو په سر کې د لواء له عقيدتي امر سره وليدل او نوموړي ته يې د وزارت اړوند لازمې سپارښتنې وکړې او له هغه يې وغوښتل چې د مجاهدينو په فکري روزنه کې لا هڅه وکړي. دغه راز د ياد رياست محتسبینو دلواء له مجاهدينو سره چې شمېر يې (۲۲۰) کسه وو، وليدل او هغوی ته يې داصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وکړې محتسبینو له ټولو مجاهدينو څخه وغوښتل چې خپل سيرت او صورت په نبوی ارشاداتو برابر کړي، د خلکو کار په ټاکلي وخت ترسره کړي، له هېواد والو سره نېک چلند وکړي او د خپلو امرينو او مشرانو اطاعت وکړي.

د لواء مجاهدينو هم د امر بالمعروف د محتسبینو له دغو اصلاحي کتنو هر کلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې د محتسبینو هره سپارښتنه به لومړی په ځان بیا په خلکو عملي کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


له پاکستان څخه نويو راغلو کډوالو ته د مرستې او همدردۍ په موخه د امر بالمعروف وزارت يو هئيت سفر وکړو.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له پاکستان څخه راستنو شويو کډوالو ته د مرستې او ښه راغلاست په موخه يو پنځه کسیزه هئيت چې مشري يې د ياد وزارت د اطلاعاتو او نشراتو د رئيس مولوي عبدالغفار سباوون پر غاړه وه سفر وکړو.

د ياد سفر موخه له پاکستان څخه د تازه راغلو کډوالو ته ښه راغلاست او ددې ترڅنګ له هغوی سره د خوراکي او لومړنيو توکو مرسته وه.

 يادې مرستې چې شمېر يې څه باندې۶۰۰۰ وو؛ خوراکي توکي، د ماشومانو لپاره لومړنۍ د اړتيا وړ جامې، د څښاک لپاره تصفيه شوې اوبه، او د ژمي لپاره کمپلې او ګرم لباس موجود وو.

ياد هیئت د ولايت له والي، د ولسواليو له محتسبینو، د کډوالو له رئيس، او د رسنيو له استازو سره  تر کتنې وروسته د ياد ولايت د والي په همکارۍ يادې مرستې کډوالو ته و ويشلې.

له پاکستان څخه نويو راغلو کډوالو د يادو همکاريو او د اسلامي امارت د مسؤلینو له همدردۍ څخه مننه او خوښي بیان کړه او زياته يې کړه چې وطن ته په راتګ سره د غرور احساس کوي او وروسته له دې به د اسلامي امارت تر څنګ د خپل هیواد د آبادولو لپاره هڅې کوي.

د يادولو ده چې د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر اداري کارکوونکو او محتسبینو له خپل میاشتني معاش څخه د يو اندازه پيسو په بدل کې له نویو راغلو کډوالو سره خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ توکو مرسته وکړه‌.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د علمي بورډ غړي: د اسلامي نظام ساتنه یوازي په اسبابو سره نه کېږي

د امربالمعروف وزارت اړوند په نظامي لیکو کې د منکراتو د مخنیوي او شکایتونو اورېدلو علمي بورډ غړو د خپلو ورځینو کړنو په جریان کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د وزارتونو د ساتنې څلورم نظامي ټولي له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د اسلامي نظام ساتنه یوازې په اسبابو سره نه کېږي، بلکي د مشرانو اطاعت او د نظام له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ پر اساس کړنې تر سره کول د نظام د پایښت او دوام سبب کېږي.

د یاد علمي بورډ غړو لومړی د یاد نظامي ټولي له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوې لایحه واوروله او له هغوی یې د پوره پلي کېدلو غوښتنه وکړه.

وروسته یې د یاد نظامي ټولي له کارمندانو سره په ناسته کې هغوی ته وویل، د اسلامي نظام ساتنه یوازې په اسبابو او وسایلو سره نه کېږي بلکي د مشرانو اطاعت او خپلې کړنې د اسلامي نظام د ټاکل شوې پالیسۍ پر اساس تر سره کول د نظام د پایښت او دوام سبب کېږي.

د یاد علمي بورډ غړو پر هغوی ټینګار وکړ چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري تر سره کړي او له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي او په دې برخه پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړي.

د یادولوده چې د امربالمعروف وزارت اړوند په نظامي لیکو کې د ازاله منکراتو مسؤلین د ټولو نظامي ادارو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د علمي بورډ غړي: کړنې به مو تر هغه دوام وکړي چې په نظامي برخه کې د منکراتو کچه صفر شي

د امربالمعروف وزارت اړوند په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي او شکایتونو اورېدلو علمي بورډ غړو د پلازمینې کابل د استخباراتو عمومي ریاست اړوند له ځینو ریاستونو د خپلو سپارښتنو د څار په موخه لیدنو کې هغوی ته وویل: زموږ کړنې د مشرتابه د حکم پر اساس تر سره کېږي او په دې برخه کې به مو کړنې تر هغه دوام وکړي چې په نظامي لیکو کې د منکراتو کچه صفر شي.

د علمي بورډ غړو په دې ناستو کې چې موخه یې په نظامي لیکو کې د منکراتو مخنیوی او د شوو سپارښتنو پلي کول وو، وویل، زموږ کړنې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت د حکم پر اساس تر سره کېږي او زیاتوي چې؛ په دې پار جدي کړنې به یې تر هغه دوام وکړي چې په نظامي لیکو کې د منکراتو کچه صفر او ټاکل شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړو.

په دې تړاو د علمي بورډ غړي وایي چې په نظامي ځایونو کې یې له اصلاحي ناستو سره د ډېرو منکراتو مخه نیولې او په دې پار به یې کړنې تر هغه دوام وکړي چې په نظامي لیکو کې د منکراتو کچه صفر شي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت اړوند په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو ریاست مسؤلیت د پلازمینې کابل په ګډون په ولایتونو کې له نظامي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې تر سره کوي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی


د شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلین: زموږ مسؤلیت ستاسې شکایت اورېدل او تر مسؤلو چارواکو رسول دي

د امر بالمعروف،نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په ولایتونو کې د شکایتونو اورېدلو په موخه ټاکل شوي هیئت په پکتیکا ولایت کې د ازادۍ د نمانځلو په پار په جوړه شوې ناسته کې  د ګډون پر مهال وویل، د امیرالمؤمنین حفظه الله  له لوري د امربالمعروف وزارت تر چتر لاندې د شکایتونو اورېدلو ریاست د دې له پاره جوړ شوی تر څو د ولسي خلکو شکایتنونه حل شي نو پر همدې اساس که تاسې له کوم امارتي مسؤل څخه شکایت لرئ موږ ته یې په ډاډه زړه ویلی شئ.

دا ولسي ناسته چې پکې د یاد ولایت  مسؤلینو، دیني عالمانو او ځایي خلکو شتون درلود د ورغلي هیئت په مشري د شکایتنو اورېدلو ریاست رئیس  مولوي صدیق الله اسحاق وویل، د شکایتونو اورېدلو ریاست د امیر المؤمنین حفظه الله  په حکم جوړ شوی چې دنده یې د ولس شکایتونه اورېدل او تر مسؤلو چارواکو رسول دي نو پر همدې اساس که تاسې له کوم امارتي مسؤل څخه شکایت لرئ موږ ته یې په ډاډه زړه ویلی شئ موږ به یې تر اړوندو مسؤلو چارواکو د حل په موخه رسوو او مجرمین به د محکمې مېز ته کش کول کېږي. 

ښاغلي اسحاق دغه راز د  غونډې ګډونوالو سره د امر بالمعروف وزارت څلورویشت ساعته د شکایتونو اورېدلو نمبرونه شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې شکایتونه به مو په شفاف ډول اورېدل کېږي.

په ورته وخت کې ناستې ته د یاد ولایت مرستیال والي مولوي سعادت په خبرو کې وویل ،د مشرتابه د حکم پر اساس  ستاسو د شکایتونو د اورېدلو له پاره  د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو پلاوي راغلي تر څو ستاسو شکایتونه واوري که تاسې له  کوم امارتي مسؤل څخه شکایت لرئ دوی ته یې ویلی شئ دوی به یې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو رسوي او ستاسې حق به درکول کېږي.


د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري ټاکل شوي څو کسیز هیئت پکتیا ولایت ته پنځه ورځنی سفر وکړ

د امر بالمعروف نهي،  عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لوري د شکایتونو اورېدلو ریاست  ټاکل شوي څو کسیز هیئت پکتیا ولایت ته د  پنځه ورځني رسمي سفر پر مهال د یاد ولایت له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: په شل کلن اشغال کې مجاهدینو د شپې ځای نه درلود، خو نن  په هغو ځایونو کې مجاهدین ژوند کوي او الهي احکام پلي کوي چې پرون پکې د ظلم او وحشت تصمیمونه نیول کیدل دا د الله جل جلاله لوی نعمت دی او پر موږ یې شکر ادا کول لازمي دي.

ناسته کې د یاد ولایت د مرستیال والي په شمول نورو ګڼو مسؤلینو شتون درلود.

ورغلي هیئت پخپلو خبرو کې وویل،زموږ موخه په دولتي ادارو کې د ستونزو له منځه وړل او د ولس ریښتونی خدمت کول دي. 

دغه راز ناستې ته د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت  د علمي بورډ غړي مولوي صدیق الله اسحاق وویل: د شکایتونو اورېدلو ریاست امیر المومینین د نظام د بقا په خاطر جوړ کړی او زموږ لومړنۍ هڅه همدا ده چې د هیواد په هر ګوټ کې د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړو او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو ورسو.

ورغلي پلاوي د ناستې ګډونوالو ته د شکایتونونو اورېدلو ریاست د مشرتابه له لوري را لېږل شوې مادې واورولې چې د هغو مادو پر اساس  د اسلامي امارت د ټولو وزارتونو مسؤلین، والي صاحبان،ډلګۍ مشران، او عام مجاهدین په دې مکلف دي چې د وزارت له غوښتنې سره سم د پېښې د عاملینو په ګوته کولو، را جلبولو ،تحقیقاتو بشپړولو او هر اړخیزو معلوماتو ورکولو کې پوره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې ناستې ته د یاد ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ولایتي رئیس سید جمال جمالي وویل:اسلامي نظام  خپل شکل او صورت نړی ته په دوو ټکو کې ښیي  چې یو یې حقوق الله او بل حقوق العباد دي، د حقوق الله له پاره امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د حقوق العباد لپاره د شکایتونو اورېدلو برخه ده.

په پای کې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین ورغلي هیئت ته د  ښه ر غلاست تر څنګ د هر راز همکاري ډاډ ور کړ او  د کارونو د لاښه پر مختګ له پاره یې له هر ریاست څخه یو یو استازی د امر بالمعروف وزارت لوړ پوړي پلاوي ته ور معرفي کړ تر څو په یاد ولایت کې شته شکایتونه په ښه ډول ثبت او د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د علمي بورډ غړي : موږ هڅه کوو چې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین د ټاکل شوې تګلارې په اساس پلي کړو

۱۳محرم، ۱۴۴۵

د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي او ملکي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي هیئت د خپلو ټاکل شوو قوانینو د نظارت او تعقیب په موخه د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: موږ هڅه کوو چې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین د ټاکل شوې تګلارې په اساس پلي کړو او نه غواړو په دې  برخه کې له سختي او شدت څخه کار واخلو.

د وزارت له لوري ورغلي هیئت د یاد معینیت له معین مولوي عبدالرحمن او د ارشاد دعوت له مسؤل مولوي محمد  سره په جلا مشورتي ناسته کې هغوی ته وویل، زموږ لومړني هڅه دا ده چې د وزات له لوري ټاکل شوي قوانین د ټاکل شوې تګلارې پر بنیاد پلي کړو؛ نه غواړو چې په دې برخه کې له سختي او شدت څخه کار واخلو، نو له تاسو مو غوښتنه ده چې  مرسته مو وکړئ څو ټاکل شوي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې د وزارت له لوري د علمي بورډ ټاکل شوي هیئت د معینیت له کارمندانو سره په جلا ناسته کې له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي او ملکې ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت پر ملکي او نظامي ادارو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي تګه پلي کوي، چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې، د پام وړ بدلون راغلی.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


نظامي معینیت: زموږ کړنې به تر هغه دوام ولري چې په نظامي او ملکي ادارو کې د منکراتو ګراف صفر شي

چهار شنبه، ذي الحجه۲۴، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز نظامي هیئت چې مشري یې د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي راز محمد حامد پر  غاړه وه د پلازمینې کابل اولې او دوهمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې په ښار کې پر ګرځېدونکو مجاهدینو او د مختلیفو ارګانونو پر کارمندانو د یو چیک پواینټ پر مهال  ټاکل شوي قوانین په عملي توګه پلي کړل.

د وزارت له لوري ټاکل شوی نظامي هیئت د خپلو کړنو په تړاو زیاتوي چې له دې کاره یې موخه په سیمه کې د شته منکراتو مخنیوی او د ټاکل شوو قوانینو پلي کول دي او هغوی وایې چې کړنې به یې تر هغه دوام ولري چې په دولتي او ملکي ادارو کې د منکراتو ګراف صفر کړي.

د یادولو د ه چې یاد هیئت د خپلو کړنو پر مهال وویشت هغه کسان نیولي چې د مجاهد له نوم څخه په استفادې په ښار کې غیر قانوي کړنې تر سره کوي او په ښار کې تأمین امنیت ته ګواښ پېښوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


مولوي معلم جان مسلم: محتسبین دې پخپل سر د کارونو له تر سره کولو ډډه وکړي

پنج شنبه، ذوالقعده۱۹، ۱۴۴۴

د کابل شهري ریاست د محتسبینو رئیس مولوي معلم جان مسلم او ورسره هیئت د محتسبینو د کارونو د ارزونې او څارنې په موخه له هغوی لیدنه وکړه.

دا لیدنه چې موخه یې د محتسبینو د کارونو ارزول او په دې برخه کې د محتسبینو ستونزې اورېدل وه؛ څو محتسبین د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د ازالې په پار ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.

د د ې لیدنو په تړاو د یاد ریاست رئیس مولوي معلم جان مسلم زیاتوي چې له دې کاره یې موخه د محتسبینو د کړنو څارل دي، څو هغوی د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړي او په ټولنه کې د محتسبینو پخپل سر د کړنو د تر سره کولو مخه ونیسي.

د یادولو ده چې یوه ورځ وړاندې د یاد وزارت د اصلاح او روزنې ریاست له لوري د محتسبینو د ظرفیت لوړونې په پار یو میاشتنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد او مسؤلین زیاتوي چې  د دې اصلاحي ناستو لړۍ به تر ولایتونو هم وغځوي او  ډاډ څرګندوي چې په دې سره به په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي او د ټاکل شویو قوانینو په پلي کېدو کې  د پام وړ بدلون راشي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


مولوي حامد: د ټاکل شویو قوانینو په نه پلي کولو سره به له دندو ګوښه کړلی شئ

یکشنبه، ذوالقعده۶، ۱۴۴۴

د امر بالمعروف وزارت له لوري په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز هیئت چې مشري یې  د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي راز محمد حامد پر غاړه وه د پلازمینې کابل ترافیک ریاست له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: ستاسې کړنې د نظام نمایندګي کوي، پر تاسې لازمه ده چې ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړئ کنه له دندو به ګوښه کړلی شئ.

دا اصلاحي ناسته چې پکې د یاد ریاست د ټولو حوزو امرینو او اداري کارمندانو شتون درلود مولوي راز محمد حامد وویل، د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین د نظام غوښتنه ده چې باید پلي شي، چې د نه پلي کېدو په صورت کې به متخلفین له دوندو ګوښه کړلی شي. 

ښاغلي حامد په همدې تړاو هغوی ته وریاده کړه چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو د ولس ستونزې حل او ریښتونی خدمت ورته وړاندي شي.

هغه همدا راز د امربالمعروف وزارت د قوانینو پر اساس له کارمندانو وغوښتل چې د هر ډول نشه یي مواد و له استعمال څخه ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي خیال محمد غاور ورغلي هیئت ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د خلکو خدمت کول او ولس ته ریښتونی خدمت وړاندي کول الهي مسؤلیت دی چې باید په پوره توګه یې تر سره کړو او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین به په پوره توګه پر خپلوکارمندانو پلي کوي.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین باید پلي شي

یکشنبه، ذوالقعده۱، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ هیئت د ملي دفاع وزارت اړوند حمایوي نظامي کنډک له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته د  مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین واورول او له هغوی یې  دپوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د هیئت غړو د یاد کنډک له مسؤلینو سره د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو له اورولو وروسته پر کارمندانو د خپلو قوانینو د عملي پلي کولو په پار لیدنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.

د هیئت غړو له هغوي په ټینګار غوښتنه وکړه چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارلو ډډه وکړي څو د مشر تابه حکم پر ځای او د شته ستونزو مخه ونیول شي.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنيوي په پار ټاکل شوی هیئت پر نظامي ځایونو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي


د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په عملي توګه پلي کېږي

شنبه، شوال المکرم۲۹، ۱۴۴۴

 د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي هیئت د دارلامان له شپږم نظامي کنډک او باغ داود نظامي کنډک څخه د خپلو ټاکل شویو قوانینو د عملي پلي کولو په پار لیدنه وکړه.

د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز هیئت د یادو شویو نظامي کنډکونو له مسؤلینو سره له مشورتي ناستې وروسته  له مجاهدینو د خپلو ټاکل شویو قوانینو د عملي پلي کولو په پار لیدنه وکړه او د هغو کسانو د اصلاح په تړاو یې د یادو کنډکونو له مسؤلینو سره خبرې وکړې  چې څڼې یې غټې او یا کل ږیري وه.

د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورد غړي په  پلازمینې کابل کې پر ټولو دولتي ادارو ګرځي او د وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په یاده برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.


د امربالمعروف مسؤلین: په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مؤمن مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړي

د امر بالمعروف ،نهی عن المنکر اوشکایاتواوریدلو وزارت مسؤلینو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له مسؤلینو او کارمندانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته د عبادت، تقوا، او د هر مؤمن په ټولنه کې د مسؤلیت په اړه د نیکي کولو او له بدیو څخه د منع کولو په اړه خبرې وکړې.

محتسبینو وویل، په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مؤمن مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړي څو ټولنه له منکراتو وژغورل شي او الهي قوانین پلي شي نو پر همدې اساس تاسې مسؤل یاست چې په ټولنه کې د دې لوی منکر چې (د نشه یي موادو استعمال دی مخه په تمامه مانا ونیسئ ) څو راتلونکی نسل د دې لوی منکر له تر سره کولو په امن وي.

په ورته وخت کې  د یاد معینیت مسؤلینو د وزارت له لوري ورغلي هیئت ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی کړنې وستایلې او هغوی ته یې د ټاکل شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.

(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)


د علمي بورډ مسؤلین: د ټاکل شویو قوانینو پلي کول د مشرتابه حکم دی

چهار شنبه، شوال المکرم۲۰ ، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو  د علمي بورډ غړو د داخله وزارت اړوند البدر نظامي کنډک  له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل، ټاکل شوي قوانین د مشرتابه امر او د وزارت احکام دي چې باید په ټولو نظامي ځایونو کې په پوره توګه پلي شي څو په نظامي لیکو کې د شته منکراتو مخه ونیول شي او هم یې له هغوی وغوښتل چې  له خلکو سره نرم او مسلکي چلند وکړي څو ولس له نظامه راضي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.

په دې اصلاحي ناسته  کې چې د یاد نظامي کنډک  مسؤلینو پکې ګډون درلود د علمي بورډ مسؤلینو لومړی هغوی ته د امربالمعروف وزارت پالیسي واوروله او زیاته یې کړه چې د وزارت د رهبري له لوري څو کسیز ټاکل شوی هیئت  د وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي  قوانین عملي پلي کوي چې په خبره یې د ټاکل شویو قوانینو پلي کول د مشرتابه حکم دی.

یاد هیئت همدا راز په دې برخه کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.

د یادولو ده چې د یاد نظامي کنډک مسؤلینو د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو  مخنیوی تر ټولو غوره ګام وباله او له هغوی سره  یې په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

 


په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي هیئت د کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه

پنج شنبه، شوال المکرم۲۰، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز هیئت د کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو او منصوبینو د خپلو ټاکل شویو قوانینو د نظارت او څارنې په موخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت لومړی د وزارت د مقام له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته د امر بالمعروف وزارت ټاکل شوې پالیسي واوروله او له هغوی یې وغوښتل چې په کارمندانو د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین پلي کړي.

 یاد هیئت په ورته وخت کې دمقام دفتر عمومی مدیریت، خدماتو ریاست او ځینو نورو دفترونو لیدنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.

د یادولو ده چې د یاد ریاست له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت به نږدې یوه هفته په دې وزارت کې د خپلو قوانینو د پلي کولو او په دې برخه کې د شته ستونزو له منځه وړلو په پار تېره کړي.


د امربالمعروف مسؤلین: د وزارت له لوري د منکراتو دمخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین باید په پوره توګه پلي شي

سه شنبه، شوال المکرم۱۹، ۱۴۴۴

د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت د ازاله منکراتو ریاست د علمي بورډ غړو د پلازمینې کابل د د اخله وزارت اړوند یو ویشتمې امنیتي حوزې له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي.

د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي هیئت د یادې حوزې له مسؤلینو سره په ناسته کې کې وویل چې نظامي کسان باید سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم جوړ کړي، په بیت المال کې له خیانت څخه ځان وساتي او ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه سر ته ورسوي.

دغه راز د هیئت غړو هغوی ته ور یاده کړه چې له نظامي لیکو کم عمره او کل ږیري کسان وباسي څو د مشرتابه حکم پر ځای اود شته منکراتو مخه ونیول شي.

د یادولو ده چې د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هيئت پر نظامي ځایونو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

 


د نظامي امربالمعروف مسؤلین: په نظامي لیکو کې باید د تېرې ادارې نظامي کسان و نه ګمارل شي

پنجشنبه، رمضان المبارک۱۵، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست له لوري، په نظامي لیکو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه، د علمي بورډ د غړو ټاکل شوي هیئت؛ د پلازمینې کابل د پنځلسمې او یوویشتمې استخبار اتي حوزو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته  د امربالمعروف وزارت له لوري؛ د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي قوانین  واورول او له هغوی یې وغوښتل چې په لیکو کې د کم عمره، کل ږیرو او د تېرې ادارې د نظامي کسانو له ګمارنې ډډه وکړي؛ څو د مشرتابه حکم پر ځای او د منکراتو مخه ونیول شي.

د یاد وزارت د علمي بورډ غړو په دې اصلاحي لیدنو کې چې، موخه یې په نظامي لیکو کې د منکراتو مخنیوی او د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو پلي کول وه د دې استخباراتي ځایونو له مسؤلینو وغوښتل چې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي، څو د امیر امر پر ځای او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

د یادلو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي نظامي معینیت له لوري په نظامي ځایونو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت د هیواد له ټولو نظامي ځایونو د اصلاح او د ټاکل شویو قوانینو د پلي کولو په موخه لیدنه کوي چې ورسره په نظامي برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.


مولوي حامد: امربالمعروف د شهیدانو ارمان او د اسلامي نظام روح دی

سه شنبه، رمضان المبارک۶، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي هیئت چې مشري یې د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي راز محمد حامد پر غاړه وه د ګمرکاتو نظامي قطعې له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل : امربالمعروف د اسلامي نظام روح اود شهیدانو ارمان دی، موږ او تاسې دا ارمان هغه وخت پوره کولی شو چې د مشرتابه او وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي احکام په پوره توګه پلي کړو.

دا اصلاحي ناسته چې د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړو او د یادې نظامي قطعې ډېری مسؤلسینو ګډون درلود ښاغلي حامد مسؤلینو ته په خطاب کې وویل،امربالمعروف د اسلامي نظام روح او  له مهمو موخو او د شهیدانو له ارمانونو څخه دی چې  د د ې ارمان پوره کول زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو او په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په ځان او ټولنه کې په پوره توګه پلي کړو.

دغه راز ښاغلي حامد د یادې نظامي قطعې له پاره د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي  امیر عقیدتي څخه وغوښتل چې کارمندانو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او د اسلامي نظام پر ارزښت او ساتنه در سونه ورکړي او د وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین پري پلي کړي څو په نظامي ځایو نو کې د منکراتو مخه ونیول شي.

د ناستې په پای کې د ګمرکاتو نظامي قطعې مسؤلینو د وزارت له لوري ورغلي هیئت ته د یادو شویو قوانینو په پلي کېدو کې د همکاري ژمنه وکړه او دا یې په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي غوره لار وبلله.

 


د امربالمعروف وزارت د نظامي برخې مسؤلین: زموږ کړنې به  تر هغه دوام ولري څو مو په نظامي لیکو کې د منکراتوګراف صفر کړی نه وي

چهار شنبه ، شعبان المعظم۲۲، ۱۴۴۴

دامربالمعروف،نهی عن المنکراوشکایتونواورېدلو وزارت د ازاله منکراتوریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو د علمي بورډ غړو د دا خله وزارت اړوند دوولسمې حوزې پر کارمندانو د امربالمعروف وزارت له لوري د د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو د عملي پلي کولو پر مهال هغوی ته ویلي: زموږ کړنې به تر هغه دوام ولري څو مو په نظامي لیکو کې د منکراتو ګراف صفر کړی نه وي

محتسبینو و ویل، زموږ هڅه په ټولنه او نظام کې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت د قوانینو پلي کول دي او زموږ کړنې په تر هغه تر وام ولري څو مو په نظامي لیکو کې ګراف صفر کړی نه وي.

هغوی همدارنګه له مسؤلیو وغوښتل چې کارمندانو ته د اسلام لومړني احکام ور وښیي، د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې ورته وکړي او په ځانګړي ډول یې له هغوی وغوښتل چې په لیکوکې د کل ږیرو، بې ږیرو او د تېرې ادارې د نظامي کسانو له ګمارنې څخه ډډه وکړي.

 چې هغوی ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ د یادو شویو سپارښتنو دپوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.

د یادولو ده چې د یاد وزارت له لوري په نظامي او ملکي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت وخت پر وخت لیدنه کوي او د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.


مولوي راز محمد حامد: موږ ، کړنې د نظام د بقا او د شویو قربانیو د ساتنې په موخه د مشرتابه د حکم پر اساس تر سره کو

سه شنبه، رجب المرجب۲۳، ۱۴۴۴، ه.ق

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو د رئیس مولوي رازمحمد حامد په مشري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنيوي په پار جوړ شوي څو کسیز هیئت چې پکې د دې وزارت د علمي بورډ غړو؛ شیخ امین الله ایوبي، شیخ مصطفی ثاقب او نورو ګڼو مسؤلینو ګډون درلود د پلازمېنې کابل د استخباراتو د عمومي ریاست اړوند ۰۹۱ریاست له مسؤلینو سره ناسته تر سره کړه.

په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي او د یاد وزارت د فرامینو د پلي کېدو په موخه دغه جوړه شوې ناسته له هغه وروسته دایره شوه چې د دې وزارت د علمي بورډ غړو نيږدې یوه هفته په یاد ریاست کې د خپلو ټاکل شویو اصولو د عملي پلي کولو په پار تېره کړه.

ناستې ته د وزارت د ازاله منکراتو رئیس په خبرو کې وویل؛ زموږ کړنې د نظام د بقا او د شویو قربانیو د ساتلو له پاره دي څو نظام بقا ومومي او شوې قربانۍ را څخه ضایع نه شي.

ښاغلي همدارنګه د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه په نظام او ټولنه کې د منکراتو مخنیوی ده، موږ په همدېـموخه د مشرتابه د حکم پر اساس پر نظامي ځایونو ګرځو او د مشرتابه فرامین پرې په عملي توګه پلي کو.

ښاغلي حامد د خپلو خبرو په پای کې له مسؤلینو وغوښتل چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه د عبادت په ډول سر ته ورسوي او په دې برخه کې له قوم پرستي او هر ډول منکر څخه ځان وساتي.

د ناستې په پای کې د ۰۹۱ استخباراتي ریاست رئیس عبدالستار حامد د وزارت له لوري ورغلي هیئت ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، په نظامي لیکو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د امربالمعروف وزارت ټاکل شوی هیئت زموږ نواقص را په ګوته کوي او لومړنۍ هڅه یې په نظام کې د منکراتو مخنیوی دی چې باید په هر ډول یې مرسته وکړو.

چې دا ناسته د شیخ محب الله حنفي په دعا پای ته ورسېده.

 


د ا.ا.ا له بریا وروسته په ټول هیواد کې ۲۵۰۰بابه مسجدونه فعال شول

دوشنبه، جمادی لاول۱۸، ۱۴۴۴

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین وایې چې د اسلامي امارت له بریا وروسته  او د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو په جریان کې د دې وزارت د محتسبینو په هڅو د پلازمېنې کابل په شمول په ټولو ولایتونو کې د څه باندې ۲۵۰۰بابه مسجدونو دروازې د لمونځ کوونکو پر مخ خلاصې شوې دي.

په دې هکله د دې وزارت د تقنین او پالیسۍ  ریاست مسؤلین وایې چې له فتحې او بریا وړاندې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې ۲۷۴۰بابه مسجدونه د بېلابېلو دلایلو له امله تړل شوي و چې له جملې یې اوس ۲۶۲۳بابه مسجدونه د دې وزارت د محتسبینو په مرسته بېرته فعال او د لمانځه د ادا کولو له پاره تیار شول او زیاتوي چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د یاد وزارت د محتسبینو په مرسته ۳۱۹۵بابه نوي مسجدونه جوړ شوي دي .

هغوی همدا راز زیاتوي چې د دې وزارت د فعالیتونو په جریان کې د ۴۶هغو تالارونو له جملې چې د تېر دولت پر مهال د بېلابېلو دلایلو پر بنست تړل شوي وه ۱۴ واده تالارونه بېرته د هیواد والو پر مخ خلاص شوي دي او ۲۶ د واده تالارونه نوي جوړ شوي دي

دغه راز هغوی وایې چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د پلازمېنې کابل په شمول په ډېری ولایتونو کې ۵۲ بندو پارکونو بېرته پر فعالیت پیل کړی او ۱۷ پارکونه د هیواد د تاجرانو له لوري نوي جوړ شو


مولوي حامد: نظام ته کار کول او د ولس ریښتونی خدمت مو مسؤلیت دې چې باید تر سره یې کړو

پنج شنبه، جمادی الاول۱۴،

۱۴۴۴د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه تاکل شوي هیئت چې مشري یې د دې وزارت  د ازاله منکراتورئيس مولوي رازمحمد حامد په غاړه وه  د کابل استخباراتو د ۰۷۷ریاست څخه د لیدنې پر مهال د دې ریاست مسؤلینو ته په خبرو کې ویلي : په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوی زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید مخه یې ونیسو او له هغوی یې غوښتي چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

د یاد هیئت مشر مولوي رازمحمد حامد لومړی د دې ریاست له رئیس سره پخپل کار ځای کې وکتل او هغوی ته یې د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي اصول واورول او له دوی یې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه ، وروسته یې د یاد ریاست په مسجد کې جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل: نظام ته کار کول او د ولس خدمت زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید په پوره اخلاص یې تر سره کړو .

ښاغلي حامد همدا راز د دې ریاست له مسؤلینو وغوښتل چې دوی دې د امربالمعروف وزارت ټاکل شوي اصول پلي کړي او په نظامی لیکو کې دې د  کم عمره او کل ږیرو کسانو له استحدام څخه ډډه وکړي چې هغوی ورته د هر ډول مرستې ډاد ورکړ او د یاد وزارت کړنې یې وستایلې

 


د امربالمعروف د قوانینو پلي کول مو نظام ته د ژمنتیا په مانا دی!

سه شنبه، جمادی الاول ۵، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت له لوري په نظاني برخه کې د منکراتو د مخنیوپ په موخه ټاکل شوي هیئت چې مشري یې د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد په غاړه وه  د کابل حمایوي لېوا اړوندو دوو کنډکونو څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته وویل: د راغلي نظام او ددې لوی نعمت شکر ادا کول دا دې چې د امربالمعروف ټاکل شوي قوانین دولتي او عام وګړي پلي کړي او له منکراتو ځان وساتي.

یاد هیئت لومړی د دې کنډکونو قومندانانو سره په کاري دفترونو کې وکتل او هغوی ته یې د امربالمعروف وزارت لایحې او فرامین واورول او له دوی یې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه، له دې وروسته جوړې شوې ناستې ته د دې هیئت مشر د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد په خبرو کې وویل: موږ به د دې لوی نعمت شکر هغه وخت ادا کړی وي چې دامربالمعروف  قوانین پر ځان او ټولنه پلي کړو او د شته منکراتو مخه ونیسو.

هغوی همدا راز له مسؤلینو وغوښتل څو د امربالمعروف قوانین په پوره توګه پلي کړي او له نظامي لیکو کم عمره او کل ږبري کسان وباسي او کارمندان باید ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.


مولوي حامد؛ نرم او مسلکي چلند خلک له نظام سره همکاري ته هڅوي

سه شنبه، ربیع الثاني۲۱، ۱۴۴۴

  د امربالمعروف وزارت له لوري په ملکي او دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي هیئت د دې وزارت د ازاله منکرات د رئیس مولوي رازمحمد حامد په مشرۍ د کابل د پاسپورټ له عومومي ریاست نه د لیدنې پر مهال هغوی ته وویل: په نظامي او ملکي چارو کې له خلکو سره نرم او مسلکي چلند د خلکو د رضایت سبب ګرځي.

یاد هیئت لومړی د دې ریاست له رئیس مولوي عبدالکریم حسیب سره د هغه په کار ځای کې ولیدل او د مربالمعروف وزارت فرامین، او طرزالعمل یې ورسره شریک کړ او له دوی يې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه. وروسته یې د یاد ریاست په تالار کې په جوړې شوې ناسته کې کارمندانو ته وویل: نرم او مسلکي چلند خلک له نظام سره همکاري ته هڅوي نو په همدې اساس د هرې برخې له مسؤلینو زموږ غوښتنه همدا ده چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي او مناسبې حللارې ورته ولټوي.


د امر بالمعروف مسؤلین؛ زموږ کړنې د الهي احکامو پلي کول دي

دوشنبه،ربیع الثاني ۵، ۱۴۴۴،  ه.ق

د پلازمېنې کابل پغمان ولسوالۍ د امر بالمعروف مسؤلینو د اصلاحي لیدنو په لړۍ کې  د يادې ولسوالۍ دوکاندارنو ته د لیدنو پر مهال ویلي؛ د امربالمعروف وزارت له لوري صادر کړی شوي احکام د هغوی شخصي غوښتنې نه بلکې الهي حکمونه دي چې موږ او تاسې یې په پلي کولو مکلف یو.

هغوی ویلي: امربالمعروف او نهی عن المنکر د يوې اسلامي ټولنې اساسي برخه ده،  چې هر مؤمن یې باید پلې کړي او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسي نو په همدې اساس د وزارت له  لوري صادر کړی شوي فرامین الهي حکمونه دې نه د هغوی شخصي غوښتنې.

هغوی همدا رنګه د روغتونونو،خوراکه پلورنځیو، او سلمانیو له مسؤلینو غوښتي چې خپل کارونه د وزارت د لایحې مطابق سر ته ورسوي چې دوی باید؛ لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او له هغو کارونو ډډه وکړي چې د وزارت په لایحه کې منکرات بلل کېږي.


مولوي حامد ؛ موږ به  نظام ته هغه وخت وفاداره یو  چې د امر بالمعروف احکام پر ځان او ټولنه پلي کړو

یکشنبه، ربیع الثاني ۵، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد په مشرۍ څو کسیز هیئت د پلازمېنې کابل شکردرې ولسوالۍ حسین کوټ کنډک څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي؛ اسلامي امارت ته زموږ او ستاسې ژمنتیا دا ده چې د مشرتابه له لوري راکړل شوي احکام باید پر ځان او ټولنه پلي کړو او د شته منکراتو مخه ونیسو.

یاد هیئت لومړی د لېوا له رئیس ارکان ملا فاضل مجاهد او امیر عقیدتي مولوي صداقت سره د هغه په کار ځای کې ولیدل او د امربالمعروف وزارت له لوري د نظامي برخې اړوند فرامین او طرزالعمل یې ورسره شریک کړ او له دوی یې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د یاد هیئت په استاز ولي د ازاله منکراتو رئیس  مولوي رازمحمد حامد  د جمعې له لمانځه وروسته مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: زموږ ژمنتیا نظام ته هغه وخت ثابتېدلی  شي چې د مشرتابه او وزارت له لوري  صادر کړی شوي احکام پر ځان او ټولنه پلي کړو.

ښاغلي حامد همدا رنګه امیر عقیدتي ته په خطاب کې وویل چې دوی باید مجاهدینو ته د جهاد او اسلامي نظام پر ارزښت سمینارونه ورکړي او  د عباداتو احکام ور وښیي.

هغه همدا راز له مسؤلینو وغوښتل چې کم عمره او کل ږیري کسان پر دندو و نه ګماري


ولسي خلک؛ د محتسبینو په شتون کې موږ ځانونه خوندي بولو

شنبه،د عقرب، اوومه، ۱۴۰۱

د کابل ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د  دریمې، څلورمې،پینځمې او شپږمې حوزو د روغتونونو، خوراکه فروشیو او نورو تجارتي مرکزونو له مسؤلینو غوښتي چې دوی باید  جمعې په ورځ خپل دوکانونه وتړي او لمنځونه په جماعت سره ادا کړي.

هغوی دغه راز د سلمانیو او ورزشي کلپونو له  مسؤلینو غوښتي چې د یاد وزارت د ټاکل  شوې لایحې سره برابر خپلو کارونو ته دوام ورکړي او د شته منکراتو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د یاد وزارت له لوري په تازه صادر شوي فرمان کې راغلي چې د جمعې په ورځ باید دوکانداران دوکانونه وتړي او  لمنځونه په جماعت سره ادا کړي.

دغه راز د  ورزشي کلپونو او سلمانیو له مسؤلینو غوښتل شوي چې د وزارت له لوري په ټاکل شوی قانون پلی کړي څو په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول شوې وي.

هېره دې نه وي چې ښاري اوسېدونکي له دې فرمانه خوښي ښیي او زیاتوي چې د نظامي مسؤلینو او محتسبینو په شتون کې موږ خپل ځانونه او اجناس خوندي بولو.


مولوي حامد؛ جدي چلند مو د مشرتابه او د وزارت د حکم پر اساس دی

چهار شنبه،عقرب۴، ۱۴۰۱

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو رئيس مولوي رازمحمدپه مشرۍ جوړ شوي څو کسیز هیئت دکابل هوایي میدان  دمحافظتي پوليسو کنډک  څخه د ليدنې پر مهال هغوي ته وویل؛ د مشرتابه په امر د منکراتو د مخنیوي  په برخه کې د توصیې لړۍ پای ته رسېدلې مسؤلین باید د منکراتو د مخنیوي په پار صادر کړی شوي فرامین پلي کړي چې د تخلف په صورت کې به متخلفین له دندو ګوښه کړای شي

یاد هیئت لومړي دکنډک له مسٶل حافظ محمدالله صيب سره په خپل کاري دفتر کې وليدل اودامر بالمعروف وزارت دنظامي برخې فرامين ، مواد او طرزالعمل یې  ورسره شریک کړل.

  وروسته یې د یوې لويې ناستې په مهال مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: جدي چلند مو د مشرتابه او د وزارت د حکم پر اساس دی نو د مشرتابه د حکم پر اساس مو غوښتنه همدا ده چې تخلف کوونکي له دندو ګوښه کړای شي څو مسؤلین په ریښتوني ډول د ولس خدمت وکړي او د منکراتو مخه ونیول شي.

ښاغلي حامد همدا راز د امیر عقیدتي مسؤلیت ته په اشارې سره وويل چې دی باید مجاهدینو ته د نظام په ارزښت او ساتنه درسونه ورکړي او له مجاهدینو یې وغوښتل چې ځانونه د نبوي ارشاداتو مطابق جوړ کړي او وېښتان د نبوي ارشاداتو مطابق جوړ کړي.


د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد دکابل پلچرخي ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه لیدنه وکړه

پنج شنبه،ربیع الاول۱۵، ۱۴۴۴

د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي راز محمد حامد او د وزارت د رهبري له لوري ټاکل شوي  پلاوي د کابل پلچرخي ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي: د نظام بقا او پایښت د امرانو په اطاعت کې دی چې باید د هغوی امر پر ځای شي او د منکراتو مخه ونیول شي.

 د یادې قول اردو د ګارنیزون په جماعت کې ښاغلي مولوي رازمحمد حامد مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: نظامونه د امرانو په اطاعت او د هغوی د امر په پر ځای کولو سره دوام مومي نو موږ د مشرتابه د حکم او د وزارت د پالیسۍ پر اساس په نظام دننه او ټولنه کې د منکراتو مخنیوی کوو تر څو مسؤلین ولس او نظام ته ریښتونی خدمت وکړي.

ښاغلي حامد همدارنګه د رهبري د حکم پر اساس له مسؤلینو وغوښتل چې کم عمره او کل ږیري کسان استخدام نه کړي او ځانونه د نبوي ارشاداتو مطابق جوړ کړي.

یاد هیئت په ورته وخت کې د  قول اردو له رئیس ارګان او امر عقیدتي سره په ځانګړې ناسته کې له هغوی وغوښتل چې مجاهدینو ته باید د نظام پر ارزښت او ساتنه،او د امرانو د اطاعت په مورد بېلابېل روزنیز سمیانارونه ورکړل شي تر څو هغوی خپل مسؤلیت درک او ورسپارل شوي مسؤلیت په سمه توګه سر ته ورسوي.