اسلامي فرهنگي مقالې او نبوي حدیثونه

د حجاب په اړه

بسم الله الرحمن الرحيم

جامو ته ودریده چې کومه جوړه خوښه کړي؛ د خاوند په ملتیا مدرسې ته ځي، هغه په یو کتابتون کې کار کوي...

هو، اسماء د مدرسې جامې راواخیستې د ائندارې مخې ته ولاړه ده او ځان سمبالوي...

محمد ور غږ کړ : اسماء! ژرکوه چې د درس دي ناوخته شو.

اسماء ځواب ورکړ : سمه ده محمدا! حجاب مې په تن کړ، فقط چې محکم یې کړم...

دواړه جوړه، تر پوري ښځینه‌و مدرسې پوري د درس لپاره لاړل ...

د درس موضوع عفت وه او دا چې د مؤمنانو میندې څنګه پاک‌لمنې، سپيڅلې او له هرراز چټلیو صفا وې.. د درس په جریان کې د ډیرو صحابیاتو د پاکۍ بیلګې هم وړاندي شوې... رښتیا چې د نن درس ډیر جالب و، زړونه ورته نڅیدل او عقل ترینه ګرد چاپیره ګرزیده چې دغسي د عفت په اسمان کې ځوړند پاک، صاف او سنګین ستوري ترلاسه کړي...

د درس له پوره کیدو سره اسماء بهر په موټر کې د محمد راتګ ته انتظار کوي، وخت د ماخستن لس‌ بجې کیدونکې وې... اسماء د ښار په رڼاګانو کې د هغو ښځو څېرې کتلې چې د موټر مخي ته یوه‌بله خوا تیریدلې، د هیڅ یوې په مخ کې یې خیر ونه لید؛ هره یوه یې په داسي حالت لیده چې مخ به یې په رنګارنګ پوډرو او سورخیو لړلی و، ویښتان به یې بربنډ و په کومه خوا به چې باد اړول هماغه طرف ته اوښتو. اسماء په همدغه حالت کې وه چې یو منظر یې ولید، داسي منظر چې باور یې نه کیده؛ هغه مروا وه، د اسماء د وخت ملګرې، هغه چې د لیسې پوره پړاو یې یوځای طی کړی و، مروا د یو ځوان سره ولاړه ده، (یو غوباړي سره) خبري ورسره کوي، کټ کټ سره خاندي، بيا په ملا باندي یوه بله خوا کږه شي... د اسماء حوصلې ځواب ورکړ؛ خپله د وخت ملګرې یې په دغسي ناورین نه وه پیرزو... غوښتل یې خبره ورسره وکړي مګر څنګه؟ له هغې سره خو هماغه ګډوډ انسان ولاړ دی!. څه وخت یې فکر وکړ بیا یې په زړه کې یوڅه ور وګرزید... اسماء موبایل را وکیښ او د خپلې ملګرې (مروا) د نمبرو پلټنه یې پیل کړه، اسماء ته وریاد شوې وه چې مروا ته خپل پلار د هغې د بریالیتوب سره د جائزې په توګه موبایل اخستی و او هغې اسماء ته هم خپله شماره ورکړې وه... اسماء انتظار وکړ، مروا خپل موبایل راویوست او ځواب یې ورکړ...

مروا وویل: هلو څوک یاست؟!

اسماء په داسي حالت کې چې له پېښي لیدلو سخته حیرانه وه وویل : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زه اسماء یم، ستا ملګرې، هغه ملګرې چې د لیسې تعلیمي پړاو مو یوځای و...

مروا، په داسي حالت کې چې په مخ یې حیرانتیا خوره وه، ځواب ورکړ: أسماء ... کومه أسماء ؟!

أسماء وویل: هغه ستا د درس ملګرې أسماء ... أسماء یو یادګاري منظر ورته یاد کړ...

مروا چیغه کړه: أسماء .. ښه راغلې.. هرکله راشې.. ترڅه پوري دریاده شوم...؟

أسماء وویل: همدا اوس.. مخکې وګوره ..

مروا یوې بلې خوا وکتل یواځي یو موټر یې ترسترګو شو، هلته یوه حجاب کړې میرمن پکې ناسته ده...

أسماء وویل: زه همدغه، په موټر کې یم... که زما خواته راشې ...

مروا چې أسماء په داسي حالت ولیده ټکان یې وخوړ! له ځان سره یې وویل ( په أسماء څه شوي، شاید کورنۍ مجبوره کړې وي چې دا توره خیمه پر سر خوره کړي) کله چې مروا د موټر خواته راغله، أسماء ورغاړيوته، روغبړ یې ورسره وکړ... او خبري یي سره پیل کړې؛ بیا مروا له أسماء سره ژمنه وکړه چې سبا به د أسماء په کور کې ملاقات او ګپ‌شپ لګوي، أسماء ادرس ورکړ... هو، مروا یو بل ټکان وخوړ، کله چې د أسماء په واده خبره شوه, سره له دې چې دوی دواړه همځولې وې، حال دا چې دې ته د دې د ښایست، عقل او فصاحت په اړه ډیرڅه ویل شوي و... خو بیا هم هغه بي واده پاتي وه.. دا هرڅه یې په ذهن کې راګرزیدل کله چې أسماء له خپل خاوند سره د کور په خوا روانه شوه او هغه په ځای پاتي شوه...

کورته په لاره أسماء بیا بیا د خپلې ملګرې څېره په ذهن کې راګرزوله، د هغې ناوړه حالت یې ترسترګو سترګو کیده.. مروا چې پوهنتون ته تلله په داغسي حالت کې نه وه.. مروه له لیسې نه پوهنتون ته د شریعت څانګې ته تللې وه؛ هغه وخت مروه هم تریوې اندازې شرعي حجاب په تن کاوه؛ مګر څه چې أسماء اوس ولیدل؛ بربنډ بدن او نیمه جامه .. زړه یې نه اخیسته چې دا دي مروا وي؛ مروا خپل مخ په محتلفو سرخیو او پوډرو لړلی و، ویښتان یې بربنډ و، چې د بدپیلو په سینګارځای کې یې خپل بدن او ویښتان سمبال کړي و.. اوس أسماء د خپلې ملګرې نیم‌لوڅې جامې، معطر بدن او رنګین منظر بیا بیا وریادوي... أسماء چې کورته ورسیده په فکرونو کې ډوبه ده چې سبا به یې څنګه او له کومه ځایه ورسره پیلوي؟!

سبا ورځ راغله، د سهار د لمانځه وخت شو، أسماء خپل خاوند (محمد) راویښ کړ ترڅو مسجد ته د لمانځه لپاره لاړ شي، هغه خپله ولاړه شوه چې د لمانځه لپاره تیاری وکړي..

له لمر ختو سره محمد له مسجده د کور په خوا روان شو ترڅو د خپلې وظیفې لپاره تیاری وکړي، أسماء په تیزۍ سره د خپل خاوند جامې سمې کړلې او بیا لاړه چې ناشته برابره کړي..

محمد خپلې وظیفې ته لاړ، أسماء د کور چارې سمبالوي چې میلمنه راځي، أسماء د انتظار په حالت کې ده چې ځوږ یې ترغوږ شو، موټر ودرید، د موسقې دلانګو محله ناارمه کړه، دروازه خلاصه شوه مروا د أسماء کورته را دننه شوه، أسماء چې دا وار څه ولیدل له پرون لیدلو زیاته حیرانه او فریشانه شوه...

أسماء مروا ته تود هرکلی وویل، ترلاس یې ونیوه او د کور په هره خوا، هره کوټه یې وګرزوله، دا د کيناستلو کوټه، دا پخلنځی، دا خاصه کوټه ... ترڅو چې هغې کوټې ته ورسیدل چې د ښځو لپاره ځانګړې شوې وه، دواړه ملګرې کیناستلې، هلته چې أسماء وار له مخه ناشته تیاره کړې ایښې وه، مجلس پیل شو...

أسماء په خندانه څېره پوښتنه وکړه: هغه ځوان چې ته یې زموږ ترکوره راوستلې ستا څه و؟ میړه دي و؟ او که دي ورور و؟
مروا په خپله څېره د حیرانتیا نښانې څرګندې کړې او ځواب یې ورکړ: نه مې میړه و او نه مې ورور.. هغه مې ملګری دی، موږ د درس ملګري وو .. اوس د دفتر ملګري هم یو، زمږ ډیره سپېڅلې ملګیري ده.

أسماء یې له ځوابه فریشانه شوه، لاس یې له مړۍ ونیو او پوښتنه یې وکړه: څه؟! سپيڅلې انډیوالي؟! ایا ته هم ..؟!

مروه په سړه سینه ځواب ورکړ: هو، نو په دې کې څه خطایي ده؟!

دا وخت أسماء پوه شوه چې د وخت له ملګرې سره باید له کومه ځایه خبره پیل کړي.. په ډیر جدیت یې خبره پیل کړه او ورته یې وویل: که دا کار خطا نه وای ما به هم کاوه، مګر زه پوهیږم چې له پردیو سره ګډه ګرزیدا څومره زیانمن کار دی!!

مروا په مسخرانه انداز سره وخندل او ویې ویل: لا هم په هماغه شاته پاته مفکوره باندي ولاړه یې؟!.. ما فکر کاوه چې ته به له مانه مخکي شوې یې، د نړۍ حقائق به دي درک کړي وي، ته چې لا هم هماغه زوړ فکر ګرزوې بیا نو هاغه زموږ د زده‌کړو ګټه څه شوه؟! د څه لپاره مو دومره زیار په تعلیم کې کاوه؟! افسوس ستا په حالت!

أسماء په جدي انداز ځواب ورکړ: والله چې وروسته پاکته‌والی د الله او د هغه د رسول په مخالفت کې دی.. انا لله وانا الیه راجعون

مروا سکته وکړه، لکه په مخ چې يې ټک وخوړ، هیڅ خبره یې ونه‌کړه.

أسماء په خورا زړه‌خوږۍ سره خبرو ته دوام ورکړ، زما ګرانې خورکۍ، زما د ژوند ملګرې والله داسي درباندي ویریږم لکه په خپل ځان، ستا خیر غوښتونکې یم، ای خورکۍ! په لوی خطر کې یې، د لوی حساب لویه ورځ مو په مخکي ده، ویریږم چې بیا به دي بیرته د راګرزیدو وخت تیر وي.. همدا اوس دي وخت دی چې په خپلو کړنو فکر وکړې!

د مروا ژبه له خبرو ودریدلې وه.. کله چې یې د خبرو سیک پیدا کړ د ویلو یې څه نه لرل یواځي دومره یې وویل: أسماء! ته له ما نه څه غواړې؟ څه وکړم؟

د هغې ملګرې چې په خپلو خبرو او خپل دریز باوري وه ورته وویل: څنګه دي خوښه شي چې په دې حساسه او خطرناکه موضوع باندي مناقشه وکړو؛ شاید وکولای شم له ځان سره دي له دې خطرناکې لاري راوګرزوم...؟

مروا بې له ځنډ او فکره ځواب ورکړ: مانع نه‌شته خو دومره باوري یم چې زه په خطا نه یم.

أسماء په خندنۍ څېره وویل: بیا راځه لومړی به د څاښت لمونځ وکړو وروسته به خبري پیل کړو..

دواړه همځولې ولاړې شوې لمونځ یې وکړ او بیا د هغه کتابتون خواته لاړې چې محمد په خپل کور کې جوړ کړی و...

دواړه هلته کیناستلې، د چای څښلو سره یې خبري هم پیل شوې..

مروا لومړۍ شبه رامخکي کړه؛ اسلام د مختلفو جنسونو ترمنځ ګډون نه دی منع کړی!!

مروا په داسي حال کې چې خپل ویښتان یې په لاسونو باندي یوې بلې خوا واړول وویل: اسلام د جنسینو ترمنځ اختلاط منع کړی نه دی! بلکي مخکیني مسلمانان ګډ سره اوسیدل، مسجد ته به نران او ښځینه دواړه تلل، په بازار، د علم مجلس، جهاد، مشوره او ټولو کارونو کې دواړو جنسونو اوږه په اوږه برخه اخیسته؛ ای أسماء! ته په کوم دلیل راځې او وایې چې د نرانو او ښځو ترمنځ اختلاط ناروا دی؟! ته خو نادیرې خبرې کوې!

أسماء په ډیر عزت او درنښت وویل: الله مؤمنانو ته هغه څه روا کړي دي چې دوی ته ګټه رسوي او ضرر نه لري.. د الله تعالی په شریعت کې دا ښکاره حقیقت دی چې اختلاط یې ناروا ګڼلی دی.. غوږ شه چې د الله د کتاب نه دلائل درته ووایم

لومړی د الله تعالی دا قول واوره :« وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا» [الأحزاب: 33]

الله تعالی د رسول الله مېرمني او ټولې مؤمناتي امر کړې دي چې په خپلو کورونو کې پاتي شي؛ په دې کې یې ساتنه او د فساد له وسائلو لیریتوب ده؛ له اړتیا پرته واته د شر دروازه پرانیزي، لکه د فاسقانو څېره خپلول، له پردیو سره ګډون کول او داسي نور .. بیا الله تعالی ټولو ته امر کړی چې نیک اعمال ترسره کړي هغه اعمال چې انسان له فحشاء او ناروا ساتي؛ هغه نو په لمانځه کړلو، زکات ورکولو، د الله او د هغه د رسول په اطعات ترسره کیږي؛ بیا الله تعالی ټولې مېرمنې د هغوی دنیوي او اخروي ګټو ته متوجه کوي او فرمایې چې همیشه د قران کریم تلاوت وکړي د رسول الله احادیث مطالعه کړي؛ په دې سره زړونه ځلیږي، له ګناهونو پاکیږي او د حق په لور روانیږي...

الله تعالی په کور کې د مېرمنو پاتیدل په «قرار» تعبیر کړي دي؛ ډیر لوړ مفهوم دی، په دې کې د ښځې د نفس سکون شته، د زړه آرام شته، له وسوسو امان شته؛ او له کوره په وتلو سره نفس سرګردانه کیږي، زړه تنګیږي او له داسي پېښو سره مخ کیږي چې انجام یې ډیر ناوړه او خطرناک وي.

دوهم د الله تعالی دا قول را اخلو :« يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا» [الأحزاب: 59]

په دې فرمان کې الله تعالی خپل استازی ته امر کوي چې خپلو مېرمنو، لورګانو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې، که د ضرورت په اساس له کوره وزي، نو خپل ټیکري دي په ځانونو خوروي، داسي چې ټول بدن یې ورباندي پټ شي؛ ترڅو د ناوړه خلکو له خوا ونه ځورولې شي.

چې الهي حکم دغسي ده نو څه فکر کوې ښځه ولي د سړیو منځ ته راوزي؟ د څه لپاره له سړیو سره د مساوات دعوه کوي؟ د کومې اړتیا له مخي د سړیو په منځ کې د وظیفې اجراء کولو غوښتنه لري؟ ولي د ښځیتوب له ډیرو هستیو لاس اخلي، د حیاء له نعمته ځان محروموي او بیا د سړیو چوکاټ ته ننوزي؟ ولي یوڅوک هڅه کوي چې د دوو داسي جنسونو ترمنځ مساوات قائم کړي چې د معنی او صورت له لحاظه مختلف دي؟! ایا د دوی هدف ډیر چټل نه دی؟!

دریم الله تعالی فرمایې :« قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ» [النور: 30]

الله تعالی خپل پیغمبر ته امر کوي چې مؤمنو سړیو او ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې نامحرمو ته له کتلو وساتي، خپلې شرمګاوي له زنا وساتي؛ بیا الله تعالی فرمایې چې دغه ساتنه د دوی د سپیڅلتوب لپاره ډیره ګټوره ده؛ ښکاره خبره ده چې له زنا څخه د شرمګا ساتنه هلته ممکنه ده چې د زنا له وسائلو ځان وساتل شي، او په دې کې هم شک نشته چې د پردیو ښځو او سړیو ګډون او د سترګو نه کنترول – چې د ګډون له لوازمو ځیني ده – د زنا ستر لاملونه دي؛ او دا دوه کارونه چې الله تعالی یې له هرمؤمن نه غوښتنه کوي د اختلاط په صورت کې امکان نه لري؛ کوم سړی چې له پردیو ښځو سره خاصه ملګیري لري یا ورسره په یو میز درسونه وایې او یا په یو دفتر کې کار کوي څنګه امکان لري چې سترګې دي کنترول کړي او په « يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ» دي عمل وکړي؟! او ښځه هم نه شي کولای چې په دغسي حالت کې په دې قراني امر عمل وکړي چې فرمایې «يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ» مختلط چاپیرال ته ننوتل د ښځي او سړي عفتونه له خطر سره مخ کوي او ساتنه یې ناممکنه ګرزي.

الله تعالی چې د علم او حکمت څښتن دی مؤمنانو ته امر کوي چې ښځې او نران سره ګډ نشي؛ ځکه په انسانانو کې نیک او بد شته، پاک او فاحش شته نو حجاب کول او له اختلاطه ځان ساتل په حقیقت کې له فتنې او د فتنې له ذرائعو ځیني ځان ساتل دي، په دې سره زړونه پاکیږي او انسانان له تهمتونو خوندي کیږي.

څلورم د الله تعالی دا قول را اخلو چې فرمایې: «وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ»الآیة [الأحزاب: 53]

د  الله تعالی دا فرمان په واضحه توګه فرمایې چې که مو له پردیو ښځو د هرڅه پوښتنه کول باید د پردې شاته وي، داسي پرده چې سړی له ښځې پټ کړي او ښځه له سړي پټه کړي؛ او دا چې ښځې لپاره د په جامه باندي له مخ او بدن پټولو وروسته ښه پرده د هغې کور ده، هغه کور چې ښځه له پردیو سړیو پټه کړي داسي چې بالکل یې نه بدن لیدل کیږي، نه یې جامه لیدلای شي، نه یې ظاهر او نه باطن لیدلای شي.

أسماء بیا وویل: او هرڅه چې د اختلاط په ممنوعیت باندي له نبوي احادیثو ځیني دلائل دي هغه په دې توګه دي:

  • عن أبي هريرة رضي الله عنه أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "خير صفوف الرجال أولها وشرها آخرها، وخير صفوف النساء آخرها وشرها أولها" رواه الإمام مسلم في صحيحه

ژباړه: د سړیو بهترین صف مخکینی صف دی او بدترین یې وروستنی صف دی؛ او د ښځو بهترین صف وروستنی صف دی او بدترین یې لومړنی صف دی.

لمونځ چې د الله سره ملاقات دی او په دې حالت کې مؤمن له بل هروخت نه الله ته ډیر نژدې او متوجه وي، شهوات یې ضعیف او خشوع یې فعاله وي، شیطاني وسوسې کنترول وي، د فتنې او تهمت خطرونه کم وي خو بیا هم رسول الله ارشاد فرمایې چې په دې حالت کې هم نر او ښځې باید سره نژدې نه وي؛ نو څه فکر کوې چې په ازادانه فضاء کې به د اختلاط په اړه څومره احتیاط وي؟! دا نبوي ارشاد واضح دلالت دی چې ښځې او نران باید په یو میز، یو دفتر او یو میدان ګډ کار ونکړي.

  • عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان"جامع الترمذي

ژباړه: ښځه عورت ده یعني هغه پټه هستي ده چې که ښکاره شي نو حیاء ترې کیږي؛ کله چې بهر ووزي نو شیطان ورته د سړیو سترګې ور اړوي او هغوی ته یې ترنظر ښایسته ورولي.

معنی دا چې ښځه چې څو پوري په کور کې وي شیطان ورته څومره طمع نه لري، کله چې بهر ووزي نو شیطان ورته هیله‌من شي او غواړي چې نران ورباندي دوکه کړي او دا په نرانو باندي دوکه کړي؛ د سړیو نظر دې ته جلب کړي او د دې نظر سړیو ته جلب کړي چې بالآخره د بدکاره سړیو ښکار شي، عفت او دیانت یې داغدار شي...

 

امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پرهیزګارانو صفت دی

عاکف مهاجر

قَالَ الله تَعَالَى: وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

 [آل عمران:104]،

ژباړه: او لازم ده چې په تاسو كې دې یوه داسې ډله وي چې د خیر طرف ته بلنه كوي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او همدغه خلق پوره كامیاب دي.

دا یواځې یو ایت نه دی بلکې په ګڼو ایاتونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یادونه شوې لکه په یو بل ایت کې چې رب کریم فرمایلي.

 وَقالَ تَعَالَى: كُنتُمۡ خَيۡرَ أُمَّةٍ أُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ تَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَتَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَتُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِۗ وَلَوۡ ءَامَنَ أَهۡلُ ٱلۡكِتَٰبِ لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۚ مِّنۡهُمُ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَأَكۡثَرُهُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ [آل عمران:110].

ژباړه: تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي.

په پورتني ایات مبارکه کې واضحه شوه چې د امت د غوره والي لامل همدا امر بالمعروف او نهی عن المنکر بلل شوی، ځکه په نورو امتونو کې دغه صفت نه و او د بني اسرائیلو د هلاکت سبب هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نشتوالی بلل شوی دی.

د دې تر څنګ بل ځای اللهﷻ څومره ښه ویلي دي.

وَقالَ تَعَالَى: خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ [الأعراف:199]،

ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو طريقه راخپله كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه

 په پورتني ایات کې بیا اللهﷻ امر کړی چې د نیکۍ حکم کوه او همدا امر بالمعروف دی.

دا یواځې یو ایت نه دی بلکې په ګڼو ایتونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یادونه شوې چې له دې څخه دا ښه معلوميږي چې څومره اړینه دی.

لکه په یو  بل ایت کې اللهﷻ فرمایي.

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ [التوبة:71]،

ژباړه:او مومن سړي او مومنې ښځې، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله پر دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى.

 

همدا راز په سورة مائدة کې اللهﷻ فرمایي چې بني اسرائیلو د منکراتو مخنیوی نه کولو ځکه عذاب پرې نازل شو.

وَقالَ تَعَالَى: لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرائيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ *

ژباړه: په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل.

كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ [المائدة:78،

دوى به له هغه ناروا كار نه یو بل نه منع كول چې دوى به هغه كاوه، خامخا بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه.

د دې ترڅنګ نور ګڼ ایتونه راغلي دي.

لکه په لاندې څو ایتونو کې چې ویل شوي.

وَقالَ تَعَالَى: وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ [الكهف:29]،

وَقالَ تعالى: فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ [الحجر:94]،

وقال تعالى: فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ [الأعراف:165].

همدا راز له ابن مسعودٍ رضی الله عنه څخه روایت دی.

هغه وایي

 يقول ﷺ: ما بعث الله من نبيٍّ في أمةٍ قبلي إلا كان له من أمته حواريون وأصحاب يأخذون بسنته، ويقتدون بأمره، ثم إنها تخلف من بعدهم خلوفٌ يقولون ما لا يفعلون، ويفعلون ما لا يُؤمَرون، فمَن جاهدهم بيده فهو مؤمن، ومَن جاهدهم بلسانه فهو مؤمن، ومَن جاهدهم بقلبه فهو مؤمن، وليس وراء ذلك من الإيمان حبَّة خردل.

ژباړه: اللهﷻ به یو نبي په مخکنیو امتونو کې نه رالیږه، مګر د هغه له امت څخه به د حواریونو په نوم مرسته کوونکي او ملګري و چې د هغه په سنتو به یې تګ کولو او په امورو کې به یې د خپل پیغمبر اقتداء کوله خو بیا به وروسته یو شمیر خلکو هغه څه نه کول چې دوی به ویل او په کومو امورو به یې چې امر کولو خپله به یې نه کول چا چې د دوی سره په لاس، ژبه او یا زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او له دې ما سواء چې څوک دي په زړه کې یې د یو ږیدن اندازه ایمان هم نه وي.