اسلامي فرهنگي مقالې او نبوي حدیثونه

 

mopvpe

زکات 

 


mopvpe

روژه

 


mopvpe

لمونځ


mopvpe

د حجاب او تبرج مناظره

لومړۍ برخه

جامو ته ودرېده چې کومه جوړه خوښه کړي؛ د خاوند په ملتیا مدرسې ته ځي، هغه په یو کتابتون کې کار کوي.

هو، اسماء د مدرسې جامې راواخیستې د هندارې مخې ته ولاړه ده او ځان سمبالوي.

محمد ورغږ کړ: اسماء! ژر کوه چې  درس ته تګ دې ناوخته شوه.

اسماء ځواب ورکړ: سمه ده محمده! حجاب مې پر تن کړ، فقط چې کلک یې کړم.

دواړه جوړه د ښځينه وو تر مدرسې پورې د درس لپاره لاړل.

د درس موضوع عفت وه او دا چې د مؤمنانو میندې څنګه پاک‌ لمنې، سپېڅلې او له هر راز چټلیو صفا وې؛ د درس په جریان کې د ډېرو صحابیاتو د پاک لمنۍ بېلګې هم وړاندې شوې. رښتيا چې د نن درس ډېر جالب و، زړونه ورته نڅېدل او عقل ترېنه ګرد چاپېره  ګرځېده چې دغسې د عفت په آسمان کې ځوړنده پاک، صفا او سنګین ستوري ترلاسه کړي.

د درس له پوره کېدو سره اسماء بهر په موټر کې د محمد راتګ ته انتظار کوي، وخت د ماسختن لس‌ بجې کېدونکې وې، اسماء د ښار په رڼاګانو کې د هغو ښځو څېرې کتلې چې د موټر مخې ته یوې او بلې خوا تېرېدلې، د هیڅ یوې په مخ کې یې خیر ونه لید؛ هره یوه یې په داسې حالت لیده چې مخ به یې په رنګارنګ پوډرو او سور خیو لړلی و، وېښتان به یې بربنډ و، په کومه خوا به چې باد اړول هماغه خوا به اوښتل. اسماء په همدې حالت کې وه چې یو منظر یې ولید، داسې منظر چې باور یې نه کېده؛ هغه مروا وه، د اسماء د ښوونځي د وخت ملګرې، هغه چې د لېسې پوره دوره یې ورسره یوځای تېره کړې وه. مروا د یو ځوان سره ولاړه ده، خبرې ورسره کوي، کټ کټ سره خاندي، بيا په ملا باندې یوه بله خوا کږه شي، د اسماء حوصله نوره تمامه شوه؛ خپله د وخت ملګرې یې په دغسې ناورین نه وه پېرزو، غوښتل یې چې خبرې ورسره وکړي، مګر څنګه؟ له مروا سره خو هماغه سپک انسان ولاړ دی! څه وخت یې فکر وکړ بیا یې په زړه کې یو څه ور وګرځید... اسماء موبایل را وباسه او د خپلې ملګرې (مروا) د شمېرې پلټنه یې پیل کړه، اسماء ته وریاده شوې وه چې مروا ته خپل پلار د هغې د بریالیتوب سره د جائزې په توګه موبایل اخیستی و او هغې اسماء ته خپله شمېره ورکړې وه، زنګ ورغی. اسماء انتظار وکړ، مروا خپل موبایل راووېست او ځواب یې ورکړ.

مروا وویل: سلام څوک یاست!؟

اسماء په داسې حالت کې چې د پېښې لیدلو سخته حیرانه کړې وه، وویل: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زه اسماء یم، ستا ملګرې، هغه ملګرې چې د لېسې تعلیمي دوره مو یو ځای وه.

مروا په داسې حالت کې چې پر مخ یې حیرانتیا خوره وه، ځواب ورکړ: اسماء... کومه اسماء!؟

اسماء وویل: هغه ستا د درس ملګرې... اسماء یو یادګاري منظر ور یاد کړ.

مروا چیغه کړه: ښااا اسماء! ښه راغلې، ستړې مه شې. څنګه لا در په یاده شوم!؟

اسماء وویل: همدا اوس مخکې وګوره!

مروا يو خوا او بلې خوا وکتل یواځې یو موټر یې ترسترګو شو، ګوري یوه حجاب کړې مېرمن پکې ناسته ده.

اسماء وویل: زه په همدغه موټر کې یم، که زما خواته راشې.

مروا چې اسماء په داسې حالت وليده ټکان یې وخوړ! له ځان سره یې وویل: (په اسماء څه شوي دي!؟ شاید کورنۍ مجبوره کړې وي، چې دا توره کڅوړه په سر کړې ده! ) کله چې مروا د موټر خواته راغله، اسماء ورغاړې وته، روغبړ یې ورسره وکړ او خبرې یې سره پیل کړې؛ بیا مروا له اسماء سره ژمنه وکړه چې سبا به د اسماء په کور کې ملاقات او مجلس کوي، اسماء آدرس ورکړ. هو، مروا یو بل ټکان وخوړ، کله چې د اسماء په واده خبره شوه، سره له دې چې دوی دواړه همزولې وې، حال دا چې دې ته د دې د ښایست، عقل او فصاحت په اړه ډیرڅه ویل شوي و... خو بیا هم هغه بې واده پاتې وه. دا هرڅه یې په ذهن کې راګرځېدل، کله چې اسماء له خپل خاوند سره د کور په خوا روانه شوه او هغه په ځای پاتې شوه.

کورته په لاره اسماء بیا بیا د خپلې ملګرې څېره په ذهن کې راګرځوله، د هغې ناوړه حالت یې ترسترګو سترګو کېده. مروا چې پوهنتون ته تلله په داغسې حالت کې نه وه، مروا له لېسې نه پوهنتون ته د شریعت څانګې ته تللې وه؛ هغه وخت هم مروه تر یوې اندازې شرعي حجاب په تن کاوه؛ مګر څه چې اسماء اوس ولیدل؛ (بربنډ بدن او نیمه جامه!!!) زړه یې نه منله چې دا دې مروا وي؛ مروا خپل مخ په مختلفو سرخیو او پوډرو لړلی و، وېښتان یې بربنډ و، چې د بد کارو په سینګارځای کې یې خپل بدن او وېښتان سمبال کړي وو، اوس اسماء د خپلې ملګرې نیم‌ لوڅې جامې، معطر بدن او رنګین منظر بیا بیا وریادوي. اسماء چې کورته ورسېده په فکرونو کې ډوبه شوه، چې سبا به له ملګرې سره څنګه او له کومه ځایه پیلوي!؟

***


mopvpe

بسم الله الرحمن الرحیم

دسحر حقیقت

مقدمه

الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید الانبیاء وخاتم المرسلین وعلی آله وصحبه ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین-

اما بعد! الله تعالی په خپلو بندګانو ډیر فضل کونکی او رحم کونکی ذات دی،په هر دور کې یی د دوی د لارښوونې او بریالیتوب لپاره خپل کتابونه او احکام د انبیاء کرامو علیهم السلام  په ذریعه رالیږلي دي چې د دغه انبیاو کرامو په لړۍ کې یې نړۍ ته خپل وروستنی رسول جناب محمد مصطفی ‌صلی الله علیه وسلم مبعوث کړ او یو داسې دین یی ورته ورکړ چې تر قیامته پورې د ټول عالم لپاره د لارښوونې او ژغورنې وسیله ده-              

 قرآن او هغه احادیث کریمه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذریعه مونږ ته رارسیدلي دي  د ژوند په ټولو اړخونو کې مونږ لپاره غوره لارښوونې لري-                                                    

 د توحید د عقیدې په هکله په قرآنکریم او  نبوي احادیثو کې شدید تأکید شوی دی او د هر ډول شرک څخه د ځان ساتلو کلک امر کوي ځکه د هر ګناه د بښنې ګنجایش (که الله تعالی وغواړي نو)شته مګر دا د الله تعالی مقرر شوی قانون دی چې شرک په هیڅ صورت کې نه بښي لکه څنګه چې فرمایي:                                                                                                     

           (ان الله لایغفر ان یشرک به ویغفر ما دون ذلک لمن یشاء(النساء)-

(بیشکه الله تعالی نه بښي دا خبره چې د هغه سره دې شرک وکړل شي او بښنه کوي له دې څخه پرته د نورو ګناهونو چې چاته وغواړي)                                                                           

 سحر هم د توحید الهي منافي او یو شیطاني علم دی چې په قرآن او حدیث کې له دې څخه سخته منع راغلې او ورته کفر ویل شوی دی الله تعالی فرمایي،                  

(وما کفر سلیمان ولکن الشیاطین کفروا یعلمون الناس السحر)(البقره۱۰۲)                      

(او کفر نه وو کړی سلیمان علیه السلام بلکه شیطانانو کفرکوه چې خلکو ته به یې جادو ښوده)                                                                                                       

که څه هم سحر یو باطل کار دی بیا هم الله تعالی د خپلو بندګانو د ازمایښت په موخه پکې اثر اچولی دی، داسې ډیر باطل او ناجائز کارونه وي چی خپله بد اثر لري،بعضی ګناهونو کې د ضرر اثر زیات وي او په بعضو کې کم-                                                                                             

څوک چې د سحر له اثر څخه انکار کوي نو دا ناپوهان په اصل کې د قرآن او سنت د ښکاره نصوصو څخه انکار کوي ،البته مونږ باید په دې عقیده اوسو چې جادو په خپله چاته زیان نشي رسولی ،مګر د الله تعالی په امر په هغه کې تاثیر راځي الله تعالی فرمایي:                           

(وماهم بضارین به من احد الاباذن الله)(البقره ۱۰۲)                                              

(او دوی زیان نشي رسولی  په دې ( جادو) سره هیچاته مګر په حکم د الله تعالی)

کله چې د موسی علیه السلام له جادوګرو سره مقابله راغله او جادو ګرو خپل فن ښکاره کړ قرآنکریم  ددې خبرې ګواهي کوي چې پر موسی علیه السلام دهغې اثر وشو او ویره پرې راغله، الله تعالی فرمايي،                                                                                   

(فاوجس فی نفسه خیفة موسی،قلنا لاتخف انک انت الاعلی)(سورت طه)                     

(نو محسوسه کړه موسی علیه السلام په خپل نفس کې ویره، مونږ ورته وویل مه ویریږه یقینا ته  پورته  (غالب) یې)                                                                                                 

موخه: سحر یو ډیر ناکاره او زیان رسوونکی عمل او د بندګانو لپاره یو ازمایښت دی، مګر دا د الله تعالی لوی فضل دی چې د هر مرض لپاره يې علاج رالیږلی دی، په ځانګړې توګه هغه امراض چې د دین په هکله واقع کیږي د هغوی علاجونه  په قرآن او نبوي سنت کې راغلي دي.      

زموږ د هیواد ډیری وګړي د اسلام د احکامو او د توحید د عقیدي څخه د ناخبرۍ په سبب د سحر په تړاو په وهمونو کې پراته وي، چا پرې سحر نه وي کړی خو شک کوي چې پرې سحر شوی دی او هغو کسانو ته ورځي چی د خلکو د ایمانونو او مالونو د تباه کولو لپاره ډول ډول درواغجن تبلیغات کوي او په اخبار کې اعلانونه ورکوی چی زه په اطمیناني ډول سره د جادو اثر له منځه وړم او کله ځان ته مشهور پیر یا خانداني پیر وایي حال دا چی د هغوی عقیده د شرک وي او اعمال يی د فسق، فجور، کفریاتو او لغویاتو ټولګه وي مګر د افسوس خبره داده چې ځیني ساده ګان مسلمانان د دغه ناکاره پیرانو ښکار ګرځي.

نو لازمه ده  چې د سحر د علاج لپاره شرعي لاره غوره کړای شي، ځکه چې د جادو ماتول په جادو سره نشره بلل کیږي کو م چې جناب نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترې سخته منع فرمایلی ده-                           

د سحر حقیقت

سحر د سین په کسری سره په لغت کې هر هغه اثر ته وايي چې د هغه سبب څرګند نه وي برابره خبره ده که د هغه سبب معنوي وي لکه د ځانګړو کلیمو اثر او یا دغیر محسوسو شیانو اثرچې مثال یې د پیریانو او شیطانانو اثر او یا په مسمریزم کې د شخص په قوت خیالیه باندې اثر دې او که د محسوساتو څخه وي لیکن هغه محسوسات پټ وي لکه د اوسپنې را ایستلو اثر په مقناطیس کې چی کوم وخت مقناطیس د سترګو څخه پټ وي یا د دعاګانو اثر کوم وخت چې دعاګانې پټې وي او یا د ستورو اثر.                            

نو له همدې کبله د جادو ډولونه ډیر دي لیکن په عامه توګه جادو هغه شیانو ته ویل کیږي چی په هغه کې د پیریانو او شیطانانو اعمال شتون ولري، د مسمریزم قوت خیالیه پکې موجود وي او یا هم ځیني ځانګړي کلیمې پکې موجود وي ځکه چی دا خبره د عقل او تجربې څخه ثابته ده، زړه او نوې فلسفه یې هم مني چی په حروفو او کلمو کې د ځانګړتیا په سبب څه اثرونه وي؛ د یوه ځانګړي حرف یا د یوې خاصې کلیمې په ځانګړي شمیر سره په لوستلو یا لیکلو کې د ځانګړي اثرونو مشاهده کیږي

 د قرآن او سنت په اصطلاح کی سحر هغه عجیبه شي ته ویل کیږي چی په هغه کې د شیطانانو په خوشحاله کولو سره د هغوی مرسته حاصل شوې وي؛ د شیطانانو د راضي کولو لپاره مختلفې طریقې دي کله داسی منتر وویل شي چې په هغه کې د شیطانانو صفت شوې وي او نور کفري الفاظ پکې استعمال شوي وي او کله داسې اعمال وکړل شي چی هغه شیطان خوښوي مثلا په ناحقه یو څوک وژل او بیا د هغه وینه د ناوړه موخو ته د رسیدلو لپاره استعمالول د جنابت او نجاست په حالت کې پاته کیدل د پاکي څخه ځان ساتل او نور.

  څرنګه چې د الله تعالی د ملائکو امداد په هغه اقوالو او افعالو حاصلیږي کوم چې ملائکې یې خوښوي لکه: تقوی، پاکي او د نجاست څخه ځان لرې ساتل د الله تعالی ذکر او د خیر کارونه، بالعکس  د شیطانانو امداد په داسې اقوالو او افعالو سره حاصلیږي چی هغه د شیطان خوښ وي نو په دې وجه په سحر کې هغه خلک کامیابه وي د الله تعالی د ذکر څخه لرې، نجس او د بدو کارونو عادي وي او پاتې نور شعبده بازي( نظر بندي)، کوډې، د لاس د صفایی کارونو او مسمریزم  ته مجازی سحر ویل کیږی (روح المعانی ج۱ ص ۳۳۸)-                    

د سحر ډولونه: په مفرداتو القران (ص۲۲۴) کې امام راغب لیکي چی د سحر مختلف ډولونه دي یو ډول یې محض نظر بندي او په خیال کې اچول دي چې د هغه واقعي څه حقیقت نشته لکه بعضې شعبده بازان  خپل د لاس په چالاکي او صفایي داسې کار کوي چی د عامو خلکو نظر د هغه د لیدلو څخه قاصر وی یا د مسمریزم او نور د قوت خیالیه په ذریعه د چا پر دماغ باندی داسې اثر وشي چې هغه به یوشی په سترګو ویني خو په اصل کې د هغه څه حقیقت  نه وي کله دا کار د شیطانانو د اثر څخه هم کیدی شي  چې د یوه سړي پرسترګو او دماغ باندې داسې اثر وشي چی هغه یو شی په خپلو سترګو ویني خو په اصل کې هغه څه حقیقت نه وي، په قرآن مجید کې د فرعون  د ساحرانو د کوم سحر ذکر چې شوی دی هغه د سحر لومړنی ډول دې څرنګه چې ارشاد دی: سحروا اعین الناس(الاعراف۱۱۶)(دوی د خلکو په سترګو جادو وکړ )او: یخیل الیه من سحرهم انها تسعی (طه.۶۶) (د دوی د سحر څخه د موسی علیه السلام په خیال کې دا راغله چې د رسیو دا ماران ځغلي)              

د یخیل د لفظ څخه دا معلومه شوه چې کوم رسۍ او لکړې چې دوی غورځولې وې هغه نه په حقیقت کی ماران جوړ شوي وو او نه یې هم څه حرکت کوه لیکن د حضرت موسی علیه السلام په خیال کې دا اثر جوړ شوی وو چی دا ورته زغلیدونکي ماران ښکاره شو-                                                           

بل ډول هغه په خیال کې راوستل او نظر بندي ده چی په بعضو وختونو کې د شیطانانو د اثر څخه پیدا کیږي او دقرآن کریم ددې ارشاد څخه معلومیږي:هل انبئکم علی من تنزل الشیاطین ،تنزل علی کل افاک اثیم (الشعرآء۲۲۲)(زه تاسو ته ښایم چې پرکومو خلکو شیطانان نازلیږي پر هر بهتان لګوونکي او ګنهګار نازلیږي)او په بل ځای کې ارشاد دی:ولکن الشیاطین کفروا یعلمون الناس السحر(شیطانانو کفر وکړ او خلکو ته یې جادو وښود)-                                                                      

دریم ډول یې دا دی چی د سحر په ذریعه د یوشي حقیقت بدل شي لکه دیوه انسان یا حیوان څخه کاڼی یا یو حیوان جوړ کړي امام راغب او ابوبکر جصاص د داسې ډول سحر څخه منکر دي او دا د معتزله وو  قول هم دی لیکن د جمهورو علماوو تحقیق دادی چی دشیانو(اعیانو) بدلیدل دیوې نوعې څخه بلې نوعې ته لکه د انسان بدلیدل په بیزو باندې چې دا نه عقلاً محال دي او نه هم شرعاً-                                                                               

لنډیز: دا چې  د سحر د درې واړو ډولونو واقع کیدل ممکن دي-                            

د سحر شرعي احکام

څرنګه چې مخکې ذکر شو چې د قرآن او حدیث په اصطلاح  کې سحر یواځې هغه عمل ته ویل کیږي چی په هغه کې د فسق، فجور او کفر په وجه شیطان خوشحاله شوی وي او د هغه څخه مرسته اخیستل شوی وي او د هغه په امداد سره څه عجیبه پیښې څرګند شوي وي د بابل د سحر کوم چی په قرآن کی  یی ذکر شوی دی امام جصاص وایي چې  داسې سحر ته قرآن کفر وایي، ابو منصور فرمایي چې په مطلق ډول سره  د سحر ټول ډولونه کفر نه دي بلکه هغه سحر کفر دی چې په هغه کې د ایمان مخالف اقوال او اعمال وي په روح المعاني کې راغلي دي چې دا څرګنده خبره ده چې په قرآن او حدیث کې په وار وار راغلي دي چې د شیطان دې مخالفت وشي او پر هغه دې لعنت وویل شي ددې برعکس له هغه سره دوستي کول او د هغه د راضي کولو سوچ کول په خپله ګناه ده بیا هغه هلته راضي کیږي چی انسان په شرک او کفر کې مبتلا شی یا لږ تر لږه په فسق او فجور باندې اخته شي او د الله تعالی د رضا او د ملائکو د خوښې خلاف ګنده او پلیت شي دایوه ګناه شوه او که چیری د جادو په وجه چاته په ناحقه نقصان ورسیږی نو دا بله ګناه شوه-                                                                                                              

مطلب دا دی چې په قرآن او سنت کې چې کوم شي ته سحر ویل شوی دی هغه د کفر اعتقادي یا لږ تر لږه د کفر عملي څخه خالي نه دی که چیرې د شیطان د راضي کولو لپاره څه د شرک او کفر اقوال یا اعمال وشی نو دا کفر حقیقي اعتقادي کیږي او که چیری د شرک او کفر د اقوالو یا اعمالو څخه محفوظ شي لیکن نور ګناهونه پکې وشي نو دا د عملی کفر څخه نه خالي کیږی د قرآن کریم په دغه یادو شوو آیاتونو کې چې سحر ته کفر ویل شوي دي نو دا په دې وجه چې دا سحر داعتقادي کفر او یا دعملي کفر څخه خالي نه وو-                                                                                               

لنډیز :دا چې په کوم سحر کې څه داسې عمل شوی وي لکه د شیطانانو څخه مرسته غوښتل ، ستوري مستقل اثر کوونکي ګڼل، سحر معجزه ګڼل بیا د نبوت دعوه کول نو داسې سحر په اجماع سره کفر دی او چې په کوم سحر کې داسې کارونه کول نه وي مګر ګناه کول پکې وي نو داسې سحر کبیره ګناه ده-                                                                                                                 

په اسلامی شریعت کی د ساحر حکم

(۱)امام مالک رحمه الله فرمائی:                                                                            

هغه جادوګر چې په خپله د جادو عمل کوي  ددې مثال د هغه شخص دی چه دهغه په باره کی الله تعالی فرمائي: (ولقد علموا لمن اشتراه ماله فی الاخرة من خلاق) (سورة البقره:۱۰۲)             

ترجمه:او په تحقیق سره پوهیدل دوی چې خامخا هغه څوک چې اخلي جادو نو نشته دده لپاره په آخرت کی هیڅ برخه.                                                                                                 

او بیا فرمایي:زما دا رأیه  ده چې کله جادوګرد جادو عمل وکړي نو دی دې قتل کړی شي.

                (الموطا‌:۶۲۸،کتاب العقول:۴۳، باب ماجاء فی الغیل والسحر:۱۹)

(۲)ابن قدامه رحمه الله فرمايی:

د جادوګر حد قتل دی،او دا شان روایت د جناب عمر،عثمان بن عفان،عبدالله بن عمر،حفصه ،جندب بن عبدالله،جندب بن کعب،قیس بن سعد،رضی الله عنهم،او دعمربن عبدالعزیزرحمه الله نه هم نقل دی او همدا قول دامام ابوحنیفه امام مالک،رحمهم الله  هم دی.                                                        

(۳)امام قرطبی رحمه الله فرمایي:

د مسلمان او ذمي ساحر په حکم کې د فقهاؤو اختلاف دې ،امام مالک رحمه الله فرمایي: که یو مسلمان په کفري الفاظو سره جادو وکړي نو دا به قتل کیږي او له ده څخه به د توبې د ایستلو غوښتنه نه کیږي او نه به دده توبه قبلولی شي ځکه چې دی دا خپل کار د زندیق اوزاني پشان پټول غواړي،او له دې وجې نه هم چې الله تعالی سحر(جادو)په کفر سره مسمی کړی دی الله تعالی فرمایي:

         (ومایعلمان من احد حتی یقولا انما نحن فتنة فلا تکفر)

دا قول د امام احمد بن حنبل،ابوثور،اسحق،امام شافعي او امام ابوحنیفه رحمهم الله هم دی.

                                                                          (تفسیر قرطبي:۲/۴۸)

(دامام شافعی رحمه الله دا قول امام قرطبي داسې نقل کړ،خو مشهوره داده چې امام شافعی رحمه الله فرمايي:ساحر به صرف د سحر په سبب نه قتل کیږي بلکې که ده په سحر سره څوک قتل کړی وي نو قصاصاً به دی هم قتل کیږي ،( ابن المنذر وغیره نقل کړی)                                          

(۴)ابن المنذر رحمه الله فرمايی:                                                                                

کله چی یو سړی اقرار وکړي چې ده سحر په داسې الفاظو سره کړی دی چی هغه کې کفر وي نو که توبه ونه باسی یا که چیرې ګواهان ور باندې داسې ګواهي وکړي چې ده په داسې الفاظو سره سحر کړی دی چې هغه کې کفرې الفاظ وو هغه به قتل کیږي ، مګر که  سحر یې په داسې الفاظو سره کړی وي چې په هغه کې کفر نه وي نو بیا قتل جائز نه دی. او که چیرې مسحور(جادو پری شوی) شخص په بدن کې یې کوم نقصان پیدا کړي وي که قصداً یې دا کار کړی وي نو قصاص به ترې اخیستل کیږي، او که نقصان دومره وو چی قصاص په کې نه راتلو نو دیت په ترې اخیستل کیږي-                                                                                                               

(۵)حافظ ابن کثیر رحمه الله فرمايي:

څوک چې ساحر کافر ګڼي هغه په دلیل کې دا قول دالله تعالی پیش کوي:  (ولو انهم آمنوا واتقوا) چې داسې د امام احمد رح په  یو قول راغلي او د سلفو له یوې ډلې څخه هم نقل شوي دي، او چا وئیلي دي چې کافر نه دی بلکه حدود دادي چې سر ترې غوڅ کړی شي لکه څنګه چې دامام احمد او امام شافعي رحمه الله نه نقل دي ، دوی فرمايي چې مونږ ته سفیان بن عیینه رحمه الله خبر راکړی دی د عمرو بن دینار نه چې ده د بجاله بن عبده نه اوریدلي دي چی هغه فرمائي : عمربن خطاب رضي الله عنه لیکلي وو چې ساحر سړی او ساحره ښځه قتل کړئ.دی وايي چې دا روایت امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب کې نقل کړی دی (په حواله دتفسیر قرطبی:۲/۴۸)                                              

دی فرمايي: چی د ام المومنین حفصه رضی الله عنها څخه ثابت دی چی په دې باندې ددې یوې وینځې جادو کړی وو نو دې د هغې په قتل کولو باندې حکم وکړ بیا هغه قتل شوه .                      

امام احمد رحمه الله فرمایي:د دریو اصحابه کرامو څخه د ساحر د قتل کولو قول ثابت دی.

                                                                                    (تفسیر ابن کثیر۱/۱۴۴)

(۶)حافظ ابن حجر رحمه الله فرمايي:                                                                              

دامام مالک رحمه الله په نزد د ساحر حکم د زندیق د حکم په شان دی،دده توبه به نه قبلیږي که چیرې دده سحر کول ثابت شي نو د حد په طور به قتلیږي،او دا مذهب دامام احمد رحمه الله هم دې او امام شافعي رحمه الله فرمايي چی ساحر به نه قتلیږي مګر په هغه صورت کې چې اقرار وکړي چه ده په سحر سره څوک قتل کړی دی نو بیا به دی هم قتلیږي.(فتح الباری۱۰/۲۳۶).                           

لنډیز:

د یاد بحث څخه دا خبره څرګنده شوه چی جمهورعلماء د ساحر په قتل کولو باندې قائل دي پرته دامام شافعی رحمه الله نه هغه فرمايي:چی ساحر به نه قتلیږي مګر په هغه صورت کې چې ده په خپل جادو سره څوک قتل کړی وی نو د قصاص په طور به دی هم قتل کیږي-           

د اهل کتابو د ساحر حکم

ابن قدامه رحمه الله فرمايي:امام ابوحنیفه رحمه الله فرمایلي دي چی ساحر به قتلیږي ځکه چې په دې سلسله کې چې کوم احادیث راغلي دي هغه ټولو ساحرانو ته شامل دي چې په هغه کې د اهل کتابو ساحران هم راځي ، او بل دا چې سحر یو داسې جرم دی چی د هغه په سبب د مسلمانانو قتل لازمیږي نو د ذمي قتل هم لازموي.(المغني۱۰/۱۱۵)                                                                           

حافظ ابن حجر رحمه الله فرمايي :امام شافعي او امام مالک رحمه الله فرمایلي دي چی د اهل کتابو ساحر به نه قتلیږي مګر په هغه صورت کې  قتلیږي چې ده په خپل سحر سره څوک قتل کړی وي (فتح الباري۱۰/۱۳۶)                                                                                                  

ابن قدامه رحمه الله فرمايي:

د اهل کتابو ساحر به د سحر له وجې نه قتلیږی بلکه په هغه صورت کې چې دده په سحر سره څوک قتل شوی وي نو دی به هم د قصاص په طور قتلیږي.                     

ځکه چې لبید بن اعصم په نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې سحر کړی وو او نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه نه دې قتل کړی نو ساحر د اهل کتابو واجب القتل نه دی .بل دا چې که څه هم  شرک له جادو څخه لویه ګناه ده بیا هم اهل کتاب د شرک له وجې نه قتل کیږي نو د جادو په جرم به هم د اهل کتابو ساحر واجب القتل نه وي-(المغنی۱۰/۱۱۵)                                                    

مختلف مسائل

مسئله: کله چی دا معلومه شوه چې سحر د اعتقادي کفر یا د عملي کفر څخه خالي نه وي نو د سحر زده کول، بل چاته ښودل او یا هم پرې عمل کول ټول حرام دي البته که چیرې ددې غرض لپاره وښوول شي چی د مسلمانانو څخه په دې سره ضرر دفع شي نو بعضې فقهاوو ددې اجازت ورکړی دی (شامي ج۴ص۲۴۰ عالمګیري)-                                                                                               

مسئله: تعویذونه او څاښتونه چې پیران یې کوي که چیری په دوی کې د پیریانو یا شیطانانو څخه مدد غوښتل شوی وي نو دا هم د سحر په حکم کې دی او حرام دی او که چیری الفاظ یې شکمن او معنی یې  معلومه نه وي او پکې د شیطانانو او بتانو څخه د مرستې غوښتلو احتمال  وي نو دا هم حرام دی                  

مسئله: د بابل د سحر څخه علاوه د سحر نور ډولونه که چیرې په دې کې د کفري او شرکي اعمالو ترسره شي نو دا هم حرام دي -                                                                                             

مسئله: او که چیرې د کفر او شرک څخه خالي وي او پکې د نورو مباحو او جائزو شیانو څخه کار واخیستل شي نو دا یواځې په دې شرط روا دی چې په دې سره نا جائز مقصد او غرض حاصل نشي-                  

مسئله: ناروا موخې ته د رسیدلو لپاره د قرآنکریم او یا هم د احادیثو د الفاظو څخه استفاده کول حرام دي لکه: بل شخص ته د زیان رسولو په موخه د تعویز جوړول او یاهم وظیفه کول که چیرې پکې د الله ج نومونه، قرآني آیتونه ذکر شوي وي مطلق حرام دي.

والله اعلم بالصواب

شکایاتو ته درسیدګي بورډ

مفتی عبدالرحمن قریشی


mopvpe

حجاب مې په زړه کې دی؛ د سکولرانو ناسم استدلال

 لیکوال:  دکتور سامي عامري

ژباړن: محمد نعیم پرهېز

سکولران او د نصرانیت داعیان ، تل دا جمله تکراروي، چې رښتینی حجاب د زړه دی، یوازې د رخت ټوټه نه ده چې پر سر شي.

جواب: دا خبره د ټولو پر خوله ده، هېڅوک پیدا نه شو چې ووايي، دا خبره بې ځایه او باطله ده، د دې پوښتنې ځواب په لاندې څو حالتونو کې کېږي:

لومړی: اسلام ښځې ته هغه مقام ورکوي، چې په دې وپوهېږي نه یوازې د خوند اخیستلو وسیله نه ده، بلکې د احترم وړ ارزښت لرونکی انسان ده. مسلمانه او عاقله ښځه په ښه پوهېږي، هغوی چې په ډېر ټينکار سره د ازادۍ  په شعار  بې حجابۍ ته دعوت کوي، غواړي چې د دوی سترګو ته خاورې وروشیندي او ګناه ترې ورکه کړي، د پر اساس د حجاب پرده ترې لرې کړي او په دې سره د خپل درون شهوت خالي کړي، خو دوی خپل دا فساد د دعوت، نصیحت او له ظلم څخه د ښځو د خلاصون په لباس کې پټوي! څوک چې ښخې بې حجابۍ ته دعوت کوي، هغوی ورته یوازې د انډيوالې او معشوقي په سترګو ګوري، خو هغوی چې يې حجاب کولو ته رابولي، ښځې د خپلې خور او لور په شان ګڼي، نه غواړي چې هوس‌پرست خلک يې د ځوانۍ او ښایست پرمهال لکه د ناوې په څېر له ځان سره ولوبوي، خو د وخت په تېرېدو سره يې چېرته خوشي کړي او همداسې يې پرېږدي.

دوهم: حجاب یوازې ((هغه ټوټه/پړونی چې ښځې يې پر سر اچوي)) نه دی، بلکې د خبرو او کردار طریقه، د عقیدې او احساساتو رفتار دی او هغه څوک چې ججاب یوازې((پړونی)) بولي، دا ډېر ناسم تصور دی او له الهي شریعت او د هغه له ابعادو او اهدافو څخه تېښته ده.

درېيم: د دوی له دې خبرې دا جوتېږي، هغه محجوب خلک چې د عفت استازي او بیانونکي دي، په زړه کې په دې پوهېږي او په دې عقیده دي، چې دا ناسمه ده چې د ظاهر او باطن پاکي دي دواړه یو وي، خو موږ په دې باور يو چې ظاهري پاکې حتماً له باطني سره یو ملګرې ده؛ نو بیا ویلی شو چې ظاهري او باطني پاکي یو له بل سره تړلي دي، موږ نشو کولی دا دواړه له یو بل څخه بېل کړو. هغه ښځه چې سر پټوي او درون کې ناپاکه وي، د اسلام له نظره هغه مناقفه ده، چې ځان ته تر نورو وړاندې دوکه ورکوي! پاکي یوازې د زړه نه ده، بلکې په زړه او بدن دواړو کې باید پیدا شي او دا ناشونې ده چې یو څوک دې ظاهراً فساد او زړه کې پاک وي! ایا منتقدین دا مني چې ووایو پلانی ډېر د پاک زړه څښتن دی، خو غل دی، تېری کوونکی دی، دروغ وايي، یا خلکو ته دوکه ورکوي؟!که ووایاست چې داسې خلک پاک زړه نه لري، موږ هم وایو دا ناشونې ده، چې داسې خلک دې پاک زړه ولري، خو هغه څه چې اله جل جلاله يې د پټېدو حکم کړی دی، تاسو يې ښکاره کړئ او پټ يې نکړئ. دا پاکي او عفت د هغې ونې په څېر ده، چې ريښې يې په زړه کې او میوه يې د بدن په څانګو او بدن کې وي.

څلورم: د نصرانیت داعيان به د ځان لپاره د حل دا درې لارې لري:

• ناشونې ده چې د ظاهر او باطن پاکي سره یوځای شي.

• د ظاهر پاکوالی د باطن د پاکوالي شرط نه دی.

• د باطن پاکوالی د ظاهر د پاکوالي شرط نه دی.

نصرانيان لومړۍ حل لاره ردوي، ان ډېر بې لارې خلک هم ښايی دا ډول حل لاره ونه مني، ځکه موخه يې دا ده چې خلک باید د رزالتونو او اخلاقي فحشا مرتکب شي، ترڅو زړه یې پاک شي! دویم انتخاب هم هېڅکله سم نه شي کېدای، ځکه انسان په دوو برخو وېشي، چې دا کار یو د پاکۍ په نړۍ کې مړوي او بل په بې لارۍ کې ډوبوي. نو ډېره ساده او اسانه ده ، چې د انسان نفس د هغه له بدن څخه بېل او خپلواک ومنو، چې له یو بل سره اړیکه نلري او له یو بل بېخي ډېر لرې دي، بلکې د انسان بېلابېل اړخونه پر یو بل اغېز کوي او د یو بل اغېز مني. نو بیا درېيم انتخاب پاتې کېږي، چې هماغه د مسلمانانو نظر دی، په دې کې ظاهر او باطن سره تړلي دي چې د عقل له نظره او په واقعیت کې ناشونې ده چې انسان له زړه سره په یو نړۍ کې او له بدن سره په بله نړۍ کې ژوند وکړي؛ بلکې دا هم ناشونې ده چې زړه دې د نور ټوټه وي او بدن دې تر غاړې په فسا کې خښ وي. اوس چې په دې پوهېږو چې داسې څه ناشوني دي، نو بیا باید ووایو هغه څه چې ښکاره‌کول يې حرام دي، باید ځان ترې وساتو، لکه د داسې تنګو جامو اغوستل چې بدن ترې څرګندېږي، د دې ترڅنګ باید زړه د ګناه او فتنې له عواملو پاک کړو؛ الله تعالی تل زموږ ظاهر او باطن څخه خبر دی، هر څه چې ترې پټ کړو، هغه پرې پوهېږي او په وحي کې یې دا خبره کړې ده چې د نېکۍ بدله او د فساد جزا به راکوي.

پنځم: ولې هغه با حجابه ښځه چې په يوازېیتوب کې ګناه کوي، د حجاب پر وړاندې دلیل راوړل کېږي؟! تر هغه چې حجاب له هغه بد کار سره نه وي یوځای شوی چې په سترګو يې وینو، د عفت ښکاره دلیل دی، خو د باطن او زړه په حیقت یوازې له الله جل جلاله پرته بل څوک نه پوهېږي.

نو لکه څنګه چې لمونځ کوونکی ګهنګار د لمانځه پر وړاندې دلیل کیدلی نه شي، باحجابه ښځه هم چې د فساد مرتکبه کېږي همداسې ده او نشو کولی چې د هغې د بدعملۍ په خاطر د حجاب د محکومولو لپاره استدلال وکړو.۱*

شپږم: د حجاب لومړۍ موخه دا ده، چې نارینه د ښځې په واسطه په فتنو کې راښکېل نه شي. نو بیا دا خبره کول چې «حجاب مې په زړه کې دی» بې ځایه او بې مانا کېږي؛ ځکه حجاب بې موخې شعار نه دی، بلکې دا يې دنده ده، چې د ښځو ښایستونه پټ کړي، ترڅو د نارینه په زړه کې شیطاني غوښتنې پیدا نه شي زنا او بې لارۍ ته يې ونه هڅوي او هغوی چې وايي د «د زړه حجاب» په دې سره نه شي کولی، چې ځان خلاص کړي.

اووم: اورو چې یوه ډله وايي: ځينې ښځې حجاب نکوي او په دې سره هېڅ نارینه نه شي کولی ، چې هغې ته ورنږدې شي، دا ډول خبرې ډېرې حیرانونکي دي، ځکه کومې ښځې چې بې حجابه دي، هغه ځایونه چې د نارینه‌وو سترګې يې څاري دوی نارینه‌وو ته ډالۍ کړي، خو د زنا مساله یوازې ښکاره کول او استعمالول دي؟! پیغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته خبره کړې چې د سترګو زنا هم شته؛ په یو حدیث شریف کې يې فرمايلي: «العینان تزنیان وزناهما النظر»*۲ یعنې «سترګې هم زنا کوي او د سترګو زنا نورو ته کتل دي»

د بې حجابۍ په دې حالت کې څنګه کولی شو نارینه له هغه څه راوګرځوو چې دی يې غواړي؟ لکه چې تنګې او لنډې جامې د زنا وسیلې نه دي؟ ولې وسایل له علت او پایلې له پیل څخه بېل نه کړو؟

ایا عملي تېری په غیر ارادي ډول کېږي او تحریک کوونکی نلري؟*۳ هغه هیوادونه چې په سړکونو او رسنیو کې هر ډول جامې اغوندي، هغه هیوادونه دي، چې د قانوني قانون جوړونکو په شتون کې د انساني شرافت د خوندینوب او تمې خلاف لوړه بیه تېری پرې کوي. خو په مدینه منوره کې د اسلامي حکومت له پیدا کېدو د خلافت تر سقوط پورې جنسي تېري ډېر کم و.

او امام رباني وايي: ابن قیوم فرمایلي دي: «الله تعالی خپل پیغمبر ته امر کړی دی، چې مؤمنانو ته ووايي، چې د سترګو نظر کښته واچوي او پاک لمني غوره کړي او الله جل جلاله يې د دې اعمالو شاهد دی او هغه يې ښه ويني) {يعلم خائنة الأعين وما تخفي الصدور} [غافر: 19] نو دا چې د دې هرڅه سرچینه  سترګې دي، د سترګو د نظر ساتلو امر تر پاک لمنۍ مخکې راغلی دی... لومړی نظرة (کتل) دي، وروسته خطرة (هغه څه چې په زړه کې پیدا کېږي) ورپسې خطوة (قدم اېښودل په دې لار کې) او په اخر کې خطیئة (ګناه) ته ورسېږې. د همدې لپاره يې ویلي دي چې څوک دا څلور څيزونه وساتي، دین یې ساتلی دی: لحظات (د سترګو له کونجونو کتل)، خطرات (هغه څه چې په زړه کې واقع شي) لفظات( خبرې) او خطوات (د ګناه په لار کې پل اېښودل).*۴

واقعاً نه شو کولی په مغرورانه ډول د «متمدن سړي»*۵ خبره وکړو، چې هرڅه وغواړي ويني يې خو شهوت يې نه راپوته کېږي، ځکه داسې انګېرنې د نارینه ځانګړتیاوې تر پښو لاندې کوي.

له دې خبرو مې موخه دا نه ده چې نارینه د جبر په بند کې وي په ناچارۍ سره زنا او تېري ته مخه کوي، بلکې موخه يې دا ده چې شهوت پر هغه لوی اغېز کوي، نو یا به يې ځان ته روا بولي یا دا چې د شهوت دا عوامل د تقوا په واسطه راکنټرول کړي۶ چې دا ډول کار د ټولو نارینه‌وو لپاره ناشونی دی، ځکه چې د حلالو دروازې د ډېرو پر مخ تړلې دي او د تقوا رسۍ يې له لاسته وتلې ده.۷

دلته باید پر دې ټکي ټینګار وکړو د نارینه‌وو کتل ښخو ته پر هغو ښځو ډېر لوړ اغېز لري ډېرې د نارینه‌وو د جلبولو په لټه کې دي.*۸

* ۱ په دې سربېره دا هم وایو: که کولی شې چې د هغې باحجابې ښځې په لیدو سره چې د فساد مرتکبه شوې په حجاب حمله وکړې، لومړی کولی شې بې حجابي بده وګڼې او پر بې حجابو حمله وکړې؛ ځکه هغه ښځې چې د فحشاء او ځان پلورنې په لټه کې دي، پر ځای د دې چې د حجاب غوښتونکي شي، په بې حجابۍ او د هغه شان جامو له لارې د خپلو جامو د اعلاناتو لپاره استقاده کوي. نو هغه شمېر فاسدې ښخې چې بې حجابه دي، د نه منونکې پرتلې پر اساس له محجوبو ښځو يې شمېر زیات دی، که مخالفین په داسې مغالطې کې راګیر وي، خپله بې حجابي به تر حجاب وړاندې رسوا او بده وګڼي. داسې کوم نقاش مو لیدلی دی، چې په ګالري او نورو ځایونو کې د خپلو اثارو د پلورلو پر مهال، پر خپلو اثارو کوم څه برسېره کېږدي او د هغوی ښایستونه پټ کړي؟ سیامک ستوده د خپل کتاب زن و سکس په ۴۳ مخ کې لیکي: «سکس هم باید د نورو شیانو په څېر، تر پلورلو وړاندې د پيرېدونکي د جلبولو لپاره باید په جلبونکي او تحریکونکي بڼه بسته بندي شي او دا هغه کار دی چې ښځې يې په هُنر ښه پوهېږي او په ورځني ډول پرې بوختې دي» دا خبره د اتلسمې پېړۍ متدین، متقي یا راهب نه ده کړې، بلکې د ین یو منتقد او د فیمنیزم یو داعي کړې.

* ۲ بخاري او مسلم

* ۳ پخوا چې کومه فحشا کېده، دودیزه فحشا وه، ان هغه نارینه چې په خپل قوم کې شریف پېژندل کېده، په پټه يې دا کار کاوه او بیه یې پرېکوله. خو اوسنۍ فحشا په صنعت بدله شوې، چې رسنۍ يې د نشر لپاره نيسي او په دې ډول بېلاریتوب خپروي او حیرانونکې دا چې د غرب ډېری وګړي دا ډول محتوا هېڅ بده نه ګڼي او ان د « لویانو محتوا» نوم يې پرې اېښی دی، دې کار ته لاسرسي کې یوازې ماشومان ستونزه لري! په دا ډول غیر اخلاقي محتواګانو کې جنسي تاوتریخوالی ته ښکاره هڅونه کېږي ان د دا ډول پلټنې آمار د پلټنې په ماشینونو کې هم ډېر لوړ شوي دي، ځکه څارونکي يې په معمولي جنسي اړیکه نه قانع کېږي. همدارنګه د دې کار پایلو د لابیاپلاستي (د واژن د خولې بدلون) د جنسیت بدلون، جنسي روږدتیا او بې لاريتوب پیدا کړي دي او خپلسرې فردي ازادي ته دعوت له دیني نوراني تعلیم څخه بې برخه والي دا بدبختۍ زېږولي.

* ۴ هره پېښه په لیدلو پیلېږي او لوی لوی اورونه په وړو پلتو بلېږي.

* ۵ هغوی چې وايي «متمدن نارینه» نشته او تر ډېره د «مقطوع نارینه» په څېر دی چې جنسي میل يې نه وي او ښايي درملنې ته اړتیا ولري، زموږ د وخت نارینه د هماغو تېرو پېړپو د وختونو د نارینه‌وو په شان اړتیاو او غوښتنې لري، یوازې په دې توپیر چې په داسې محیط کې ژوند کوي، چې له هر لوري پرې شهوت هجوم راوړی او رواني حالت يې سکونډي او تمایلات او غوښتنې يې راپاروي. آمار ښيي چې د «پرمختللي/متمدن نارینه» یو سلنه لویان د خپل کار په ځایونو کې هم غیر اخلاقي فلمونه ګوري او په ډېره کچه یې ډېرو غیرو قانوني سایټونو کې د ماشومانو پورنوګرافي پلټلې ده.

* ۶ ښايي څوک ووايي، چې ولې اسلام د نارینه‌وو د پاکۍ په خاطر ښځينه‌ محدودې کړي دي؟ په ځواب کې يې بابد وویل شي: لومړی نارینه‌ په یوازې ځان زنا نه کوي، نو بیا په تصویر کې چپ او ښي اړخ ته د نارینه او ښځینه کېنول هم اشتباه دي. دویم: اسلام په بېلابېلو لارو په اسلامي ټولنه کې پاک لمنۍ ته پراختیا ورکوي؛ وینو چې امر شوی، چې نارینه او ښخينه دې خپلې سترګې کښته واچوي او هغه څه چې کتل ورته روا نه دي، نه دي ورته ګوري، له نا محرم سره له ناستې یې منع کړې، په واده کولو يې امر کړی، د مېړه او میرمنې ترمنځ عاطفي اړیکه يې ستایلې، دا ټول د دې لپاره چې له بېلابېلو لارو ژر د فساد مخه ونیول شي، چې د دې کار په کېدو سره د فساد مخه نیول کېږي. نو اسلام ښځينه او نارینه دواړو ته دا حدود ټاکلي او دا محدویت بده معنا نه لري، بلکې هر انسان چې په محدودیت کې ژوند کوي او حدود ورته سم ټاکل شوي وي، د بشر دنیوي او اخروي نېکمرغۍ تضمینوي.

 * ۷ ښايي ښځه ووايي چې د نارینه پاکوالی له موږ سره څه اړیکه لري؟ په اصل کې دا ډول تصور ډېر لنډ او نیمګړی دی، ځکه: لومړی دا چې نارینه د ټولنې نیمايي برخه ده د نارینه‌وو پاکي او ناپاکي پر نورو نارینه‌وو او ان ښځينه‌وو هم اغېز کوي او په پایله کې يې ټولنه خرابېږي. دویم دا چې انسان د ټولنې پر وړاندې مسؤل دی او باید د پرمختګ لپاره يې هڅه وکړي، نه دا چې په خپل سر ځان له دې کتاره وباسي او دا خبره چې « په ما يې څه» وکړي او هر سړی په ګناه کې برخه واخلي، اخر به ګناه په واک کې واخلي، لکه څنګه چې د نېکۍ په بدله کې ورسره شریک کېږي همداسې به د ګناه په بدله کې ورسره شریک شي.  درېيم دا چې ښځه یوازې ښځه نه ده او نارینه یوازې نارینه نه دی، اما دا ډول پوښتنې نارینه د نر او ښځه د ښځينه په مادې پېزني، که نه نو په ډېر لږ فکر سره دا روښانه کېږي چې نارینه د پلار، ورور او زوی او مېړه رول لوبوي، لکه څنګه چې ښځه د مور، لور، خور او مېرمنې رول ادا کوي.

* ۸ د New York Post په نوم مجلې له ښځو سره مرکې کړې وې او پایله يې دا وه چې له هرو پنځو ښځو څلور يې دا ويلي چې د لوڅ نارینه انځورونه هغوی نه تحریکوي.


mopvpe

د قریشو هوښیاره او د نبوت مرستیاله

(خدیجة رضي الله عنها)

   رسول الله ﷺ د لومړۍ وحي پر مهال له نوي او نادر حالت سره مخ شو، د الله تعالی د خطاب او وینا پیل او د جبریل لیدل؛ دا ټول نوي وو، انسان په داسې حالت کې طبعاً وېریږي او وارخطا کیږي، کله چې په داسې حالت کې خپل کور ته ولاړ، خپلې هوښیارې مېرمني (حکیمة قریش) خدیجة بنت خویلد رضي الله عنها ته یې دا کیسه وکړه، هغې ته د خبرو پر مهال هم د حیرت او هېښتیا څپو کې راګیر و، هغې ته فرمایي: پټ مې کړه او بیا ورته فرمایي:  پر ځان وویریدم. (لقد خشیت علی نفسي).

   خو هغه د قریشو هوښیاره د خپل ګران خاوند په دې نوي حالت نه وارخطا کیږي، په ډېر اطمنان او ډاډ سره هغه ته داسې له منطق او حکمته ډکې خبرې کوي چې عاقلان ګوته په غاښ ورته پاتې کیږي! کورنۍ کې د نوي او نادر حالت په صورت چې د کور مشر ډاډه او ثابت پاتې شي د کور ټول وګړي ورسره ډاډه یي او کنه ټول وارخطا کیږي.

    د قریشو هوښیاره خدیجة د دې پر ځای چې رسول الله ﷺ په نارامه حالت وارخطا او تلولۍ شي؛ بر عکس هغه ته په داسې له حکمت ډکو  خبرو سره ډاډینه ورکوي چې هره جمله یې زړه ته لاره او قرار ورکوي، هغه چې ورته وفرمایل: پر ځان وویریدم. (لقد خشیت علی نفسي)، دا ورته وایي: نه نه، دا د ډار او وارخطایي خبره نه ده، بلکې زېری درکوم، په الله قسم کوم چې الله به تا هیڅکله نه سپکوي او نه به دې شرموي. (أبشر فوالله لا يخزيك الله أبدا).

    دا خبره یې هسې دعوه او تش بې منطقه ډاډ نه دی، بلکې دا خبره په دلایلو ورته ثابتوي او زیاتوي: تا به الله ځکه نه شرموي چې ته خپلوي پالې (إنك لتصل الرحم)، ته د کمزوري او بې وسه مرسته کوې (وتحمل الكل)، ته له غریبانو او نادارو سره کومک کوې (وتكسب المعدوم)، ته مېلمه پالنه کوې (وتقري الضيف)، چا ته چې د حق په لاره کې ستونزې رسیږي؛ ته یې مرسته کوې (وتعين على نوائب الحق). رواه البخاري ومسلم.

    علماؤ خدیجة بنت خویلد رضي الله عنها د قریشو حکیمه او د نبوت مرستیاله بللې ده، څوک به فکر کوي چې خدیجه به یوازې په خوله او حکیمانه خبرو د رسول الله ﷺ مرستیاله وه، خو خبره داسې نه ده، هغې خپله شتمني ټوله له رسول الله قربانوله او د هغه د دعوت په لارو چارو کې یې لګوله. (وواسَتْني بمالِها إذ حرَمَني الناسُ. متفق علیه).

 


mopvpe

په قرانکریم کې د زړونو ډولونه

لیکنه: حامد افغان

دلته دزړه هغه ډولونه را اخلو چې په قرانکریم کې یې یادونه شوې ده ، په لومړي ویش کې قرانکریم زړونه په دوه ډوله کړې دي چې په ټولیزه توګه یې موږ په ښه اوبد زړه سره نومولی شو او وروسته یې بیا د دواړو مختلف ډولونه راخیستي دي چې په لنډه توګه یې دلته را اخلو لوړمړۍ ډول (ښه) زړونه :

۱ـ روغ زړه :

داهغه زړه ده چې له الله جل جلاله سره مخلص وې اوله کفر، نفاق او رزالت نه پاک وې ، قرانکریم وایې :{ إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّـهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ }﴿الشعراء: ٨٩﴾ …مګر هغه څوک نه چې الله جل جلاله په روغ زړه راشې .

۲ـ دمنیب زړه :

داهغه زړه دی چې هر وخت الله ته ورګرځي یعني که د دنیا په کومه بوختیا کې دغفلت څپه پرې راشې سمدستې الله ته وګرځې ، هر وخت توبه کاږې اودالله په نمانځنه اوعبادت بوخت وې .قرانکریم وایې :{ مَّنْ خَشِيَ الرَّحْمَـٰنَ بِالْغَيْبِ وَجَاءَ بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ }﴿ق: ٣٣﴾ هغه څوک چې له بښونکي خدای نه په غیاب کې ویریږې اوله منیب زړه سره راشې .

۳ـ عاجز زړه :

داهغه زړه دی چې تل الله ته عاجزه او دخضوع په حالت کې وې، ډاډه وې او دالله جل جلاله په یاد بوخت وې، قرانکریم وایې :{ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ }﴿الحج: ٥٤﴾ نو هغه الله ته د دوی زړونه عاجزه وې .

۴ـ ویریدونکی زړه :

داهغه زړه دی چې له الله جل جلاله څخه ویریږې اوتل په دي ډار کې وې چې دده عمل به الله ته قبول شوی وې او که نه اودا ویره یې هم په زړه کې وې چې دالله له عذاب نه به وژغورل شې، قرانکریم وایې : { وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ }﴿المؤمنون: ٦٠﴾ اوهغه څوک چې ورکوې هغه څه چې دوی ته ورکړل شوې وې اوزړونه یې په ویره کې وې چې دوی به خامخا الله ته ورځې .

۵ـ  متقي زړه :

دا هغه زړه دی چې دالله شعایر لوړ اوعظیم ګڼي یعني له هر شې سره چې الله یادیږې هغه شی دی ستر او لوړ ګڼې .قرانکریم دا ډول زړ ه داسې یاد کړی دی :{ ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّـهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ }﴿الحج: ٣٢﴾ دا او هغه څوک چې دالله شعایر لوړګڼې نودا د زړونو له تقوی نه ده .

۶ـ هدایت موندونکی زړه :

داهغه زړه دی چې دالله په قضا اوپریکړه راضي اوخوشاله وې اودهغه هر امر ته یې د تسلیم او منني غاړه ایښې وې لکه قرانکریم چې وایې: { وَمَن يُؤْمِن بِاللَّـهِ يَهْدِ قَلْبَهُ }﴿التغابن: ١١﴾ اوڅوک چې په الله ایمان ولرې دهغه زړه به په سمه لاره برابر شې .

۷ـ ډاډه زړه :

دا هغه زړه دی چې دالله په توحید او یاد سره ډاډه او بي غمه وې لکه قرانکریم چې وایې: { وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّـهِ }﴿الرعد: ٢٨﴾ او دالله په یاد سره ددوی زړونه ډاډ مومې .

۸ـ ژوندی زړه :

داهغه زړه دی چې الله جل جلاله دتیروامتونو د سرکشو خلکو کومي کیسې بیان کړي دي او دهغوی انجام یې ذکر کړی دی دی په هغه پوهیږې او دپند او عبرت توکې ورنه اخیستلی شې { إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِمَن كَانَ لَهُ قَلْبٌ } ﴿ق: ٣٧﴾ یقینا په دي کې دهغه چا له پاره پند اوعبرت پروت دی چې ژوندی زړه لرې . دا هغه زړونه وو چې موږ په ښو زړونو سره نومولي وو اوس راځو دهغه زړونو بحث ته چې قرانکریم بد یاد کړي دي او هغه هم څو ډوله دي .

 

۹ـ ناروغ زړه:

داهغه زړه دی چې دشک او منافقت په رنځ اخته وې له فسق اوفجور نه ډک وې او دحرامو دشهوانیت ناروغي لرې قرانکریم داډول زړه داسې یادکړی دی: { فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ } ﴿الأحزاب: ٣٢﴾ نودچا په زړه کې چې ناروغي وې دهغه به تمه پیداشې .

۱۰ـ ړوند زړه :

دا هغه زړه دی چې نه ویني او نه دحق ادراک کولی شې اونه دپند اوعبرت اخیستلو وړتیا لرې، قرانکریم ددي ډول زړه په اړه وایې : { وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ } ﴿الحج: ٤٦﴾ بلكي هغه زړونه ړندیږې چې په سینوکې دي .

۱۱ـ غافل زړه :

داهغه زړه دی چې له قرانکریم نه غافله وې د دنیا په مینه ، شهوتونو او باطلو اخته وې اوقرانکریم چې څه وایې په هغه ځان نه پوهوې قرانکریم وایې : { لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ }﴿الأنبياء: ٣﴾ د دوی زړونه په غفلت کې دي .

۱۲ـ  ګناه ګار زړه :

دا هغه زړه دی چې دحق شاهدي او دحق ښکاره کول پټوې قرانکریم وایې :{ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ } ﴿البقرة: ٢٨٣﴾ تاسو دحق شادي مه پټوئ اوڅوک یې چې پټه کړې دهغه زړه ګناه ګار دی .

۱۳ـ کبرجن زړه :

دا هغه زړه دی چې د الله جل جلاله توحید نه مني او دهغه بندګې نه کوې د ډیر ظلم او سرکشې له کبله له غرور او تکبر نه ډک وې قرانکریم وایې : { كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ }﴿غافر: ٣٥﴾ داراز الله په هرکبرجن او سرکشه زړه مهر لګوي.

۱۴ـ سخت زړه :

دا هغه زړه دی چې له میني او محبت نه تش وې او رحمت او مودت نه پیژنې قرانکریم وایې : { وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ } ﴿آل عمران: ١٥٩﴾ اوکه ته سخت او سخت زړی شې نودوی به ستا له شاوخوا نه وګرځي .

۱۵ـ مهر شوی زړه :

دا هغه زړه دی چې مهر پرې لګیدلی وې نه حق اورې اونه پرې پوهیږې قرانکریم وایې : { وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ } ﴿الجاثية: ٢٣﴾ اوپه غوږونو او زړه یې مهر وهل شوی دی .

۱۶ـ کلک زړه :

دا هغه زړه دی چې ایمان ته نه نرم کیږې او ترټنه او وعظ اغیز نه پرې کوې اودالله جل جلاله له یاد او ذکر نه یې مخ اړولی وې قرانکریم دا زړونه داسې یادکړې دي: { وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً }﴿المائدة: ١٣﴾ اوموږ د دوی زړنه کلک ګرځولي دي .

۱۷ـ  بي پروا زړه :

دالله له یاد او ذکر نه بي پروا او غافل وې دخپل څښتن له بندګي نه دخپل نفس پیروې ډیر خوند ورکوې لکه قرانکریم چې وایې :{ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا }﴿الكهف: ٢٨﴾ دچا زړونه چې موږ زموږ له یاد نه غافل کړي دي دهغه پیروې مکوه .

۱۸ـ  پوښلی زړه :

هغه زړه چې پوښلی او دباطل په پرده کې پټ وې اودپیغمبر صلی الله علیه وسلم خبره دهغه زړه ته نشې ننوتلی ، قرانکریم وایې : { وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ } ﴿البقرة: ٨٨﴾ اودوی به ویل چې زموږ زړونه پوښلي دي .

۱۹ـ کوږ زړه :

داهغه زړه دی چې له حق نه کوږ شوی وې په کږه او ناسمه لاره روان وي، لکه قرانکریم وایې : { فأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ }﴿آل عمران:7﴾ او هغه خلک چې په زړونو کې یې کوږ والی وې .

۲۰ـ شکمن زړ :

دا هغه زړه دی چې له شکونو او حيرانتيا ډک وې، دا ډول خلکو په خپل عقل ویسا او باور کړی وې او دانساني عقل لږ ځواکي یې له شکونو او وهمونو زوږنه ډک کړې وي اوپه دي ډول له حق نه کاږه او بیلارې شوي وي دازړونه قرانکریم داسې یاد کړې دي { وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ }﴿التوبة: ٤٥﴾ او ددوی زړونه په شک کې ولویدل .

 


اې وروره او زویه! له ښځو سره د موسی او یوسف علیهما السلام په څېر چلند وکړه!

ژباړه: عاکف مهاجر

د ماشومانو یوې تربیه کوونکې ښځې د سروزرو په اوبو یوه وړوکې مقاله لیکلي، چې سرلیک یي «ښاغلیه خاونده، وروره او زویه!» ده، چې په لومړۍ کرښه کې یي راغلي «کله چې هم له کوره وځې، فکر کوه ته به له دوه ډوله ښځو سره مخ شې چې باید خپل عفت وساتې!»

 لومړۍ ډله هغه ښځې دي، چې د عزیز مصر د ښځې په مرض مبتلا وي، ځان به یې ښایسته کړی وي، عطر به یې وهلي وي، زلفې به یې ږمنځ کړې وي او د حال په ژبه به درته وایي چې راوړاندې شه.

‏‏دوهمه ډله هغه ښځې دي چې ځان به یې ښه پوښلی وي مګر د مجبورۍ له وجې به یې یو څو لوښي را اخیستي وي او د حال په ژبه به درڅخه د مرستې هیله کوي، «حتی یصدر الرعاء و ابونا شیخ کبیر»، نو ته ورسره د موسی علیه السلام په څېر چلند وکړه.

اې خاونده، زویه او وروره! ته له دغې لومړۍ ډلې سره هغسې چلند وکړه چې یوسف علیه السلام وکړ، سترګې کښته کړه او ورته و وایه «په الله پناه غواړم»

همدا راز دوهمې ډلې سره هغه چلند وکړه لکه موسی علیه السلام چې د شعیب علیه السلام له لورګانو سره وکړ، په ادب سره ور وړاندې شه، حاجت یې پوره کړه او بیا ترې همداسې وروسته راشه.

‌‏وګوره اې خاونده، زویه او وروره! د یوسف علیه السلام پاک لمني د دې سبب شوه چې عزیز مصر جوړ شو او د موسی علیه السلام شهامت د دې سبب شو چې الله جل جلاله ورته صالحه ښځه او کور ورکړل.

‌‏یا الله مونږ ته ستر او پاک لمني را په برخه کړه!

‌‏د ښځې لباس د پلار د تربیې، د ورور د غیرت، د خاوند د نرتوب او د مور د ښه متابعت ښکارندوینه کوي.

له همدې امله بي بي مریمې ته ویل شو: ﴿ يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا ﴾ [سورة مریم: ۲۸] يعنې اې د هارون خورې ستا پلار خو هم بدکاره نه و، مور دې هم بد فعله نه وه.

پلار، مور او ورور یې درې واړه ورته یاد شول.

همدا راز یوه انجلۍ وایي، کله مو چې کومه ښځه په خراب لباس او بیکاره حالت کې ولیدله مور او پلار یې دریاد کړه بیا دغه قول د الله تعالی و وایه ﴿ وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ  ﴾ [الصافات: ۲۴] يعنې دوی ودروئ له همدوی به د هغه پوښتنه کیږي چې په دنیا کې یې کړي.

مطلب د دغې انجلۍ پوښتنه به یې هم له مور او پلار کېږي لکه پیغمبر علیه السلام چې وایي «خبردار! هر یو ستاسو شپونکی دی او هر یو د خپلې رمې یعني اهل او عیال د څارنې په باره کې مسئول دی.»

 


په جنت سره ځان ته تسلي ورکړه!mopvpe

لیک: ادهم الشرقاوي/ ژباړه او زیاتونه: خیال محمدتوحیدیار

کله چې خدیجه بنت خویلد رضی الله عنها وفات شوه، په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې نړۍ تنګه شوه. خدای جل جلاله په دې ښه پوهېږي چې یو سړی د خپل محبوب په بایللو څومره دردمن کېږي، نو ځکه یي خپل دردمن بنده ته د اسراء او معراج ترتیب برابر کړ او خپل محبوب یي د تسلیت لپاره اسمان ته وغوښت.

ملګریه! کله کله ټوله ځمکه او هغه څه چې په ځمکه کې دي، یو انسان ته د ډاډ او تسلیت ورکولو لپاره کافي نه وي، نو باید څه وکړو؟

هو!

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلو ملګرو ته په جنت سره تسلیت او ډاډ ورکاوه. کله چې صحابه کرامو د ورېښمو جامې ولیدې او ورڅخه متاثره شول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په جنت کې د سعد بن معاذ رومال له دې جامو څخه غوره دی.

کله چې په غزا کې د جعفر رضی الله عنه دواړه لاسونه پرې شول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله جل جلاله جعفر ته د لاسونو په بدل کې دوه وزرونه ورکړل چې په جنت کې پرواز ورباندې کوي او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ځوان زوی له لاسه ورکړ، نو ورته وویل شول چې هغه په جنت کې د ابراهیم علیه السلام تر سرپرستي لاندې دی.

ملګریه! که دې په دنیوي چارو کې ماتې خوړلې وي، نو د جنت په یادولو ځان ته تسلي ورکړه.

-جنت؟

-هو،

جنت هغه بریا ده چې مخکینۍ ټولې ماتې درڅخه هېروي او جهنم هغه تاوان دی چې پخوانۍ ټولې بریاوې دې بې ارزښته کوي.

په جنت کې به دې ټول خپلوان او ملګري ترڅنګ وي؛ هغوی چې درته ګران دي او خوښېږي دي، ټول به درسره وي.

هلته هیڅ د مخنیوي قانون نشته، حساب نشته، خنډ او ممانعت نشته، هر څه چې دې زړه غواړي ترسره کولی یي شې.

په جنت کې کرکه، حسد، خپګان، زړه تنګي او ژړا نشته، هلته درد نشته، خوب نشته، مرض نشته،

ګرمي دې سینه نه سوځوي او یخني دې هډوکي نه لړزوي. په جنت کې به دې له ژړا سترګې نه وي سرې، له بې خوبي به دې سترګې نه سوځي او نه به دې هم د ډېر خوب له امله سترګې پړسېدلي وي. وېښتان دې نه سپینېږي؛ یعني بوډاتوب نشته، ملا دې نه کړوپېږي او نه دې هم هډوکي کمزوري کېږي.

ملګریه! فکر وکړه چې هلته څومره سکون دی، نو وویاړه او ډاډه شه.

هلته(په جنت کې) به له هغو خپلوانو سره ووینې چې مړه شوي او ته یې په دې نړۍ کې یوازې پرې ایښی وې. په هغو به دې سترګې یخې شي چې نړۍ یي په لیدلو کې درسره بخل کاوه.

پوهېږې؟!

په جنت کې به دې ملګرتیا له پیغمبرانو، نېکانو، ابوبکر او عمر رضی لله عنهما سره وي.

د دواړو جهانونو سردار، رسول الله صلی الله علیه وسلم به درته د کوثر له حوض څخه اوبه درکوي.

د هر چا لیدل چې دې زړه وغواړي هلته به ورسره لیدلی شې.

په جنت کې به د هغې صحنې بېل کیف وي چې د خدای جل جلاله عظیم الشان مخ ته ګورې، ته فقط یو ځل دا صحنه تصور کړه!

ملګریه! دا هرڅه ریښتوني او ستا لپاره دي؛ ځکه ته مؤمن یې!

جنت دې نصیب شه!

 


همدا تاته وایي له دغې کيسه ګۍ یې زده کړه!

ژباړه: عاکف مهاجر

پخوا زمانه کې د ماهیانو تکړه ښکارزن وو، چې هره ورځ به یې یواځې یو ماهی نیوه.

یوه ورځ د یو ماهي له نیولو وروسته څه لحظه کور کې پاته شو وروسته د بل ماهي د نیولو لپاره د سمندر غاړې ته وخوځیدلو تر څو په همدغه ورځ یو بل ماهی هم ښکار کړي.

خو چې ښځې یې هغه ښکار شوی ماهی پرې کاوه، ناڅاپه یې په خېټه کې یوه عجیبه وليدله!

هغه دا چې د ماهي خېټه کې نا اشنا ملغلره وه، یو دم یې ښځې د الله په پاکي ویلو شروع وکړه.

او نعرې یې کړې:

خاونده وه خاونده!

دلته وګوره څه مې پیدا کړل!

خاوند یې وویل:

څه، څه؟

کله یې چې په ملغلره سترګې ولګیدلې نو هغه هم نعرې کړې:

ملغلره ده ملغلره ده!

ماهي نیوونکي ملغلره راواخیستله او د ملغلرو پیریدونکي ته یې يوړله کوم چې د دوی په ګاونډ کې اوسيدلو.

کله چې د تاجر سترګې په ملغلره ولګیدلې ورته ویې ویل زه د دغې ملغلرې د اخیستلو پیسې نلرم ښار کې د تجارانو سرخیل ته ورشه شاید هغه یې د قیمت توان ولري.

د ملغلرې خاوند د لوی تجار خواته د ښار په لور رهي شو او هغه ته یې د کلي د تاجر کیسه وکړه،

خو هغه هم هو بهو د کلي د تاجر خبره ورته وکړه، خو ورته ویې ویل چې د حل لاره به درته وښیم د ښار واکمن ته ورشه هغه به یې درنه وپیري هغه یې د اخیستلو توان لري.

سړی رهي شو د واکمن د قصر تر دروازې ورسید، خپله قیمتي ملغلره هم ورسره وه، قصر ته د ننوتلو د اجازې انتظار یې کولو چې د قصر د والي سترګې پرې ولګیدلې.

والي ورته وویل زه د داسې ملغلرو په لټه یم خو زه نه پوهیږم تاته یې څنګه قیمت در پوره کړم مګر زما خاصې خزانې ته به دې وردننه کړم هلته تاته شپږ ساعته وخت دی کوم څه دې چې خوښ شول هغه واخله او همدا ستا د ملغلرې قیمت دی.

کب نیوونکي وویل شپږ ساعته زیات دي دوه ساعته یې کړه.

واکمن ورغبرګه کړه: نه!

بلکې تاته پوره شپږ ساعته وخت شته، ته له خزانې نه په دغه وخت کې هر هغه څیز یوسه چې ستا خوښ وي.

د ماهیانو نیوونکی د والي د خزانې پراخ تالار ته ننوتلو ناشنا منظر یې ولیدلو یو لوی هال چې په درې برخو ويشلی و.

یوه برخه له سرو او سپینو زرو او له نورو قیمتي کاڼو او ملغلرو ډکه وه.

دوهمه برخه یې په نرمو او پستو فرشونو فرش شوې وه.

هر قسم قالینې پرې ویړې شوې وې چې په لیدلو به یې سړي ارام احساساوه او خوب به ورتلو.

دریمه برخه یې په خوراکي شیانو ډکه وه هر څیز پکې موندل کیدلو.

ښکاري فکر وکړو چې شپږ ساعته خو زما لپاره ډير زیات وخت دی.

زه باید په دغه وخت کې څه وکړم؟

لومړی باید په دریمه برخه شروع وکړم تر څو ښه ډیر خوراک وکړم او د ډیر څه وړلو توان پیدا کړم تر څو ډیر سره زر یوسم.

همداسې یې وکړل هلته لاړ او هلته یې په خوراکونو دوه ساعته وخت تیر کړلو.

وروسته تر دې چې لومړۍ برخې ته راغلو نرم فرشونه یې تر سترګو شول نو ویل یې چې اوس مې زیات خوراک وکړو او په بدن کې یې د سستيا احساس هم وکړو ځان سره یې پریکړه وکړه ولې خوب نه کوم چې د ډیر څه وړلو طاقت پیدا کړم او دغه سستیا هم لرې کړم دا زما لپاره ښه فرصت دی باید ډیر څه يوسم.

او زما به کوم حماقت وي چې دغه فرصت رانه ضایع کړي.

همداسې يې وکړل او دغې برخې ته ورغی څملاست، او په ښه درانه خوب ویده شو د څه وخت په تیریدلو سره یې اواز واوریدلو چې یو څوک ورته وایي.

اې بیعقله پورته شه وخت دې ختم شو.

تعجب شو ویې ویل: زما وخت ختم شو؟ ما خو هیڅ هم ندي اخیستي.

جواب یې ورکړو:

هو، ووځه!

ته نور وخت نلرې تا پوره شپږ ساعته وخت تیر کړ!

ته اوس له غفلته رابیدار شولې؟ او د زیاتو ملغلرو طلب کوې؟ ایا ستا لپاره ښه موقع نه وه تر څو ډیر څه دې وړي وای او ته بهر تللی وې ښه خوراکونه دې پرې کړي وای او ښه نرم فرشونه دې پرې اخیستي وای؟

مګر ته بی عقل او ناخبره وې!

اوس ته په دغه کیسه کې مه پاته کیږه له دغې نه عبرت واخله!

ایا ته خبر یې دغه ملغلره څه شی وه؟

دا ستا روح ده، داسې خزانه چې قیمت نلري.

مګر ته د دغې په قدر نه یې خبر، او هغه خزانه دنیا ده لوی والي ته یې فکر وکړه!

راشه او او له دې خزانې څخه زمونږ ګټه اخیستنه وګوره!

لومړی برخه ملغلرې، سره او سپین یې نیک اعمال دي.

او بله برخه یې چې قالینې او نور فرشونه وو هغه زمونږ غفلت دی، او د خوراکونو برخه یې هغه د انسان شهوات دي.

نو اې زما ښکارزن وروره او د کیسې لوستونکیه!

ایا ستا لپاره ښه وخت ندی چې له خوبه رابیدار شې، نرم فرش پریږدې او نیک اعمال چې ملغلرې او نور قیمتي جواهر دي مخکې تر دې راټول کړې چې تاته درکړل شوی وخت تمام شي چې هغه ستا عمر دی.

بیا به ته افسوس کوې او وخت به تیر وي!

الله جل جلاله فرمایي:( حتى إذا جاء أحدهم الموت قال رب ارجعون لعلي أعمل صالحا فيما تركت  كلا إنها كلمة هو قائلها ومن ورائهم برزخ إلى يوم يبعثون)

(المؤمنون ٩٩ ،١٠٠ )


ملګریه! ولې زړه ماتی او خفه یې؟

ژباړه: خیال محمد توحیدیار

ایا ته فکر کوې چې ته د نیکانو له ډلې څخه نه یې؟

ځکه چې ته په داسې ګناه مبتلا یې چې نه یي شې پریښودلی؟

او یا دا چې ته توبه وباسې او بیا بیرته هغې ګناه ته مخه کړې؟

چا ویل چې نیکان خلک ګناه نه کوي؟

او چا ویل چې دوی په سخته ازموینه او مبارزه کې ښکېل نه دي؟

هو، همدا نیکان کله د شیطان سره او کله بیا د ځان(نفس) سره په دوامداره ډول شدیده مبارزه کوي.

کله یي دوی وګټي، او کله بیا ماتې وخورې.

ملګریه!

ټول نیکان همداسې دي.

مګر خدای تعالی جل جلاله له دوی سره د خپلې مینې له امله په دوی پرده اچوي!

ملګریه!

د خپل رب کلام ولوله او وګوره چې څه وایي:

﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا﴾ العنکبوت ۶۹

«او هغه كسان چې زموږ په لار(دین) كې كوشش كوي ( نو) مونږ به دوى ته خامخا (ضرور) خپلې(سیخې) لارې وښیو»

 ته فکر کوې چې جهاد یوازې توره او ډال کارول دي؟

نه؛ بلکه د خپل زړه پاک ساتل او نفس سره مبارزه هم جهاد دی!

خدای تعالی جل جلاله تا ته د ګناه په وړاندې په مبارزه هم اجر درکوي.

د ګناه کولو وروسته غمجن او پریشانه کیدل، له تیروتنې وروسته بښنه غوښتل او د ګناه په وړاندې مبارزه کول؛ دا هر څه د الله جل جلاله په لار کې جهاد دی.

 او له دې هر څه وروسته الله جل جلاله انسان ته نیغه لار ورښيي، ځکه دا د الله جل جلاله وعده ده او ستا رب تر بل هر چا څخه غوره وعده پوره کونکی(پر ځای کوونکی) دی!

ملګریه!

هر څوک ګناه کوي، ښه او بد ټول، مګر نیکان په خپلو ځانونو او ګنهاهونو پردې اچوي او خلکو ته یي نه بیانوي.

دوی بخښنه غواړي، په ګناه اعتراف کوي او خپلو تیروتنو ته توجیه نه لټوي!

 ملګریه!

له تېروتنې وروسته پښیماني نیکي ده، له ګناه وروسته اوښکې ريښتینولي ده او له خطا وروسته بښنه او توبه زړورتیا ده.

تر هغه چې ته د ګناه تریخوالی احساسوې؛ ریښتونی او نېک یې!

او  کله چې دې ځان یوازې احساس کړ په داسې حالت کې چې ته له الله جل جلاله څخه لرې شوی وې؛ نو ته ریښتونی او د نیکانو له جملې څخه یې!

ځکه بد خلک دا هر څه نشي احساس کولی.


راځئ چې خپل نفسونه قابو کړو؛ تر څو د کامیابۍ پر لاره روان شو!

لیکوال: م حمادافغان شیرزاد

انسان په دغه فاني او ختمیدونکې دنیا کې د یو امتحان په څیر ژوند کوي، دنیا ورته یو امتحان او ازمائش دی، دا د یو ابدي او اخروي ژوند لپاره ډیره لنډه مرحله او وخت تیرول دي، چې له امله یې بیا ابدي ژوند ښایسته او یا هم په سختیو کې تیریږي.

اوریدلي مې وه، وایي که انسان نفس نه درلودلای یوه سپېڅلې فرښته به وه؛ ځکه هغوی هم بې نفسه مخلوق دی، خو دا چې انسان ته الله تعالی نفس ورکړی، دا یو ازمیښت او امتحان دی، د نفس تر څنګ یې بیا انسان ته د هغې د کنترول او قابو کولو لارې چارې هم ښودلي او دا یې هم ویلي هغه انسانان چې خپل نفسونه قابو او پر ښه لاره بوځي نو د خدای پر وړاندې یې مقام د اشرف المخلوقات وي او هغوی چې نفسونه پر غالب او اماره شي؛ هغه بیا الله تعالی د حیواناتو په څیر بلکې له هغې هم بدتر شمیرلي دي.

الله تعالی په قرآن کې د نفس ډولونه بیا بیا یاد کړي، چیرته نفس اماره او چیرته بیا لوامه وي او کله بیا نفس ملهمه او کله بیا مطمینه ګرځي، خو له ټولو یې بیا نفس اماره سخت یاد کړی او هغه انسان چې لذتونو او خواهشاتو پسې لاړ شي، د دنیا خوندونو، مزو، چړچو، د کبر او غرور واکمنۍ پسې لاړ شي، هغوی ته بیا نفس اماره ګرځي، د هیڅ پرواه نه کوي، سترګې پرې پټې شي، بیا د نفس اماره څخه د الله تعالی د رحمت او فضل پرته څوک نشي ژغورل کیدلای.

هغوی چې د خپلو نفسونو تابع شوي وي، د خپلې ټولنې، چاپیریال او ارزښتونو خیال نه ساتي او د لوی خدای له لورې د ورکړل شوي نعمت شکر نه اوباسي، تاریخ پرې تور دی، نن د فرعون او هامان یادونه د تاریخ پاڼو کې وګورئ، تاسو د ابوجهل او ابولهب د اماره نفسونو یادونه وګورئ، چې هغوی یې د جهل کومو تورو تیارو ته پرې باسلي وه، هغوی چې خپل نفسونه پرې غالب شوي وه، د تاریخ بدنامې څیرې ګرځیدلي.

خو بل طرفته بیا د تاریخ هغه انسانان هم یاد کړئ چې خپل نفسونه یې قابو کړل، چا د احد احد په نعرو لګولو ګرمو شګو کې پروت نفسونه ووژل، چا بیا د لوږې او تندې پر تیرولو، چا د خپلو مالونو، ځانونو او اولادونو په قرباني کولو نفسونه ووژل او د خدای په سترو بندګانو کې شمار او د تاریخ پاڼې پرې زرینې شوې، نن یې بااحساسه مسلمانان د برکت لپاره پر خپلو اولادونو د هغوی نومونه کیږدي.

په عام ژوندانه کې چې د نفس کنترول او قابو څومره اړین همدا راز په یو حکومتي نظام کې هم اړین او ضروري دی، تاسو د ایوبي رح د وخت تاریخ ولولئ، هلته چې اسلام او صلیب تر مینځ د تاریخ تر ټولو لوی کشمکش روان و، کفر پر اسلام د تورو تیارو او ویجاړوونکي سیلاب په څیر راخپور شوی و، پر مسلمانانو د صلیب له لورې د نفسونو د خطاء باسلو داسې یو جال راخپور شوی و، چې واړه او غټ مسلمان به خپل نفس خرڅ او د اسلامي نظام بنیاد به یې کیندلو، هلته د بدکارو او فاحشو ښځو جال راخپور شوی و، ډیری مسلمانان په دغه جال او دام کې ګیر شول، چې له امله کلونه کلونه د مسلمانانو ځمکې او مقدس ځایونه د کفر تر ولکې لاندې راغلل، خو الله تعالی دې پر ایوبي رح بې شمیره رحمتونه نازل کړي، چې په دغه سخت حالت کې یې نفس اماره ماتې ورکړه او د اسلام تاریخ یې زرین کړ.

نن چې الله تعالی موږ پر یو ستر نعمت ” اسلامي نظام” نازولي یو، د واکمنانو لپاره د فتنو او فسادونو په دغه ډکه زمانه کې د نفسونو قابو او کنترول تر هر څه اړین دی، د کفر او پردیو له لورې د اسلام د بدنامۍ لپاره ډیرې حربې پر لاره اچول شوي، تر څو مسلمان، اسلام، ملا، عالم، ږیره او پټکی بدنام کړي، په داسې یو حالت کې مسلمانه! زما واکمنه وروره! له خپل نفس څخه خواهشات د بلال په څیر په ګرمو شګو پریمینځه، د صحابۀ کرامو په څیر پر لوږه او تنده دا لذتونه وغورځوه، د رعیت او ټولنې خیال وساته، د شپې الله تعالی په زاریو او قطار اوښکو وژړیږه او له دغه امتحانه د کامیاب وتلو دعاوې وکړه.

د وخت امام حسن بصري رحمه الله به فرمایل: نفس انسان ته د پرله پسې بدۍ کولو امر کوي نو که نفس په طاعت کې ستا نافرماني کوله ته يې په ګناه نافرماني کوه، یعنې د نفس مه منه بلکې د الله تعالی رحم ته پناه یوسه او خپل عقل دې په کار واچوه، تر څو اخرت د ویاړمنې لارې له خوښیو محرومه نشې.


د ښځو حقوق؛ د شعار او عمل پرتله!

س.سعيد غلجی

د نړۍ په تاريخ کې؛ کفارو همېشه «د ښځو حقوقو» له شعار څخه درواغجنه استفاده کړې، ظاهراً له ښځو سره د همدردي نارې وهي، خو عملاً يې د ښځو ټول حقوق تر پښو لاندې کړي او هغوی ته يې هر ډول اذيت رسولی. آن ابليس هم چې بي بي حوا عليها السلام دوکه کړه، نو ځان يې هغې ته يو مهربانه شخص ورمعرفي کړ او هغه يې د ممنوع بوټي خوراک ته وهڅوله، تر دې چې بالآخره د همدغې «همدردي!» له امله حضرت آدم او بي بي حوا عليهما السلام له جنته را واېسستل شول.

دغه شان تر هغه راوروسته د تاريخ په هره زمانه کې کفارو ښځې همدغه شان دوکه کړې او هغوی سره د همدردي او خواخوږي په شعارونو يې د هغوی حقوق تر پښو لاندې کړي او د خپلو ناوړه اهدافو لپاره يې استعمال کړې دي.

آن تر دې چې کفارو به له مسلمانانو سره د جګړې ډګر کې خپلې ښځې او ځوانې نجونې د مسلمانانو لښکر ته ور لېږلې، تر څو هغوی په فتنه کې واقع کړي، له خپل اصلي هدف او جګړې څخه يې غافل او په عياشي يې اخته کړي.

دغه راز؛ د صليبي جګړو پر مهال هم کفارو اسلامي نړۍ ته خپلې ښايسته او روزل شوې نجونې را استولې او د هغوی له لارې به يې په مسلمانانو کې د اختلاف، تضاد، بې ديني او فحاشي پروګرامونه خپرول.

اوسني عصر کې هم کفار له ښځو څخه هماغه شان کار اخلي، خپل کار يې نور هم منظم کړی، د ښځو د حقوقو په نامه يې په لسګونو لويې او وړې ټولنې جوړې کړې او د هغوی له لارې داسې پروګرامونه پلي کوي، چې ظاهراً د ښځو د حقوقو نارې وهي، خو اصلاً له ښځو څخه يوازې د يوې آلې په توګه کار اخلي او د دوی له لارې په مسلمانانو کې اختلاف، بې ديني او فحاشي خپروي.

دوی فقط د ښځو بربنډتوب، فحاشي او له نارينه ؤ سره اختلاط ته «د ښځو حقوق!» وايي، تر دې ور ها خوا هيڅ پروګرام نه لري. نه د هغوی د راحت غم ورسره شته، نه يې د حيا او راتلونکي ژوند په اړه اندېښمن دي او نه له ښځو سره کومه رښتينې همدردي لري.

کفار له ښځو څخه يوازې تر هغه وخته فايده اخلي، تر څو چې ځواني او ښکلا ولري، دې وخت کې يې په لسګونو خلک پالي او يارانې ورسره کوي، خو چې ځواني يې په ختمېدو شي، بيا يې څوک په کيسه کې نه وي، حتی د ګېډې مړولو لپاره هم څوک ورسره همکاري نه کوي او بالآخره خپله خواري او مزدوري ته مجبوريږي.

دوی هماغه خلک دي، چې ښځې به يې ژوندۍ خښولې، د مياشتني مرض پر مهال به يې د حيواناتو په شان جدا خونو کې بندي کولې او له کړکۍ څخه به يې ډوډۍ ورکوله، همدا اوس هم له مختلفو لارو د ښځو د عفت پلورنې په بدل کې پيسې ګټي او ځان پرې ساتي.

خلاصه دا چې کفار له ښځو څخه د يوې آلې په توګه کار اخلي او يوازې د يو سامان په نظر ورته ګوري، تر دې ور هاخوا د ښځو لپاره پر هيڅ حيثيت او ارزښت نه دي قايل.

خو الحمدلله؛ اسلام هغه مبارک دين دی، چې ښځو ته يې د کفارو له ظلمونو او وحشتونو نجات ورکړ، خپل حقوق يې ور اعاده کړل او د ښځې، خور او مور پر عزتمندو مقامونو يې ونازولې.

په اسلامي ټولنه کې ښځه لومړی د لور په نوم نازول کيږي، بيا د ښځې په نوم مينه ورکول کيږي او ورپسې يې د مور په نوم انتهايي قدر او عزت کيږي. دوی د خپل طبيعي جوړښت مطابق يوازې د کور کارونه کوي، نارينه بهر هر ډول تکاليف ګالي، خواري مزدوري کوي او خپلو خويندو، ميندو ته په خپل کور کې د هغوی حوايج ور پوره کوي. هغوی له هر ډول تکاليفو، ذهني ستونزو او مجبوري بې غمه وي. خو په کفري نړۍ کې بيا هره ښځه مجبوره ده، چې د ځان لپاره يوه ګوله روزي پيدا کړي، د خپل آينده ژوند لپاره په خپل لاس څه وګټي، له کوره بهر له خپله وسه پورته درانه کارونه وکړي او تر ټولو سخته يې لا دا چې دباندې د نارينه ؤ له خوا هره شېبه له جنسي ځورونې او تهديد سره مخ وي. لکه څه موده وړاندې چې د (RAINN) په نوم يوې امريکايي تحقيقاتي ادارې په خپل راپور کې وويل، چې په امريکا کې په هرو (۶۸) ثانيو کې پر يوه ښځه جنسي تېری کيږي. يعنې په اوسط ډول هر کال (۴۶۳۶۳۴) ښځو باندې جنسي تېری کيږي، چې اکثره قربانيان يې له (۱۲ تر ۲۵) کالو عمر لري.

دا د کفارو اصلي څېره ده، د دوی هدف يوازې دا دی، چې فحاشي عامه شي، بې شمېره ښځو ته لاس رسی ولري او په مسلمانانو کې هم بې ديني او فحاشي خپره کړي. دا يو حقيقت دی، چې هر شخص خپل فکر ته بلنه کوي، بې دينه خلک غواړي چې ټول خلک بې دينه شي او نېکان خلک غواړي چې ټول خلک نېکان شي.

نو د کفارو پر درواغجنو شعارونو مه دوکه کېږئ، د هغوی له داخلي حالاتو، روان وضعيت او پخواني تاريخ څخه ځان خبر کړئ، پر دسيسو يې ځان اګاه کړئ او نور خلک هم پرې وپوهوئ. خلکو ته په کفري او اسلامي ټولنه کې د ښځو د حقوقو توپير واضح کړئ او د هغوی اصلي څېره خلکو ته څرګنده کړئ.

کفار د خلکو د دوکه کولو لپاره د ښځو په نامه په ټول کال کې یوه ورځ په نمایشي توګه لمانځي، خو موږ ټول عمر لور، خور، مور او ښځې ته انتهایي زیاته مینه او عزت ورکوو. د دغه حیثیت پوښتنه له عمر خوړلیو او ځوریدلو غربي ښځو کولای شئ.


د رسول الله ﷺ له خولې د ښځو حقوق

ابو عمر

ژباړه: حکيم بن معاويه القُشَيرِي رضي الله عنه له خپل پلار څخه روايت کوي، هغه ويلي چې ما وويل: ای د الله رسوله! پر موږ باندې د ښځو حق څه دی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: ته چې څه خورې، هغه خواړه هغې ته هم ورکړه او کوم لباس چې ته ځان ته کوې هغې ته يې هم واخله او مخ ته يې مه وهه او هغې ته بد الفاظ مه استعمالوه او له هغې څخه (د ضرورت په وخت) يوازې په يوه کوټه کې جدايي اختيار کړه.  رواه أَبو داود

زياتونه:

له دغه مبارک حديث څخه معلوميږي چې بهرني کارونه ټول پر نارينه ؤ لازم دي، يعني کار او مزدوري کول او د خپل اهل و عيال نفقه برابرول د نارينه ؤ مسؤليت دی. ښځې بايد يوازې د خپل خاوند د کور، اولاد او مال خيال وساتي او کورني کارونه وکړي.

کفارو له ښځينه ؤ سره دومره بد چال چلند کړی، چې انساني تاريخ پرې شرميږي، کفارو به خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، د مياشتني مرض پر مهال به په يوه تياره خونه کې په ډېرې بې عزتي بندۍ وې او نه هم د پلار او خاوند په مال دولت کې څه حصه ورکول کېده.

خو د اسلام مبارک دين ښځو ته په ډېر عزت قائل دی، اسلام ښځو ته د خور، مور او لور عزتمن مقام ورکړ او د ښځې مينه يې ورکړه، اسلام له فطرت سره سم پر سړيو دباندني کارونه لازم کړل او ښځو ته يې د خپلو پلرونو او مېړونو د کورونو، اولادونو او مالونو د ساتنې توصیه وکړه. دا ځکه چې نارينه ؤ ته الله تعالی ځواک ورکړی او هغوی د هر ډول مشکلاتو پر وړاندې مقاومت کولی شي، خو برعکس ښځه بيا د مشکلاتو زور نه لري، خو د اولادونو د روزنې او پالنې لپاره بيا مور داسې شفقت او حوصله لري، چې پلار یې نه لري.

لنډه دا چې په اسلام کې د هر چا حقوق په ډېره ښه توګه ټاکل شوي، خو افسوس چې بيا هم انسانان له دغه حق دین څخه غفلت او انحراف کوي.

افسوس چې د اسلام د ښايسته احکامو له موجوديت سره سره بيا هم زموږ ګڼ شمېر مسلمانان د غربيانو د درواغجنو شعارونو تر اغېز لاندې راغلي او د ښځو د حقوقو لپاره هماغه د دوی درواغجنې او شيطاني نارې ورسره زمزمه کوي!

 


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندی والی کول

قدرمنو لوستونکو!

ستاسو د علمي، دیني او ادبي تندي د خړوبولو، د دنیا او آخرت د نېکمرغیو د ترلاسه کولو لپاره موږ به د ښو خلکو له یوې داسي ډلي سره سفر ولرو، چي هغه کسانو د رب په اطاعت کي یو له بل سره مقابله وکړه او د نېکو کارونو د ترسره کولو په لور یې ګړندي او اوچت ګامونه واخیستل.

د هغو کسانو سره مو سفر دی چي د خدای جل جلاله مغفرت او ښکلو جنتونو ته یې منډي وهلې.

دا د یوې داسي ډلي کیسې دي چي د غرونو له پورته کېدو څخه یې ویره نه وه، بلکي له خپلو غاړو یې د غلامۍ توغ را کښته کړ او د الله جل جلاله د میني بیرغ یې اوچت کړ.

دا هغه سړي او ښځي دي چي د غرونو سرته پورته سوي، هیڅ دنیاوي خوند ددې خنډ واقع نه سو، چي دوی خپل پالونکي ته ونه رسېږي او هیڅ نفسي غوښتني او شهوت هم ددې مانع نه سول چي دوی له خپل دین څخه په نورو شیانو مصروف کړي.

همدارنګه د دوی پالونکي هم له دوی سره مینه درلوده او ځان ته یې نژدې کړه او په لوړو مرتبو یې ونازول.

الله تعالی په خپل سپېڅلي کلام کي فرمایي:

" فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّآ أُخْفِىَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ(۱۷)أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا ۚ لَّا يَسْتَوُنَ". [سُوۡرَةُ السَّجدَة : ۱۷-۱۸ ]

ژباړه: نو د سترګو يخېدو كوم وسائل چي د هغو د عملونو په مكافات کښې د هغو لپاره پټ کړای سوي دي، هيڅ ساکښ پرې خبر نه دى.

ښه نو، ايا دا کېداى سي: څوک چي مؤمن وي، هغه دي د هغه چا په څېر سي چي فاسق وي؟ دغه دواړه نه سي برابرېداى.

بلکل دا هیڅکله نه سي برابرېدای، ځکه هغه  څوک چي ټوله ورځ په روژې نیولو او شپه په تهجد تېروي له هغه کس سره چي ورځ د حیواناتو په رکم او شپه په سندرو او بانډارونو تېروي، هیڅکله دا دوه نه سي برابرېدای.

همدارنګه رب عزوجل فرمایي:

" أَمَّا الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَلَهُمْ جَنّٰتُ الْمَأْوٰى نُزُلًۢا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ(۱۹)

وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوٰىهُمُ النَّارُ ۖ كُلَّمَآ أَرَادُوٓا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَآ أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ".

[سُوۡرَةُ السَّجدَة : ۱۹-۲۰]

ژباړه: كومو كسانو چي ايمان راوړى دى او غوره عملونه یې کړي دي، د هغو لپاره خو د مېلمستيا په ډول د خپلو عملونو په بدل كي جنتونه ورته استوګنځي دي.

او كومو كسانو چي فسق غوره کړی دى، د هغو استوګنځى دوږخ دى. هر كله چي هغوى ورڅخه وتل وغواړي، بېرته به پکښې وغورځول سي او ورته وبه وويل سي چي اوس د همغه اور د عذاب خوند وڅكئ چي تاسي درواغ ګاڼه.

نو عزتمندو لوستونکو!

که غواړئ چي د پرهېزګارانو په حال ځانونه خبر کړئ، نو زموږ سره پاتي سئ چي د هغو بې وزلو څخه مو خبر کړو چي دنیاوي ژوند یې له کړاوونو څخه ډک، خو بل اړخ کي یې خپل اخروي ژوند ګل او ګلزار کړی وو.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

دوهمه برخه

قدرمنو لوستونکو!

په تېره ګڼه کي مو د هغه کسانو اړوند چي یواځي یې د آخروي ژوند د ښکلا ترلاسه لپاره د دنیا خوندونه پرېښي وه او تل په دې هڅه کي وه چي څنګه یو له بل څخه د نېکیو په ترسره کولو کي مخکي سي، سوچونه وهل ابتدایي خبري وکړې.

اوس به راسو ددې کاروان د څو تنو بې وزلو لارویانو حال وګورو، چي څومره د آخرت په غم کي ډوب وه.

 راسئ چي د ابو هریره، سلمان، ابوذر او بلال رضي الله عنهم حال وګورو چي رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغلل او د شتمنو کسانو څخه یې خپل شکایت ورته وړاندي کړ.

د تعجب خبره ده بې وزله صحابه له شتمنو څخه شکایت کوي؟ هو، خو د څه له امله شکایت کوي؟

آیا ددې امله چي د شتمنو خواړه د دوی تر خوړو خوندور دي؟ یا ددې له امله چي د شتمنو جامې د دوی تر جامو غوره دي؟ یا ددې امله چي د شتمنو کورونه د دوی تر کورونو لوړ دي؟

نه، هیڅکله د دوی شکایت ددې شیانو څخه نه وو او نه یې داسي شیانو کي یو له بل سره وړاندي والی کاوه.

دوی د الله رسول صلي الله علیه وسلم ته راغلل او ورته یې وویل: اې د الله ګران رسوله! ستا لوري ته ددې لپاره راغلي یو چي د شتمنو خلکو څخه خپل شکایت درته وړاندي کړو؟

- رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د څه شي په اړه شکایت ځني لرئ؟

- دوی ورته وویل: اې د الله رسوله! شتمنو خلکو زموږ څخه لوړي درجې او مرتبې وګټلې.

زموږ په رکم لمونځونه کوي او زموږ په ډول روژې نیسي، مګر ددې سره دوی مالونه او جایدادونه هم لري چي هغه خیراتوي او موږ هیڅ نه لرو چي خیرات یې کړو.

- رسول الله صلي الله علیه وسلم هغو ته وویل: داسي شی در ونه ښایم، چي د شتمنو څخه به وړاندي سئ او ستاسو څخه وروسته هم څوک لاس رسی ورته ونه لري؟

-هغو وویل:هو، را ویې ښایاست.

-رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل: د هره لمانځه وروسته درې دېرش(۳۳) ځله سبحان الله، درې دېرش(۳۳) ځله الحمد لله او درې دېرش(۳۳) ځله الله اکبر وایاست.

که چیري مو دا عمل ترسره کړ، نو د هغه کسانو څخه چي تر تاسو مخکي وه، وړاندي والی مو وکړ او ستاسو څخه وروستي کسان به هیڅکله تاسو ته در ونه رسېږي.

بې وزله صحابه کرام ددې کلمو په اورېدلو سره زیات خوشحاله سول، نو د لمانځه وروسته د دوی د تسبیح، تحمید او تکبیر اوازونه مسجد نبوي کي پورته سول.

شتمنو صحابه کرامو کله چي بې وزله صحابه کرام د داسي اذکارو په حالت کي ولیدل، نو پوښتنه یې ځني وکړل چي دا څه شي دي؟

- هغو د رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه خبري چي دوی ته یې کړې وې، شتمنو ته ورته وکړل.

نو کله چي شتمنو د یادو اذکارو فضیلت واورېده، نو هغو هم پیل په وکړ.

هو، حتی ابوبکر، عبدالرحمن بن عوف او زبیر بن عوام رضي الله عنهم هم شروع په وکړل او د هغه وروسته به ټولو صحابه کرامو که شتمن وه، که بې وزله پورته اذکار د لمونځونو وروسته ویل.

بې وزله بیا رسول الله صلي الله علیه وسلم ته ورغلل او ورته یې وویل: ای د الله رسوله! دا خو زموږ شتمن وروڼه هم د یادو اذکارو له فضیلت څخه خبر سول او دوی یې هم اوس وایي، نو یو بل شی موږ ته راوښایاست؟

-رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل: چي دا د الله تعالی فضل دی، چا ته یې چي خوښه سي ورکوي یې.

الله تعالی قرآن کریم کي فرمايي:

 " إِنَّهُمْ كَانُوا يُسٰرِعُونَ فِى الْخَيْرٰتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خٰشِعِينَ". [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 90]

ژباړه: دغو كسانو د نېکۍ په چارو کښي منډي وهلې او موږ یې له میلان او وېري سره بللو او زموږ په وړاندي غاړه اېښودونكي وه.

نو دا واضحه سوه چي انسان باید تل کوښښ وکړي چي څنګه د یو بل مسلمان ورور څخه ځان په نېکیو کي مخکي کړي.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

دریمه برخه

موږ که سوچ وکړو، دا یواځي په نېکو اعمالو کي یو له بل څخه وړاندي والی وو، چي د نېکانو پرهېزګارانو او الله ته د نژدې کسانو فکر یې مصروف کړی وو او د دوی درجې یې د الله په نزد لوړي کړې وې.

دنیا کي چي موږ د الله دوستان وینو، چي هیڅ دنیوي خوندونو ته پاملرنه نه کوي، بلکي ټوله هڅه یې دا وي، چي څنګه الله او د هغه رسول خوشحاله کړي او آخرت کي د ځان لپاره لوړي ماڼۍ جوړي کړي، ځکه دوی ته ددې فاني دنیا اهمیت معلوم سوی دی، چي د الله په نزد ټوله دنیا د یو مچ په اندازه ارزښت نه لري او د لوی څښتن دا خبره یې ذهنونو کي وي، چي د دنیا په باره کي د سورت حَدید په شلم نمبر آیت کي فرمایي:

" ښه وپوهېږئ چي د ددنيا دغه ژوند له دې پرته بل څه نه دى چي يوه لوبه، ساعت تېرى، ظاهري زيب، سينګار، ستاسو په خپلو منځو کښي يو پر بل باندي وياړېدل، په مال او اولاد کښي يو پر بل باندي د مخکي كېدلو هڅه كول دي.

 د دې مثال داسي دى لكه چي يو باران وسو، نو په هغه سره د را پيدا كېدونكو نباتاتو په ليدلو سره بزګران خوشحاله سول. بيا همغه كښت پخيږي او ته وينې چي هغه ژېړ سو. بيا هغه بوس ګرځي. د دې برعكس آخرت هغه ځاى دى چي هلته (د ددنيا غوښتونكو لپاره چي آخرت ته يې شاه کړې وي) سخت عذاب دى او (د آخرت غوښتونكو لپاره) د الله مغفرت او د هغه رضا ده. نو د دنيا ژوند د غولوني له متاع پرته بل څه نه دى.

قدرمنو لوستونکو راسئ، د دا دوو بزرګانو ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د ژوند یوې جالبي کیسې ته سر ور ښکاره کړو.

عمر رضي الله عنه وایي: دا هیله مي درلوده، چي یوه ورځ د ابوبکر رضي الله عنه څخه په نېکۍ کي وړاندي سم.

هغه وو چي یوه ورځ رسول الله صلي الله علیه سلم په خیرات کولو امر وکړ، زما سره سپین او سره زر موجود وه، نو د ځان سره مي وویل: چي نن ورځ به د ابوبکر رضي الله عنه څخه مخکي کېږم.

نو عمر رضي الله عنه کور ته ولاړم، خپل ټول مال مي را واخیست، دوې برخي مي کړ، نیم مي کور کي د کورنۍ د غړو لپاره پرېښوول او نیم مي د رسول الله صلي الله علیه وسلم حضور ته راوړ.

کله چي رسول الله صلي الله علیه وسلم د ده مال ته وکتل، نو ورته یې وویل: اې عمره! د کورنۍ غړو ته دي څه پرېښوول؟

عمر رضي الله عنه ورته وویل: څومره چي مي راوړي، هغومره حصه مي هغوی ته پرېښوول.

نو عمر رضي الله عنه انتظار دی، تر څو ابوبکر رضي الله عنه راسي، ناڅاپه ابوبکر را ښکاره سو او یو غټه کڅوڼه یې د رسول الله صلي الله علیه وسلم مخته کښېښوول.

رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل: اې ابو بکره! کورنۍ ته دي څه شی پرېښوول؟

ابوبکر وویل: الله او د هغه رسول (صلي الله علیه وسلم).

عمر رضي الله عنه ابوبکر ته وکتل او ویې ویل: په الله سوګند چي بیا به هیڅکله د ابوبکر سره مسابقه ونه کړم، ځکه چي هر څومره کوښښ وکړم، نو هیڅکله به دده مرتبې ته ونه رسېږم.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

څلورمه برخه

د همدې سرښندونکو له جملې څخه به د یو بل تن کیسه درته واوروو.

د احد په غزا کي چي د کفارو سره سخته جګړه پیل وه، رسول الله صلي الله علیه وسلم خپله توره را وایستل، په لاس کي یې پورته ونیول او اتلو صحابه کرامو ته یې وویل: داسي څوک سته چي دا توره واخلي او حق یې ادا کړي؟

دې وخت کي صحابه کرامو وړاندي والی پیل کړ او لاسونه یې د توري اخیستلو لپاره وغځول.

د حیرانتیا خبره ده چي ولي دوی د توري اخیستلو ته دومره تلوسه وه او هر یوه غوښتل چي توره ده ته ور کړل سي؟

خو، هو دوی دا توره خاص ددې لپاره اخیستل چي یا خپل روح لوی څښتن ته وسپاري یا دې توري باندي د مشرکینو وینه وبهوي.

ناڅاپه ابو دُجانه (رض) د صحابه کرامو له جملې څخه را وړاندي سو او ویې پوښتل: اې د الله رسوله! ددې توري حق څه دی؟

رسول الله (ص) وفرمایل: ددې توري حق دا دی چي په مسلمان به یې نه را پورته کوې او د کافر څخه به یې نه درېغوې.

هو، هر کافر چي د جګړې میدان ته راوتلی وي، باید په توره یې سر پرې او وینه بهولو کي یې درېغ ونه سي.

هغه وو، چي اتل ابو دُجانه توره را واخیستل، بیا یې په تندي یې سره پټۍ وتړل او په ډېر غرور او تکبر سره یې د کفارو په لور حرکت وکړ او دومره کفار یې په توره ووهل، چي د ډېرو ګذارونو له امله توره کږه سوه.

ابو دُجانه (رض) چي خپل سر په لاس کي واخیست او د جنګ میدان ته وړاندي سو، دا سرښندنه یې یواځي ددې لپاره وکړه، ځکه هغه ته ددې فاني دنیا اهمیت معلوم سوی وو، چي د الله په نزد د یوه مچ اندازه قدر نه لري او د آخرت په ارزښت پوه وو، چي الله د نورو سترو سترو نعمتونو سره به د الله په دیدار هم مشرف کیږي او له هر ډول غمونو او مشکلاتو څخه خلاص ژوند به د جنتي مېرمنو سره تېروي.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

پنځمه برخه

د قیامت ورځ هغه هیبت ناکه ورځ ده، چي د تولو انسانانو څخه به خولې را بهېږي او هر څوک به د نفسي نفسي نعرې وهي.

حتی پیغمبران به هم بې سیکه وي او د قهار څښتن د عذاب څخه به پناه غواړي.

ځیني کسان به د الهي عذاب څخه د وېري له امله تر سر، ځیګر، نوم او پښو پوري په خولو کي غرق وي، حتی دغه حالت کي به پلار او مور له اولادونو او اولادونه به له والدینو، ورور له ورور او مېرمن به له خاوند څخه تښتي، او ټول به په داسي حالت کي د قیامت پر ګرم میدان ولاړ وي، چي هیڅ جامې به یې نه وي په تن او د هیچا به بل چاته فکر نه وي.

یوه ورځ رسول الله صلي الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته د همدې وحشتانکي ورځي بیان کاوه، چي د امت څخه به یې اویا زره تنه بې حسابه او عذابه جنت ته ځي.

صحابه کرام د داسي فضیلت اورېدو له امله په حیرانتیا کي ډوب سوه، چي د داسي دردناکي ورځي له وحشت څخه چي څوک ژغورل کیږي، حتمي داسي شخص ډېر نېکمرغه دی، چي ناڅاپه عکاشه بن محصن رضي الله عنه را ولاړ وسو، مخکي له دې چي چانس له لاسه ورکړی او له نورو څخه وړاندي والی وکړي، وویل:  ای د الله رسوله! زما لپاره دعا وکړه چي زه هغه کسانو کي راسم!

رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل: ته د هغو کسانو څخه یې.

نورو صحابه کرامو هم غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل: چي عکاشه ستاسو څخه وړاندي والی وکړ او دا فضیلت یې وګټی.

عکاشه رضي الله عنه د خیر په کارونو کي د وړاندي والي له امله دا غوره والی ترلاسه کړ او په نورو صحابه کرامو دا دروازه وتړل سوه.

هو، عکاشه دلته وړاندي والی وکړ، نو بې حسابه او عذابه به جنت ته داخلیږي.

ابو دُجانه وړاندي والی وکړ، د رسول الله صلي الله علیه وسلم توره یې ترلاسه کړه.

ابو بکر بیا ټولو صحابه کرامو باندي غوره والی وموند.

همېشه هر فقیر، شتمن، نېک او غوره خلک له یو بل سره په نېکیو کي وړاندي والی کوي، د دوی هدف یو شی دی، ځکه څښتن یې یو دی.

زړونه یې مستقیم او برابر دي، ځکه ارادې او هوډونه یې محکم دي.

نو اې وروره او خوري! تا کله خپل ګرېوان ته سر کښته کړی دی، چي فلان شخص خو د الله په لاره کي هغه نېکي وکړه زه هم باید ځان ور ورسوم؟

آیا ته ځان ملامتوې چي فلان شخص خو د قرآن کریم یادولو او علم حاصلو کي تر تا مخکي سو او ته بې پروا او نا خبره پاتي یې؟

آیا دې باندي غمجن سوی یې، چي فلان کس خو جهاد او سنګر کي شپه او ورځ لګیا وي او تا کور کي په بالښت د غفلت تکیه وهلي وي؟

آیا کله دي د حسرت اوښکي دې باندي توی کړي دي، چي فلان شخص خو هره ورځ د نېکیو په لوړو پوړو خېژې او د منکراتو څخه لیري کیږي، خو ته په عبثو او بې ارزښته شیانو لګیا یې؟

ستا به هغه وخت څه وضعیت وي چي پوه سې، چي فلان سړی د ورځي روژه او د شپې تهجد، سهار مهال رب ته اوښکي تويوي او د خپلو ګناهونو بخښنه ځني غواړي؟

خو بریالی هغه کس دی، چي دنیوي ټول خواهشات پرېږدي او یواځي د رب عزوجل د خوښي ترلاسه کولو لپاره تل په نېکو اعمالو کي وړاندي والی وکړي.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

شپږمه برخه

دې سرښندونکو کله چي به د یو نېک کار فضیلت واورېدی، نو په منډه به یې ځان ور رسوی او په هغه نېک کار باندي به یې همېشتوب خپل عادت وګرځوی.

الله تعالی خپل د میني او محبت خوند په هغوی څکلی وو، د خپل راز او نیاز مزه یې دوی ته بخښلې وه، په خپل څارني سره یې د هغوی زړونه پاک ساتلي وه او خپل د نژدېوالي تاج یې د هغو په سر اېښی وو.

او مخکي له دې چي جنت ته داخل سي، د جنت خوشبويۍ خوند یې څکلی وو.

ربیعه بن کعب اسلمي یو تنکی او کم عمره صحابي وو، مګر همت او مېړانه یې ورېځو ته رسېدل.

هغه په داسي حال کي چي د ځواني موسم یې وو، رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راتلی، د اوداسه اوبه به یې ورته تیارولژ او نور کارونه به یې ورته اجرا کول.

هغه وو چي یوه ورځ رسول الله صلي الله علیه وسلم وغوښتل چي دده د محبت او خدمت بدله ورکړي، نو ورته یې وویل: ای ربیعه! زما څخه یو شی وغواړه؟

ربیعه یو ګړی چوپ وو، بیا یې وویل په جنت کي ستاسو ملګرتیا غواړم.

رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل: نو دې کار کي زما سره په ډېرو سجدې کولو کي ملګرتیا وکړه.( رواه مسلم)

ددې خبري وروسته ربیعه که څه هم ډېر کم عمر درلود، خو تل به د لمانځه او سجدې په حالت کي لیدل کېدی.

خپل د ژوند یوه شېبه یې هم له لاسه نه ور کاوه او تل به یې لمونځ په جماعت سره ادا کاوه.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

اوومه برخه

رسول الله (ص) د صحابه کرامو یوه مجلس کي وفرمایل: « کله چي الله تعالی یوه بنده ته د خیر اراده وکړي، نو هغه خپل ځان ته را بلي».

صحابه کرامو وپوښتل: چي څنګه هغه د ځان لوري ته بلي؟

رسول الله (ص) وویل: هغه ته د یو نېک کار ترسره کولو توفیق ورکوي، بیا وروسته په دغه حالت کي یې روح اخلي.

نو هر کله چي الله تعالی د یو چا سره مینه ولري، هغه په خپل اطاعت او عبادت کي بوختوي، تر څو یواځي د ځان لپاره ژوند ونه کړي، بلکي د خپل دین لپاره خدمت کوي، خلک دین ته راوبلي، په نېکیو امر وکړي او له بدیو څخه منع وکړي او تل د مسلمانانو کارونو ته اهمیت ورکوي او د هغوی غمخوار وي.

که یوه مېرمنه په افغانستان کي ژوند کوي، هغه یې مور ده او که سعودي عرب کي ژوند کوي، هغه یې خور ده او که چین کي ژوند کوي، هغه یې لور ده او د کشمیر اوسېدونکي یې خپلوان دي، تل د هغو په درد غمجن وي او په خوښي یې خوشحاله وي.

دی تل د خپلوانو او ملګرو د نصیحت کولو په هڅه کي وي او هر وخت او هر ځای د موقع څخه ګټه پورته کوي، تر څو مسلمانانو ته یې خیر ورسیږي.

کله چي یو بد او منکر کار وویني، زړه یې د افسوس له امله درد وکړي او سترګي یې له اوښکو څخه ډکي سي.

ددې لپاره چي خلک د الله تعالی په نافرمانۍ کي ونه ویني، دا ورته ډېر خوښ وي چي په غېچي پرې پرې سي، نه چي څوک د الله په نافرمانۍ کي وویني.

خلکو ته د نصیحت او هدایت کولو په لاره کي د اوبو او اور پروا نه لري، ځکه د پیغمبرانو او د الله د دوستانو حالات یې لوستلي دي.

ابراهیم، هود، سلیمان، داؤد (علیهم السلام ) حال وګورئ او همدارنګه د شعیب، موسی، ایوب او عیسی ( علیهم السلام) حالات وګورئ، چي څنګه یې د الله تعالی د دین خدمت کاوه او څنګه یې په پوره باور سره هر ډول ستونزو ته تیار وه.

د نوح (ع) خبري واورئ، چي څنګه خپل شکایت الله تعالی ته وړاندي کوي: اې زما ربه! ما خپل قوم ته شپه او ورځ دعوت ورکړ؛ خو زما بلني د هغو تېښته ( د حق څخه) لا زياته کړه.[سورت نوح:۵-۶]

مګر ددې سره تسلیم نه سو، څنګه چي فرمايي:

او هر كله چي ما هغوی دې ته وبلل چي ته بخښنه ورته وکړې، هغوی په غوږونو کښې ګوتي كښېښودې، په جامو سره یې مخونه وپوښل، په خپل چلند یې ټينګار وکړ او ډېر تكبر یې وکړ؛ بيا ما هغو ته په لوړ ږغ بلنه ورکړه؛ بيا ما په ښكاره هم هغو ته تبليغ وکړ او په پټه پټه مي هم وپوهول.

ما وويل: له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ، بېشكه چي هغه خورا ډېر بخښونكي دی؛ هغه به پر تاسي له آسمانه ښه اورښتونه وکړي؛ تاسي ته به مالونه او اولادونه در په برخه کړي، ستاسي لپاره به باغونه پيدا کړي او ستاسي لپاره به ویالې وبهوي؛ په تاسي څه سوي دي چي د الله لپاره د هیڅ عزت په فكر کښې نه ياست؟[سورت نوح:۷-۱۳]

 نوح (ع) خپل ټول وس او ژوند د الله تعالی دین ته وقف کړی وو، سهار، ماښام، په ښکاره او پټه یې خلک دین ته رابلل.

۹۵۰ کاله یې په دې لاره کي تېر کړل، ځیني نسلونه ولاړل او نور راغلل، خو بیا هم دی د یو قوي او مضبوط غر په شان ولاړ وو.

نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


دغرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

اتمه برخه

په الله قسم چي ځمکي او آسمان د پیغمبر (ص) څخه د خلکو پر هدایت ډېر حریص، ګران او غوره څوک نه دی لیدلی.

هو، هغه د ټولو خلکو په هدایت حریص وو، هغه که بوډا وو، که ځوان، که نارینه وو او که ښځینه، آزاد وو که غلام، ماشوم وو او که غټ، بس خپل ځان او وخت یې تل په همدې لاره کي لګاوه، تر هغه چي الله تعالی داسي خطاب ورته وکړ:

حقيقت دا دى، د الله چي چا ته خوښه سي په ګمراهۍ کښي یې اچوي او چا ته یې چي خوښه سي سمه لاره ورښيي.

نو [اې پیغمبره (ص)!] ته خپل ځان ددغو خلكو په خاطر په غم او افسوس کښې مه ويلي كوه. څه چي دوی كوي، الله ورباندي ښه پوهیږي.[سورت فاطر/۸]

رسول الله (ص) هر ځای او هر وخت کي خلک د الله دین ته بلل، په مسجد کي به یې هم خلکو ته د دین خبري کولې، په بازار کي به یې هم خلک دین ته هڅول، په لاره کي به یې هم خلکو ته دیني لارښووني کولې، حتی د مرګ په حالت کي به یې هم خلک دین ته متوجه کول، لنډه دا چي له هر ډول موقع څخه یې ګټه پوره کول او خلکو ته د نصیحت او دین ته د رابللو لپاره یې دا وخت غنیمت ګاڼه.

کله چي به یې یو ګناهکاره ولیدی، نو حتمي به یې نصیحت ورته کاوه او که به یې یو څوک ولیدی چي کومه غلطي یا نېمګرتیا کي لګیا دی، نو لارښوونه به یې ورته کول.

خلکو ته په دعوت کولو کي یې هیڅ ډول کوتاهي نه درلود، بلکي تل په لوړ همت سره د خلکو په فکر کي وو، حتی د هغو کسانو غم لا ورسره وو، چي تر اوسه دنیا ته نه وه راغلي او دا دعاګاني به یې کولې، چي ای مهربان څښتنه! د دوی  په راتلونکو نسلونو کي نېک او صالح کسان پیدا کړه.

د صحیحینو ( بخاري او مسلم ) په یو روایت کي راځي، چي یوه ورځ حضرت عائشې (رض) د اُحد په غزا کي فکر کاوه، چي څنګه د رسول الله (ص) خواږه ملګري دده په حضور کي شهیدان سول، ځيني نور وتښتېدل او څنګه کافران په نېکانو برلاسي سوه، خپل بیرغ یې پورته او پیغمبر (ص) یې زخمي کړ.

نو رسول الله (ص) ته یې مخ را واړوه او ورته یې وویل: آیا د اُحد د ورځي څخه بله دردونکې او سخته ورځ در باندي راغلې ده؟

رسول الله (ص) په داسي حال کي چي خپل خاطرې یې په یاد راوړلې، وویل: ستا د قوم ډېري سختۍ مي ګاللي دي، مګر تر ټوله سخت شی چي زه ورسره مخامخ سوم هغه د عقبې په ورځ وه، کوم  مهال چي زه طائف ته د دعوت لپاره تللی وم، هغه ورځ مي خپل ځان عبد یالیل ته وړاندي کړ، تر څو ما خپل په امان کي واخلي، خو هغه زما غوښتنه ونه منل، نو په داسي حال کي چي ډېر زیات غمجن وم بیرته وګرځېدم، کله چي قرن الثعالب (طائف ته نژدې د نجد د اوسېدونکو میقات) ته ورسېدم هلته مي سر پورته کړ، ګورم چي وریځ مي په سر سیوری کړی او جبرائیل(ع) مي پکښې ولید، چي ماته یې آواز وکړ، وویل: الله تعالی ستا د قوم خبري واورېدې چي تاته یې وکړې او د دین دعوت یې ونه مانه، نو الله تعالی تاته د غرونو پرښته را لېږلې ده، چي هر آمر ورته کوې، هغه تیاره ده.

وروسته د غرونو پرښتې سلام وکړ او ویې ویل: ای محمده! هره غوښتنه چي لرې، زه یې ترسره کوم، آیا دا غواړې چي هغوی د دوو غرونو په منځ کي راګیر کړم؟ دا دوه لوی غرونه په مکې کي وه.

رسول الله (ص) ورته وویل: نه، بلکي زه هیله مند یم، چي الله تعالی د دوی په راتلونکو نسلونو کي به داسي کسان پیدا سي، چي یواځي د الله تعالی عبادت وکړي او هیڅ شریک ورسره ونه نیسي.

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

نهمه برخه

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد

رسول الله (ص) به خلکو ته د نصیحت کولو لپاره هر وخت او هر ځای غنیمت ګاڼه، کله چي به موقع په لاس ورغله، خلک به یې د الله دین ته رابلل.

په بازار کي به یې دوی د هغه څه په اړه چي له الله تعالی سره یې دي، ترغیب او هڅول او په لاره به یې خپل معبود دوی ته ور په یاداوه.

یوه ورځ یې ابن عباس (رض) له ځان سره په مرکب سپور کړی وو، په نیمه لار یې هغه ته مخ وروګرځاوه، مخکي له دې چي فرصت ضایع سي وویل:"اې ځوانه! زه تاته څو خبري در زده کوم: الله تعالی راضي وساته ترڅو ستا ساتنه وکړي، الله تعالی راضي وساته، هغه به خپل مخ کي ومومې، که څه دي غوښتل له الله تعالی یې وغواړه او که مرسته غواړې، نو له الله تعالی یې وغواړه".

بل ځل یې معاذ بن جبل (رض) له ځان سره په مرکب سپور کړ، په نیمايي لاره یې هغه ته وویل:" اې معاذه!  ایا پوهېږې پر بنده‌ګانو د الله تعالی حق څه دی او بنده‌ګان په الله تعالی څه حق لري؟ پر بنده‌ګانو د الله تعالی حق دا دی چي یواځي د هغه عبادت وکړي او له هغه سره شریک ونه نیسي او پر الله تعالی بیا د بنده‌ګانو حق دا دی، هر چا چي له هغه سره شریک نه دی نیولی هغه ته عذاب ور نه کړي".

بلکي له قبرونو سره د خلکو راټولېدل به یې هم د دوی لپاره د لارښووني په خاطر غنیمت باله.

امام احمد له براء بن عازب (رض) څخه روایت کړی چي وویل: په داسي حال کي چي د الله تعالی د رسول (ص) سره وو، ناڅاپه یې یوه ډله ولیده، نو ویې ویل:" دوی د څه لپاره راټول شوي دي؟"

وویل: غواړي قبر وکیندي.

پیغمبر (ص) اندېښمن سو او په بېړه هغه لوري ته ولاړ، قبر ته چي ورسېد ترڅنګ یې کښېناستی.

پیغمبر (ص) یواځي لویانو ته توجه نه کوله، بلکي ماشومانو، لویانو، غلامانو او ازادو کسانو ته یې په یوه اندازه توجه او پاملرنه وه.

بخاري شریف روایت کړی چي پیغمبر (ص) خبر سو چي یو تنکی یهود ځوان د ناروغۍ په بستر پروت دی، انس (رض) ته یې وویل: راځه د هغه لیدو ته ورسو.

کله چي یاد تنکي ځوان ته ورغلل، هغه یې په داسي حال کي د ناروغۍ په بستر ولید چي پلار یې هم ترڅنګ وو.

پیغمبر (ص) هغه ته وویل: "فلانیه!  ووایه: لا اله الا الله".

تنکي ځوان د خپل پلار لوري ته وکتل، پلار یې څه ونه ویل.

پیغمبر (ص) بیا خبره تکرار کړه، تنکي ځوان بیا د پلار لوري ته وکتل.

پلار یې وویل: د ابو القاسم (ص) اطاعت وکړه او خبره یې ومنه.

تنکي ځوان وویل: شاهدي اداء کوم چي له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نه دي او ته د الله تعالی پیغمبر یې.

د نبي کریم (ص) څېره له خوشحالۍ وځلېده، وروسته پورته سو او په داسي حال کي بهر سو چي ویل یې: " الحمد لله چې هغه یې زما په سبب له اوره وژغوره".

که لږ فکر وکړو، یو تنکی ځوان چي نه یې مال درلود نه قبیله، په داسي حال کي چي د مرګ په بستر هم پروت وو، پیغمبر (ص) د دغه وجود په اسلام راوړلو خوشحالېږي؛ ځکه چي د دوږخ له اوره یې نجات حاصل کړی دی.

نور بیا....


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

لسمه برخه

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد

د هغه وخت په اړه فکر وکړه چي پیغمبر (ص) له مکې څخه دباندي وشړل سو، قریشو هغه چا ته چي نوموړی په قتل ورسوي جایزه ټاکلې وه، هغه په دغه حال کي په پټه له مکې څخه بهر وځي او په یوه داسي غار کي چي له مارانو او لړمانو ډک دی پټېږي.

تازه له هغه غاره دباندي راوتلی وو او په ګردونو ککړ، ستړی ستومانه د مدینې لوري ته روان وو چي په لاره یې بریده بن حصیب ولیدی؛ کله یې چي هغه ولیدی خپله ټوله ستړیا او حالت یې هېر کړ او هغه یې د اسلام منلو او د بُتانو د عبادت پرېښودو ته دعوت کړ.

په دغه کار کي یې دومره زړه سوی وکړ، چي بریده اسلام قبول کړ او خپل قوم ته بېرته ستون سو او دوی ټول یې اسلام ته دعوت کړل چي له ډلې یې ۳۰ کسانو اسلام ومانه.

وروسته یې هغوی په تیاره کي رسول الله (ص) ته راوستل او له هغه (ص) سره یې د ماخوستن لمونځ وکړ.

وېره، لوږه او ستړیا د دې لامل نه سوه چي د الله(ج) لوري ته د خلکو له رابلوو لاس په سر سي.

زموږ خوږ پیغمبر (ص) ان د خلکو د هدایت په لاره کي له خپلو حقونو او اړتیاوو تېرېده.

په صحیحینو کي له جابر (رض) څخه روایت دی، چي دوی نجد ته نژدې له رسول الله (ص) سره یو ځای جهاد ته ولاړل.

پیغمبر (ص) تر یوې وني لاندي پیاده سو، خپله توره یې د وني په ښاخ ځوړنده کړه او تر وني لاندې ویده سو.

اصحاب (رض) هم د نورو ونو سیوري ته تیت او خواره سول.

په دغه وخت کۍ یو کس آرام، آرام ځان رسول الله (ص) ته ورساوه، په داسي حال کي چي هغه (ص) ویده وو، توره یې راواخیسته، له پوښ څخه یې وایستله او د هغه سر ته ودرېد په لوړ غږ یې وویل: اې محمده! څوک به زما مخه ونیسي (یعني څوک به تا له ما وژغوري)؟

پیغمبر (ص) سترګي خلاصي کړې او داسي یو کس یې ولیدی، چي سترګي یې سرې او له توري یې د مرګ بوی ځي او وايي: (څوک به دي له ما وژغوري؟!

پیغمبر (ص) وویل: الله!

هغه سړي ټکان وخوړ، توره یې له لاس څخه ولوېده او خپله هم په ځمکه ولوېد!.

پیغمبر (ص) پاڅېد، توره یې پورته کړه او وویل: ((څوک به زما مخه ونیسي؟))

هغه کس وویل: هېڅوک! (ویې نه ویل چې لات او عزی)! هېڅوک، غچ مه اخله.

پیغمبر (ص) وویل: اسلام قبول کړه.

هغه کس وویل: نه، خو ژمنه کوم چي هېڅکله به له تاسره جګړه ونه کړم او نه به له هغي ډلي سره یو ځای سم چي له تاسره جګړه کوي.

پیغمبر (ص) بخښنه ورته وکړه او ازار یې نه کړ،

هغه کس د خپل قوم سردار و، دوی ته یې وویل: زه تر ټولو ښو خلکو سره راځم، په داسي حال کي چي له قوم سره یو ځای یې اسلام قبول کړی وو، پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ته بېرته راوګرځېد.

نور بیا...


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

یوولسمه برخه

رسول الله (ص) به خپل ملګري او صحابه هم په همدې طریقه روزول او دا یې ورته فرمایل:" زما حدیثونه او خبري نورو ته رسوئ، که څه هم یوه خبره وي".

او هیڅوک یې د دعوت په پرېښوولو کي معذور نه ګڼی او حق ته بلنه یې د هر مسلمان مسؤلیت ګڼی.

د مسلم په شریف په هغه روایت کي چي رسول الله(ص) حضرت علي(رض) ته خطاب وکړ، داسي راغلي دي:" په الله قسم که مهربان څښتن عزوجل ستا په لاس یو کس ته هدایت په برخه کړي، دا ستا لپاره تر سرو اوښانو غوره دی".

خلک یې د علم زده کړي او نورو خلکو ته نصیحت کولو ته هڅول، رسول الله (ص) د ترمذي شریف په روایت کي فرمایي: الله (ج)، پرښتې یې، د ځمکو او آسمانونو اوسېدونکي حتی مېږیان په خپلو غارونو کي او کبان په سیندونو کي په هغه کس چي خلک نېکۍ ته رابلي او نېکي خبري ورته کوي، درودونه وایي.

نو د رسول الله (ص) ملګرو هم د خپل خوږ دوست دا تګلاره تل څارل او په دې لاره یې تګ کاوه او د دین خپرول یې داسي یو هدف وو، چي د همدې لپاره یې ژوند کاوه او دې لاره کي یې خپل سرونه قربانول.

د حضرت ابوبکر صدیق (رض) په لاس باندي په د دعوت په لومړیو ورځو او شپو کي دېرش تنه د اسلام په مبارک دین مشرف سول، چي د هغو له ډلي شپږ تنه یواځي د عشره مبشره ( لسو جنتي صحابه کرامو) څخه دي.

د حضرت عمر، عثمان او علي (رض) هم دې لاره کي بې شمېره قربانۍ ورکړلې او د کفارو سره د جهاد په میدان کي تېراوه، ددې لپاره چي اسلام د خلکو په منځ کي نشر سي.

همداسي هم سوه ګڼ شمېر ولسونه او ډلي - ډلي قومونه به په اسلام مشرف کېدل او د بتانو عبادت به یې پرېښاوه.

دوی داسي خلک وه، چي د الله (ج) سره یې خپلي وعدې رښتیني کړې او دوی په حقیقت کي غوره او نېک خلک وه، ځکه نېکیو ته د خلکو په رابللو او بدیو څخه د خلکو منع کولو لاره کي یې ملاوي وتړلې.

الله تعالی د سورت فصلت ۳۳ او ۳۴ آیتونو کي فرمایي:" او د هغه چا له خبري څخه به ښه خبره د بل چا وي چي هغه د الله خوا ته بلنه ورکړه او نېک عمل یې وکړ او ویې ويل چي زه مسلمان يم.

او [اې پیغمبره (ص)!] نېکي او بدي يو ډول نه دي؛ ته د بدۍ مخنيوى په هغي نېکۍ سره وکړه چي هغه ډېره ښه وي، (ته به وګورې) چي ستا سره چي د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دي لكه صميمي دوست  ګرځېدلى دى."

صحابه کرامو نه ستړي کېدونکي کوښښونه کول، تر څو یواځي خپل مهربان څښتن له ځانونو څخه خوشحاله کړي  او تل به یې یواځي الله ته سر کښته کاوه او په عبادت به یې خوند حاصلوه.

مګر له بل اړخ څخه کافرونو هم تل خپلي هڅي کولې او حتی خپل مالونه یې هم دې لاره کي لګاوه، تر څو  خلک د الله تعالی له بندګۍ څخه راوګرځوي او په اوس وخت کي هم کفارو د خپلو مخکنیو مشرانو همدا تګلاره غوره کړې ده، چي د مال او پیسو په شیندولو سره یې د ډېرو مسلمانانو ایمانونه رانیول او د اسلام په ضد یې وکارول.

نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

دوولسمه برخه

کله چي پر صحابه کرامو د کفارو شکنجې زیاتي او عذابونه سخت سول، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دوی ته د مکې مکرمې څخه په وتلو امر وکړ او دوی لومړی حبشې ته هجرت وکړ.

نو زیات شمېر مؤمنان له مکې ووتل، خپل ټول مالونه، باغونه، اولادونه او خپلوان یې پرېښوول، تر څو د قریشو له عذابونو څخه په امان اوسي، نو د سیند لاره یې غوره کړه او ځانونه یې حبشې ته ورسول، یو نا اشنا او لیري ځای ته چي تر اوسه دوی نه وو لیدلی، د هغه ځای د اوسېدونکو خوی او عادت یې هم نه وو اخیستی او د خلکو په ژبه هم نه پوهېدل، خو د مجبوریت له امله هلته استوګن او ځانونه یې پناه کړل.

مګر آیا کفارو د هغوی د ازارولو څخه لاس په سر سول؟ نه، هیڅکله هم د هغوی ازارول یې پرېنښوول او کفارو ته دا ډېره درنه تمامېدل چي یواځي دي د الله تعالی عبادت وکړل سي.

قریشو مالونه سره راجمع کړل او د خپلو څو هوښیارو افرادو په لاس یې ورکړل، تر څو د حبشې باچا نجاشي ته دا مالونه د ډالۍ په توګه ورکړي، چي د حبشې باچا نجشي خپلو ځانونو ته را جلب کړي او مسلمانان بیرته مکې ته ستانه کړي، ددې لپاره چي د دوی د شکنجو څخه خلاصون ونه مومي، خو  نجاشي د دوی خبره ونه منل او مسلمانانو ته یې اجازه ورکړه، چي حبشه کي استوګن سي.

ډېره د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چي قریش څنګه په خپل باطلي لاري ولاړ وه، چي هیڅ یې دا نه سوای زغملی چي یو څوک دي یواځي د الله تعالی عبادت وکړي، حتی یو کس به چي به د مرګ پر بستر پروت وو، نو دوی به ځانونه ور رسول او د الله تعالی د لاري به یې منع کوی.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اکا ابو طالب به تل د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ملاتړ کاوه او په زړه کي یې اسلام خوښ کړی وو، خو د قوم د پیغورونو له امله خپل د پلرونو پر دین پاتي وو.

هغه وو چي بوډا او د ناروغیو ورته سر سو، چي بالاخره د مرګ پر بستر پریوت او عزرائیل (ع) یې سر ته ولاړ وو، نو کله چي دا خبر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورسېدی، په چټکۍ سره یې ځان خپل اکا ته راورسوی، نو ویې لید چي د اکا یې د ځګندن وروستۍ شیبې دي او د دنیا څخه د الوداع مرحلې یې وې او یو بل شی یې چي تر سترګو سو، هغه د ابو جهل او ځيني نورو قریشو شتون وو، چي د ابو طالب څنګ ته ولاړ دي، نو څنګه چي د ماشومتوبه یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پالنه کړې وه، نو  تر سترګو یې اوښکي روانې وې او وویل:« اې کاکاجانه! لا اله الا الله ووایه.»

ابو طالب د خپل ګران او مهربان وراره لوري ته مخ واړوه او غوښتل یې چي د خپل وراره غوښتنه د عمر په وروستیو شېبو کي ومني، نو  و یې غوښتل چي د « لا اله الا الله» کلمه ووایي، ابو جهل ورته وویل: « اې ابو طالبه! آیا د خپل پلار عبدالمطلب د دین څخه لاس په سر کېږې؟»

خو بیا هم رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په لوړ ږغ وویل: « کاکاجانه! یواځي لا اله الا الله ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندي ستا په ګټه یې د دلیل په توګه وړاندي کړم.

مګر ابو جهل بیا د هغه په رد کي وویل: « ابو طالبه! د عبدالمطلب د دین څخه لاس په سر کېږې؟ د خپلو پلرونو  دین پرېږدې؟

تر هغه دا خبري شروع وې، چي ابو طالب د شرک او کفر په حالت کي ددې دنیا څخه سترګي پټي کړلې.

په صحیحینو ( بخاري او مسلم ) کي راغلي دي، چي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) څخه وپوښتل سوه، ستا اکا به تل ستا دفاع او ملاتړ کاوه، نو آیا دا کار به ګټه ورته ورسوي؟

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: هو، زما یې همېشه ملاتړ کاوه، خو دی مي ولیدی چي د اور په منځ کي وو، چي بیا مي لږ د اور څخه دباندي را وایستی،  دوه د اور چمپلان یې په پښه دي چي په سر کي یې ماغزه ورسره ایشي.

کفارو به تل پر باطل باندي یو بل ته توصیې کولې او دا یې ځانونو باندي لازمي کړې وه چي هیڅوک باید پرېنښوول سي چي یواځي د الله تعالی په عبادت بوخت سي او کوم څوک چي به د اسلام دین ومانه، هغه ته به یې په بېلا بېلو طریقو شکنجې او عذابونه ورکول.

الله تعالی د د قریشو په اړه د سورت ص په شپږم نمبر آیت کي فرمايي: " (او د قوم سرداران له دې وينا سره د مجلس څخه په وتلو یو او بل ته ویل) ځئ او د خپلو معبودانو پر عبادت ټينګ اوسئ! دا خبره خو د كوم بل غرض لپاره کیږي".

او همدارنګه د سورت فرقان په یو څلوېښتم او دو څلوېښتم آیتو کي فرمایي: دوى چي كله تا وويني، نو ملنډي در پوري وهي. (وايي): "ايا دغه سړی دى چي خداى د پیغمبر په توګه رالېږلی دى؟

ده خو به موږ بې لاري کړي، د خپلو معبودانو څخه به یې اړوولي واى، كه موږ د هغو پر عقيدتمندۍ باندي ټينګار نه واى کړی." -  ښه هغه وخت ليري نه دى چي د عذاب په لیدلو دوى ته په خپله څرګنده شي، چي څوک په ګمراهۍ کښي لیري تللي وه.


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

دیارلسمه برخه

کله چي پر صحابه کرامو د کفارو شکنجې زیاتي او عذابونه سخت سول، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دوی ته د مکې مکرمې څخه په وتلو امر وکړ او دوی لومړی حبشې ته هجرت وکړ.

نو زیات شمېر مؤمنان له مکې ووتل، خپل ټول مالونه، باغونه، اولادونه او خپلوان یې پرېښوول، تر څو د قریشو له عذابونو څخه په امان اوسي، نو د سیند لاره یې غوره کړه او ځانونه یې حبشې ته ورسول، یو نا اشنا او لیري ځای ته چي تر اوسه دوی نه وو لیدلی، د هغه ځای د اوسېدونکو خوی او عادت یې هم نه وو اخیستی او د خلکو په ژبه هم نه پوهېدل، خو د مجبوریت له امله هلته استوګن او ځانونه یې پناه کړل.

مګر آیا کفارو د هغوی د ازارولو څخه لاس په سر سول؟ نه، هیڅکله هم د هغوی ازارول یې پرېنښوول او کفارو ته دا ډېره درنه تمامېدل چي یواځي دي د الله تعالی عبادت وکړل سي.

قریشو مالونه سره راجمع کړل او د خپلو څو هوښیارو افرادو په لاس یې ورکړل، تر څو د حبشې باچا نجاشي ته دا مالونه د ډالۍ په توګه ورکړي، چي د حبشې باچا نجشي خپلو ځانونو ته را جلب کړي او مسلمانان بیرته مکې ته ستانه کړي، ددې لپاره چي د دوی د شکنجو څخه خلاصون ونه مومي، خو  نجاشي د دوی خبره ونه منل او مسلمانانو ته یې اجازه ورکړه، چي حبشه کي استوګن سي.

ډېره د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چي قریش څنګه په خپل باطلي لاري ولاړ وه، چي هیڅ یې دا نه سوای زغملی چي یو څوک دي یواځي د الله تعالی عبادت وکړي، حتی یو کس به چي به د مرګ پر بستر پروت وو، نو دوی به ځانونه ور رسول او د الله تعالی د لاري به یې منع کوی.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اکا ابو طالب به تل د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ملاتړ کاوه او په زړه کي یې اسلام خوښ کړی وو، خو د قوم د پیغورونو له امله خپل د پلرونو پر دین پاتي وو.

هغه وو چي بوډا او د ناروغیو ورته سر سو، چي بالاخره د مرګ پر بستر پریوت او عزرائیل (ع) یې سر ته ولاړ وو، نو کله چي دا خبر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورسېدی، په چټکۍ سره یې ځان خپل اکا ته راورسوی، نو ویې لید چي د اکا یې د ځګندن وروستۍ شیبې دي او د دنیا څخه د الوداع مرحلې یې وې او یو بل شی یې چي تر سترګو سو، هغه د ابو جهل او ځيني نورو قریشو شتون وو، چي د ابو طالب څنګ ته ولاړ دي، نو څنګه چي د ماشومتوبه یې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پالنه کړې وه، نو  تر سترګو یې اوښکي روانې وې او وویل:« اې کاکاجانه! لا اله الا الله ووایه.»

ابو طالب د خپل ګران او مهربان وراره لوري ته مخ واړوه او غوښتل یې چي د خپل وراره غوښتنه د عمر په وروستیو شېبو کي ومني، نو  و یې غوښتل چي د « لا اله الا الله» کلمه ووایي، ابو جهل ورته وویل: « اې ابو طالبه! آیا د خپل پلار عبدالمطلب د دین څخه لاس په سر کېږې؟»

خو بیا هم رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په لوړ ږغ وویل: « کاکاجانه! یواځي لا اله الا الله ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندي ستا په ګټه یې د دلیل په توګه وړاندي کړم.

مګر ابو جهل بیا د هغه په رد کي وویل: « ابو طالبه! د عبدالمطلب د دین څخه لاس په سر کېږې؟ د خپلو پلرونو  دین پرېږدې؟

تر هغه دا خبري شروع وې، چي ابو طالب د شرک او کفر په حالت کي ددې دنیا څخه سترګي پټي کړلې.

په صحیحینو ( بخاري او مسلم ) کي راغلي دي، چي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) څخه وپوښتل سوه، ستا اکا به تل ستا دفاع او ملاتړ کاوه، نو آیا دا کار به ګټه ورته ورسوي؟

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: هو، زما یې همېشه ملاتړ کاوه، خو دی مي ولیدی چي د اور په منځ کي وو، چي بیا مي لږ د اور څخه دباندي را وایستی،  دوه د اور چمپلان یې په پښه دي چي په سر کي یې ماغزه ورسره ایشي.

کفارو به تل پر باطل باندي یو بل ته توصیې کولې او دا یې ځانونو باندي لازمي کړې وه چي هیڅوک باید پرېنښوول سي چي یواځي د الله تعالی په عبادت بوخت سي او کوم څوک چي به د اسلام دین ومانه، هغه ته به یې په بېلا بېلو طریقو شکنجې او عذابونه ورکول.

الله تعالی د د قریشو په اړه د سورت ص په شپږم نمبر آیت کي فرمايي: " (او د قوم سرداران له دې وينا سره د مجلس څخه په وتلو یو او بل ته ویل) ځئ او د خپلو معبودانو پر عبادت ټينګ اوسئ! دا خبره خو د كوم بل غرض لپاره کیږي".

او همدارنګه د سورت فرقان په یو څلوېښتم او دو څلوېښتم آیتو کي فرمایي: دوى چي كله تا وويني، نو ملنډي در پوري وهي. (وايي): "ايا دغه سړی دى چي خداى د پیغمبر په توګه رالېږلی دى؟

ده خو به موږ بې لاري کړي، د خپلو معبودانو څخه به یې اړوولي واى، كه موږ د هغو پر عقيدتمندۍ باندي ټينګار نه واى کړی." -  ښه هغه وخت ليري نه دى چي د عذاب په لیدلو دوى ته په خپله څرګنده شي، چي څوک په ګمراهۍ کښي لیري تللي وه.

نور بیا...


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

څوارلسمه برخه

هو، د رسول الله (ص) په زمانه کي کفارو خپلي ټولي هڅي د اسلام د مخنیوي لپاره کولې، خو د مؤمنانو هڅي او قربانۍ د اسلام د خپرېدا لپاره نه ستړي کېدونکې وې.

 د دوی د هر یوه هڅه او مبارزه د اصلاح لپاره وه، تر هغه چي حق برلاسی او باطل له منځه ولاړ.

 او نن که د پخواني او اوسني کفارو دواړي ډلي د یو مثال په توګه یو بل سره پرتله کړو، نو وینو چي یهودو څومره هڅي او مرستي کړي دي، تر څو د اسرائیلو حکومت تل پر خپلو پښو ولاړ  وي.

همدا راز د هندوانو او بودايانو قربانۍ د خپل دين د خدمت په لاره کې وګورئ، چي په دې لار کي خپل ټول وخت و انرژي مصرفوي او د خپلو شخصي لذتونو او شهوتونو پر ځای خپل باطل دین ته کار کوي.

د نصراني دعوتګرانو هڅي او د هغوی حرص وګورئ، چي د دعوت په لار کي خپل وخت او شتمني لګوي، په داسي حال کي چي هغوی د باطل په لار کې روان هم دي، خو بیا هم په خپل دین کلک ولاړ او تل هڅه کوي، چي خپل باطل دین ته خلک راوبلي.

یو دعوت ورکوونکی وايي:

 دوی تل ما ته بلنه راکوله چي په یوه افریقایي هیواد کي د مسلمانو مهاجرینو سره لیدنه وکړم،  له ډېر ځنډ او خنډ وروسته ما ومنله او پرېکړه مي وکړه چي دوې اوونۍ هلته پاتي ظم، ما د خطرناکو لارو، سخت تودوخي، ناروغیو او حشراتو خطر په نظر کي نیولو سره ځان هلته ورسوو.

کله چي زه هلته ورسېدم، دوی زما په راتګ ډېر خوشحاله سول او ما ته یې په غوره خیمه کي ځای راکړ او ماته یې تر ټولو پاکه بستره راوړه.

هغه شپه مي هملته تر سهاره تېره کړه په داسي حال کي چي په خپل عمل او کومه قرباني چي ما ورکړې وه راضي وم!

 د هغه ځای بد حالاتو  او په داسي حال کي چي له دې دوو اونیو تېرولو ته ډېر اندېښمن هم وم، خو  پاتي سوم.

سهار وختي یو کس ماته راغی او ما څخه یې د قدم وهلو غوښتنه وکړه، ما له هغه څخه وغوښتل چي  تودوخه ډېره ده لږ به هوا ښه سي، نو  د تودوخي تر کمیدو پوري به انتظار وکړو؛  مګر هغه ټینګار وکړ او ما هم ومنله، موږ د کمپ یوازینۍ څاه ته ولاړو چیري چي خلک شاوخوا راټول سوي وه.

د افریقایانو په منځ کي یوې ځواني انجلۍ زما پام ځانته را واړوه، چي سپین رنګ او طلایي ورېښتان یې لرل،  په ظاهر کي د دېرشو کالو ښکارېدله،  زه حیران شوم له خپل ملګري مي وپوښتل چي دا څوک ده؟

 هغه وویل: چي هغه د ناروي یوه نصراني دعوتګره ده، شپږ میاشتي کیږي همدلته ده.

په دې موده کې یې زموږ ژبه هم زده کړې او په سلګونو خلک یې په خپل لاس د مسیحیت دین ته اړولي دي.

هو، الله تعالی د سورت نساء په ۱۰۴ نمبر آیت کي فرمايي:

ژباړه: د دښمني ډلي په تعقيبولو کښې سستي مه كوئ، كه تاسي کړاؤ ګالئ، نو ستاسي په شان هغوى هم کړاؤ ګالي. او تاسي له الله(ج) څخه د هغه څه هيله من ياست چي هغوى یې هيله من نه دي. الله (ج) پر هر څه پوهیږئ او الله (ج) د حكمت او پوهي خاوند دى.

یو بل دعوتګر بیا وايي:

 ما په آلمان کي ژوند کاوه، یو چا دروازه وټکوله، نو یوه ځوانه ښځه وه.

ما وویل: څه غواړې؟

هغې وویل: دروازه خلاصه کړه.

ما وویل: چي زه مسلمان یم او دلته یواځي اوسېږم او زموږ په دين کي دا  جائز نه دي، چي په یواځي والي کي دي نارینه له ښځینه سره وګوري،خو  هغې ټینګار وکړ او ما دروازه ورته خلاصه نه کړه.

هغې وویل: زه یوه یهودیه دعوتګره یم، د خپل دین د دعوت ګرو ډلي څخه یم، دروازه خلاصه کړه او دا کتابچه او در واخله ... ما وویل چي زه هیڅ څه هم نه غواړم.

زارۍ یې وکړه، خو زه خپلي کوټې ته ولاړم، هغې خپله خوله د دروازې د کلیو په سوري کښېښوده او د لسو دقيقو لپاره يې د خپلو عقایدو بیان وکړ، کله چې يي خبري پای ته ورسولې، دروازې ته ورغلم او ومي ويل: ولي دي ځان دومره ستړی کړ؟

هغې وویل: چي زه اوس د آرامۍ احساس کوم، ځکه هغه څه چي زما په توان کي وه، ما د خپل دین د خدمت لپاره وکړل.

نور بیا...

 ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

پنځلسمه برخه

د دين دښمنانو يعني کفارو او ورته ډلو هڅي تر هغه زياتي روښانه دي، چي کوم موږ فکر کوو.

وګورئ چي دوی د سټلایټ چینلونو، سي ډي نوارونو، کتابونو او مجلو له لاري څومره هڅي کوي، تر څو مسلمانان بې لاري او د دین څخه غافل کړي.

د دوی هڅو که د مسلمانانو له هڅو سره یې پرتله کړو، نو د افسوس خاوري به پر سرونو وشیندو.

یو ځوان د تیلو پمپ ته نږدې ودرېدی او د پمپ کاریګر څخه غوښتنه وکړه، تر څو موټر ته یې تیل واچوي، په عین حال کي یې له هغه کاریګر څخه پوښتنه وکړه، چي آیا ته مسلمان یې؟

هغه وايي: نه، زه مسلمان نه یم.

بیا یې ځني وپوښتل : ولي، نه مسلمانېږې؟

هغه ورته وویل: د اسلام په اړه معلومات نه لرم.

 ځوان ورته وویل: د اسلام په اړه به درته یو څه کتابونه ډالۍ کړم.؟

کاریګر هغه ته وویل: درواغ وایې!

وویل : ولي، به درواغ وایم ؟!

 هغه کاریګر وویل: پنځه کاله کیږي چي په دې تیلو پمپ کي کار کوم، هر څوک چي له دې ځایه تیرېږي، وایي د اسلام په اړه لیکل سوي کتابونه درته راوړم، خو تر اوسه یوه یې هم نه دي راوړي.

چي دا د مسلمانانو په کمزورۍ دلالت کوي، چي هیڅ د اسلام دعوت ته توجه نه کوي. په ښو امر او د بدو څخه منع یواځي د یوې خاصي ډلي کار بولي او ځانونه ځني فارغه ګڼي، خو اصلي خبره دا ده چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر ددې امت له ځانګړتیاوو څخه ده او هر مسلمان مکلف دی چي دا وجیبه ترسره کړي، چي د نه ترسره کولو په صورت کي به تل د ناخوالو ورته مخه وي.

یو بل ملګری چي په یوه هوایي ډګر کي د غیر مسلمانانو د دعوت په مرکز کي زموږ فعال غړی دی، وايي: یوه ډله خدمتګاران چي اندونیزیا ته روان وه، د دیني کتابو کڅوړي مي ورباندي وویشلې.

هغه وايي: چي یوه مسلمانه ښځه له خپلي خدمتګاري سره هلته له هغه ځایه تېرېده، تر څو له خپلي خدمتګاري سره خدای په اماني وکړي، ما هغې ته ږغ کړ او ومي ویل: خوري! واخلئ دا ډالۍ ستاسو خدمتګاري لپاره ده، ما هغې ته یو کڅوړه ورکړه، هغې وویل: دا څه دي؟

ما وویل:  دا ستاسو د خدمتګاري لپاره دي.

کڅوړه یې خلاصه کړه او کله چي يې کتاب ولید، په بې پروايۍ یې وویل: چي دیني کتابونه؟! دیني کتابونه نه غواړو، بیا یې کتابونه پر میز وغورځول او له خپلي خدمتګاري سره روانه سوه.

سبحان الله!  ځیني مسلمانان هیڅ ګټه نه لري.

وګورئ،  ځیني کسان چي زموږ په منځ کي دي د اسلام لوري ته د رابللو څخه څومره بې پروا دي.

یو غیر مسلمان چي په  کلونو زموږ په منځ کي ژوند کوي او بیا په همغه شکل چي راغلي وي، بېرته په هغه ډوب ستنیږي او خپل بُت او غوا  عبادت کوي او یا تل خدای دوه یا درې  ګڼي.

مسلمان هم باید همداسي جوړ کړي، چي دین ورته تر هر څه ارزښت ولري او د دین د یو ښاخ د ساتلو لپاره د سر قربانۍ ته چمتو اوسي.

نور بیا...

  ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

شپاړلسمه برخه

تاسو راسئ، هیڅ به کفارو ته نظر نه کوو، څومره زیات مسلمانان وینو چي په لمانځه کي کوتاهي او سستي کوي، په داسي حال کي چي لمونځ د اسلام له مهمو بناوو څخه دی او مسلمان له هر ډول فحشاء او منکراتو څخه منع کوي، خو بیا هم زیات مسلمان یې د صحیح ادایني څخه بې پروا دي.

څومره ځوانان او پېغلي وینو، چي تل د سندرو په اورېدلو او فاحش فلمونو په کتلو یې خپل رب له ځانونو څخه ناراضه کړی دی، په داسي حال کي چي سندري او فلمونه د وخت له ضیاع سره ځوانان د منکراتو لوري ته په منډه بیایي.

څومره ډېر مسلمانان وینو، چي د مور او پلار په حقوق کي ناغېړي کوي، په داسي حال کي چي د والدینو په خوښۍ کي د الله (ج) خوښي نغښتې ده، خو بیا هم زیات مسلمانان ددې لوی اجر څخه د خپل غفلت او بې پروایۍ له امله محرومه پاتي سوي دي.

څومره نور مسلمانان بیا په غیبت، تهمت، دوکې، درواغ او نورو ناوړه اعمالو بوخت دي، نو آیا موږ کوښښ کړی دی چي دا مسلمانان ددې بد لاري څخه راوګرځوو او د الله (ج) لاري ته یې متوجه کړو؟!

زموږ لویه کمزوري دا ده، تل شیطان دا دوکه راکړې چي په ښو امر او د بدو څخه منع خو د نېکانو کار دی چي سپیني جامې یې اغوستي وي، پګړی یې په سر وي او ږېره یې پرېښې وي، زه خو خپله ګناهکار یم نو زما خبره خو هیڅ تاثیر نه کوي، خو اصلي خبره دا ده چي امر بالمعروف او نهي عن المنکر عمل د هر مسلمان وجیبه ده چي د خپل وس مطابق به یې ترسره کوي او انسان چي هر څومره ګناهکار هم وي بیا هم باید دا وجیبه ترسره کړي، چي په برکت سره به الله (ج) ده ته پر دین د پوره استقامت توفیق ورکړي.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د رحلت وروسته دا وجیبه ددې امت د هر فرد په غاړه ده، چي خپل د وس مطابق یې ترسره کړي، ځکه که یو مسلمان دا کار بل ته پرېږدي، بالآخر به دا وجیبه ټول امت کي هېره او هیڅوک به یې نه ترسره کوي.

مسلمان چي هر څومره ګناهکار وي، بیا هم خپل رب تر د یهودو، نصاراوو او نورو کفري او شرکي ډلو څخه نژدې او ورته محبوب دي.

الله (ج) د سورت توبې په ۷۱ او ۷۲ نمبر آیتونو کي فرمایي:"

ژباړه: مؤمنان نارينه او مؤمناني ښځي، دا ټول د يو بل دوستان دي. په ښو چارو امر او له بديو څخه منع كوي، لمونځونه قائموي، زكات وركوي او د الله (ج) او د هغه د پیغمبر اطاعت كوي. دا هغه كسان دي چي د الله(ج) رحمت ورباندي نازلیږي. بېشكه الله(ج) پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن  دى.

له (دغو) مؤمنانو نارينه او ښځو سره د الله (ج) وعده ده، چي داسي باغونه به ورکړي چي تر هغو لاندي به ویالې بهيږي او دوى به پکښې د تل لپاره اوسیږي. په هغو تل ښېرازه باغونو کښې به د دوى لپاره سوتره استوګنځي وي. او تر هر څه زيات دا چي د الله(ج) رضا به ورپه برخه وي. همدا ستر برى دى".

نن ورځي موږ او تاسو وینو، چي څومره کسان د شهوت په بند کي راګیر سوي دي او کله چي دې زندان ته داخل سي بیا نو د دین هره خبره ورته د زهرو غړپ ښکاري او د دین دښمن وګرځي، چي د مسلمان لپاره تر ټولو خطرناکه حالت دغه دی چي بالآخره یې اخیره خاتمه هم خرابه سي، خو مسلمان باید د الله (ج) د رحمت څخه ناهیلي نه سي، ځکه د الله (ج) رحمت همېشه پر مسلمانانو نازلیږي، که څه هم سخت ګناهکار وي.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په وخت کي یو مسلمان ته شیطان دوکه ورکړه او شراب یې ورباندي وڅښل، بیا د صحابه کرامو له خوا ده ته اګاهي ورکړل سوه چي شراب عقل له منځه وړي او الله (ج) حرام ګڼلي دي، باید ځان ځني ساتې، خو ددې سره بیا د شیطان په لومه کي راګیر سو او شراب یې وڅښل، دوهم ځل بیا پوه کړل سو، خو بیا یې وڅښل، نو د رسول الله (ص) حضور ته راوستل سو او د هغو صحابه کرامو له ډلي چي ده ته یې آګاهي او خبر ورکړی وو چي دا کار مه کوه، د رسول الله (ص) حضور کي وویل:" الله (ج) لعنت دي پر ده وي، څومره مو ورته وویل چي شراب مه څښه، خو ده بیا هم پرېنښوول".

رسول الله (ص) دغه حالت کي وویل: پر ده لعنت مه وایاست، ځکه دی د الله (ج) او د هغه د رسول (ص) دوست ګڼم، ځکه د شرابو د څښلو سره بیا هم د دین دښمن نه دی ګرځېدلی.

نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

اوولسمه برخه

ابو محجن ثقفي یو له هغو مسلمانانو څخه وو، چي د جاهلیت په زمانه کي په شرابو عادت سوی وو او د شرابو څښلو سره یې دومره مینه وه، چي خپلو اولادونو ته یې دا وصیت کړی وو، چي کله زه مړ سوم ما د انګورو د تاک تر څنګ ښخ کړئ، تر څو زما هډوکي د هغې د ریښو څخه مړې سي او ما په وچه دښته کې ښخ نه کړئ، ځکه زه وېرېږم چي د هغې د خوند څخه به محروم شم.

کله چي هغه اسلام قبول کړ، هغه به تل د خپل نفس منله او شراب به یې څښل، هغه ته به سزا ورکړل سوه، مګر هغه به بېرته دې کار ته ستون شو او بیا به یې تکراروه.

کله چي مسلمانان د پارسیانو مقابلې ته د  قادسیې جګړې ته ولاړل، نو ابو محجن هم ورسره ولاړی او خپل سامان یې له ځانه سره واخیست.

کله چي دوی قادسیې ته ورسېدل، رستم د مسلمانانو له قومندان سعد بن ابي وقاص(رض) څخه د لیدني غوښتنه وکړه.

دواړو لښکرو د غونډو او پیغامونه رسول شروع کړل، په همدې وخت کي شيطان ابو محجن ته وسوسه واچول، نو هغه يو ځای پټ شراب وڅښل، کله چي سعد په خبر سو، په غوسه سو، لاسونه او پښې يې ورته وتړلې او په يوه خیمه کي يې بندي کړ.

د اسلام اتلانو جګړه پیل کړه، د تورو ږغونه اورېدل کېدل او مړي یو په بل پسې ځمکي ته لوېدل.

د خدای اسونه ګردجن سول او د سوارانو چیغي پورته سوې، د آسمان دروازې خلاصي سوې، د شهیدانو روحونه آسمانونو ته والوتل او د الله د دوستانو د جنت ارمان پوره سو.

ابو محجن په داسي حال چي په بند کي وو، خو د جهاد ډېر لېوال وو او د شهادت ارمان يې درلود، چي خپل ژوند د الله په لاره کي قربان کړي، مګر بند نه پرېښود.

بیا یې په لوړ ږغ چیغي پیل کړې، د سعد (رض) ښځي ږغ واورېد او ویې ویل څه غواړې؟

ويې ويل: ما خلاص کړه او ماته د سعد(رض) آس "بلقاء" را کړه چي جنګ ته ولاړ سم؛ چي خدای شهادت را نصیب کړي او دنیا کي مي همدا لوی ارمان دی! او که ژوندی پاتي سوم د خدای سره وعده کوم، چي زه به بېرته راستون سم او بېرته مي په پښو کي ځنځیر واچوه.

هغه دومره زارۍ وکړې، چي د سعد ښځي ورته لاسونه او پښې ورته خلاصي کړې او " بلقاء" يې ورته ورکړه، هغه هم خپله زغره واغوستله او مخ یې پټ کړ، د زمري په څېر يې پر آس ټوپ کړ او د کفارو په منځ کي یې ځان وغورځوو، تر څو د دین دفاع لپاره وجنګېږي.

هغه خپل نفس د آخرت لپاره معلق کړی وو، شیطان هم ونه سو کولای چي د دین په لاره کي هغه ته خنډ واقع سي او کوم ګناهونه چي هغه کول ورسره ملګری سي.

هغه د دواړو صفونو په منځ کي ورګډ سو، داسي فکر به دي کاوه چي په نېزه او وسلې لوبي کوي او مشرکین یې یو په یو ووژل.

 خلک د هغه کار ته حیران سول او نه پوهېدل چي هغه څوک دی!

ځینو وویل: کېدای سي د عمر رضی الله عنه له لوري څخه کوم مرستندویه ځواک راغلی وي!.

 نورو بیا وویل: کېدای سي دا کومه ملائکه وي، چي له آسمانه راغلې ده!.

او ابو محجن لا هم جنګېږي، تر څو د الله په لاره کي یې خپل ژوند قرباني کړ او زخمي زخمي سو.

سعد بن ابي وقاص (رض) چي په پښه یې زخم وو، په جګړه کي برخه وا نه خیسته، مګر له لیري یې جګړه کتله.

کله چي یې د ابو محجن د جنګ قوت ولید، په ځیر سره یې ور وکتل او ویې ویل:  دا ګوزارونه د ابو محجن دی.

مګر ابو محجن خو په زندان کي دی او " بلقاء"   هم هلته ده!؟

کله چي جګړه پای ته ورسېده،  ابو محجن بېرته زندان ته راغی او په لاسونو او پښو کي یې ځنځیرونه واچول.

کله چي سعد(رض) راغلی او ویې لیدل چي آس یې خولې دي، پوه سو چي هغه په جګړه کي برخه اخیستې دهو

 بیا ابو محجن ته ولاړی  او ویې لیدل چي د هغه له زخمونو څخه ویني رواني دي او سترګې یې د وینو پیالو په څېر سرې دې، ابو محجن د سعد په لیدلو وویل : اې سعده! قسم په خدای چي بیا به شراب و نه څښم.

وګورئ! ابو محجن څه یو نېک کار تر سره کړ، رښتیا هم ګناه یې کړي وه، مګر داسي نېک عمل یې وکړ، 'چي ګناه یې د په سمندر کي غرقه سوه.

نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

اتلسمه برخه

زما د مسلمانو خویندو او وروڼو!

موږ په یو داسي پېړۍ کي ژوند کوو، چي فتنې زیاتي او سختیاني مختلفي، ملګري کم او دښمنان ډول - ډول زیات سوي دي.

ډېری مسلمانان په خوښیو کي سرګردانه او په شهوتونو کي ډوب دي او د نجات په لټه کي یو ځل یو لوري بیا بل لوري ته ټوپونه وهي او د داسي یو څه په لټه کي دي چې هغو ورته پناه یوسي او لږ د آرامۍ ساه واخلي.

که غواړو چي ځان او نورو مسلمانانو ته مو خوښي او خیر ور رسولی وي، نو که څوک اضافه پیسې لري، هغه چا ته ورکړي، چي هیڅ نه لري او څوک چي زیات خواړه لري باید هغه چا ته یې ورکړي چي د خوړولو لپاره یوه ګوله ډوډۍ نه لري.

هر هغه څوک چي علم لري، باید هغه چا ته یې ور زده کړي، چي نه پوهیږي. او د چا په زړه کي چي د الله (ج) وېره وي، هغه دي هغه چا ته بیان کړي چي تل د غفلت په خوب کي ویده دی، ځکه کېدای سي دا کار ستا لاره جنت ته خلاصه کړي. او ټولو هغه کسانو ته بخښنه وکړه، چي تا ته یې یو ډول نه یو ډول ضرر او تاوان در رسولی وي، چي په خپل دې عمل سره به دي د شیطان پر مخ د مایوسۍ څپېړه وهلې وي. او کله چي په شیطان یو بنده بریالی سي، دا لویه لاسته راوړنه ده.

یوه ورځ له مسجد څخه را ووتلم، یوه ځوان مي ولیدی، چي د ګناهونو نښي  یې له ورایه په څېره کي لیدل کېدې، د هغه شونډي د سګریټو څکولو له امله  تکي توري وې.

 هغه ماته راغی، زه حیران سوم چي هغه زما څخه څه غواړي؟

سلام يې ادا کړ او ويې ويل: مولوي صاحب! تاسو  د مسجد د جوړولو لپاره پيسې راټولوئ، دا رښتیا ده؟

ما ورته وویل: هو! هغه ماته یو پاکټ راکړ او ویې ویل: دا هغه پیسې دي، چي زما مور، زما خور او څو خپلوانو مي راټولي کړې دي او نور بېرته خپل پر مخ  روان سو.

  پاکټ مي خلاص کړ، و مي لیدل چي پنځه زره سعودي ریاله دي، د هغه مسجد په جوړولو کي مو مصرف کړل، که نن په هغه مسجد کي څوک د خدای ذکر ونه کړي، نه څوک قران کریم ولولي او نه څوک لمونځ ادا کړي، مګر الله (ج) به په همغه اندازه اجر او ثواب د  هغه ځوان د اعمالو په ترازو کي لیکي.

امام مسلم رسول الله صلی الله علیه وسلم یو روایت را نقل کړی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي نېکي لاري ته بلنه ورکوي، نو دده اجر به هم هغومره وي، کوم څوک چي د ده پیروي کوي، پرته له دې چي د هغوی د اجر څخه څه کم سي.

 یو بل دعوتګر راته وویل: په نیمه شپه کي یو چا دروازه وټکلوله.

دروازه مي خلاصه کړه، ناڅاپه مي یو ځوان ولیدی، چي مخ یې د نېک خلکو ته ورته نه وو.  

ووېرېدم، په دې توره شپه کي څه غواړي؟

 و مي پوښتل: هغه وویل ته فلانی مولوي صاحب یې؟

ما ورته وویل: هو!

هغه وویل: چي دا دوو کسانو زما په واسطه اسلام قبول کړی دی، خو نه پوهېږم چي اوس څه وکړم!

له ځانه سره مي وويل: ښايي دغه ځوان د شپې په دې وخت کي څه څښلي وي، نشه وي او یا یې څه نشه یې توکي څکولي وي او چټیاټ وایې؟

خو، خیر ورته ومي ویل: اوس چیري دي؟

 هغه وویل: هغوی په موټر کي دي.

 زه د هغه سره د هغه موټر ته ولاړم، و مي لیدل چي د هند دوه اوسېدونکي په موټر کي انتظار کوي.

ما ورته وویل: آیا تاسو مسلمان سوي یاست؟ هغوی وویل: هو! الحمد لله و الله اکبر.

ما هغه ځوان ته مخ وګرځاوه او په حیرانتیا سره مېيوپوښتل: ایا دوی ستا په واسطه اسلام قبول کړی؟ او څنګه؟.

هغه وویل: چي دوی په یوه ورکشاپ کي کار کاوه، نو ما دوی څارل  او څه وخت وروسته مي اسلامي کتابونه ورکړل، تر څو چي مسلمانان سول.

اوس چي دا دوه کسان کوم نېک عمل کوي او کوم لمونځ چي کوي د دوی په نېکو کارونو کي دا ځوان هغومره اندازه اجر او ثواب ګټي، څومره چي دوی ته ورکول کیږي.

ځکه! څوک چي نېکي لاري ته بلنه ورکوي، د هغه اجر هغومره وي، کوم څوک چي یې پیروي کوي او د دوی له اجر څخه به هیڅ هم کم نه سي.

او د هغه چا څخه څوک بهتر دی کوم چي نېک کار کوي او ښه عمل ترسره کوي او د خدای(ج) لاري ته خلک رابلي، نو د الله په مخلوقاتو کي غوره څوک هغه دی چي د الله بندګان نېکۍ ته رابلي او تل په دې هڅه کي وي، چي یو بنده خپل پالونکي ته سر کښته او اوامرو ته یې غاړه کښېږدي.

نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

نولسمه برخه

شیخ محمد بن عبدالرحمن العریفي لیکي، چي ماته یو نېک سړي کیسه کول،  چي ما شیخ ابن باز د هغه له مړیني وروسته په خوب کي ولید، ما ورته وویل: شیخ صاحب! ما ته د یو نېک او ګټور کار لارښوونه وکړه.

هغه وایي: شیخ صاحب لاسونه پورته کړل او ټکان یې ورکړ او وې ویل: " د الله (ج) د دعوت لاي ته نژدې سه، د الله (ج) د دعوت لاري ته نژدې سه. او دا جمله یې څو ځلي تکرار کړه، تر څو  چي مي له نظره پټ سو.

د خدای د دعوت لاره کومه ستونزمن کار نه دی، ډېری خلک شتون لري چي یواځي د ګټور رسنیو  یا رښتیني مشورې له امله د خدای لارې ته هدایت سوې وي.

همدارنګه شیخ محمد العریفي وایي، څو ورځي وړاندي مي د یوه ځوان څخه چي په بریتانیا کي اوسېږي یو لیک ترلاسه کړ،  په دې ليک کې يې د خپلې ګمراهۍ او د ګناهونو کيسه په څلورو مخونو کي بيان کړې وه او په پای کي یې لیکي وه:

 چي  یو شپه زه په منچستر ښار  کي د لمانځه یو ځای ته ننوتم، په یو کېسټ باندي مي پښه کښېښوده، چي پر مځکه پروت وو. ما هغه را واخیست او په جېب کي مي واچاوه، بېرته خپل اپارتمان ته ولاړم او کېسټ مي د اورېدو لپاره په ټایپ کي واچوه، چي وګورم څه پکښې دي.

 ومي لیدل چي هغه د یو غټ داستان په اړه خبرې کوي، د جنت، دوږخ، د انعامونو او جزا...

هغه کس وايي:  سهار لا نه وو سوې چي ما توبه وکړه، یواځي د یو کېسټ په اورېدلو.

په همدې عنوان شیخ العریفي وایي، په یوه بیان کي ماته یوه پاڼه راکړل سوه، چي پکښې لیکل سوي وه: " څوارلس کاله وړاندي د ترافیکو سور څراغ ته نژدې ودرېدلم او د موټر د ټایپ ږغ مي پورته کړ، یو ځوان چي په بل موټر کي ناست وو، ما ته یې وکتل او مسکی سو او یو کېسټ یې ماته راکړ.

څراغ شین سو او موږ هر یو په خپلو لارو روان سوولو، ما کېسټ د موټر په ټایپ کي واچاوه، کله چي مي واورېده، نو خدای مي زړه خلاص کړ او حالت مي داسي ځای ته ورسېد چي اوس تل د نصیحتونو مجلسونو او اسلامي درسونو کي ګډون کوم.

زه لا تر اوسه هغه ځوان نه پېژنم کوم، چي زما د هدایت لامل سوی، مګر خدای هغه  ښه پېژني او  همدومره هغه ته کافي ده او په دې هم باور لرم، چي پرښتې به یې څاري او زه هغه ته هیڅ نه کوم، ولي کوم ثواب چي الله ما ته راکوي د هغه د اعمالو په ترازو کي به هم جمع کیږي".

داسي ځوانان ډېر دي، مګر څوک به دوی ته د اسلام لارښونه وکړي؟

ډېر داسي ځوانان سته، چي لمونځونه یې پرېښي او ناخبره به یوه ورځ مرګ د هغوی خواته ورځي او یا به د لویو ګناهونو کولو کي بوخت وي او ددې نړۍ څخه به سترګي پټي کړي، دا ځکه چي دعوت ورکوونکي نه دي توانېدلي چي دوی ته ځان ورسوي، د دوی ملګرو هم دوی ته نصیحت نه دی کړی، ځکه د هغوی په نظر دوی ګناهکاران دي او د نصیحت وړ نه دي. هغه نجونه کمي نه دي، چي ملګري یې حرام عکسونه او کېسټونه لاس په لاس کوي، او تل دوی د فحشاء لوري ته هڅوي، مګر که هغوی ته وویل سي، چي ملګرو تهه مو نصیحت وکړئ، وايي: موږ خپله نصیحت ته اړتیا لرو، تر څو مو ځانونه نه دي اصلاح کړي، نو څنګه نورو ته نصیحت وکړو! دا د شیطانانو له لویو لومو څخه دي، چي ډېر مسلمانان یې پکښې را ګیر کړي دي او کله چي د یو مسلمان څخه شیطان دا خبره واوري، نو ډېر خوشحاله سي او د خپل ورځني کارونو په جدول کي یې درج کړي.

مسلمان تل باید په دې هڅه کي وي، چي نورو مسلمانان د الله (ج) او د هغه د رسول (ص) دین ته راوبلي او په دې عظیمه فریضه کي له غفلت څخه کار وانخلي، چي ددې په برکت سره الله ده ته د نورو زیاتو نېکو چارو توفیق ورکړي.

 نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

شلمه برخه

راځئ وګورو چي اسلام څنګه افریقا، امریکا، هند او چین ته داخل سو، اوس چي څنګه په دې سیمو کي اوس په میلیونونو مسلمانان ژوند کوي، مشایخو او دعوتګرو هغوی اسلام ته نه دي را بللي، بلکي دوی د عامو مسلمانانو له خوا د اسلام په مبارک دین مشرف سوي دي، دا بلونکي  نه د طالب العلمان وه، نه د مسجدونو امامان وه او نه هم له شریعت فارغ التحصیل محصلان وه، دوی هغه سوداګر وه چي د تجارت په موخه دغو سیمو ته تلل او د تجارت تر څنګ به یې خلکو ته د اسلام دعوت هم ورکاوه، چي اوس په خپله د هندوانو او چینایانو په  منځ کي هم دعوتګران سته چي خلک سمي لاري ته را بلي، اجر او ثواب یې هغه تاجرانو ته هم رسېږي.

د ټولنیزو رسنیو، کېسټونو او د دیني کتابونو وېش او د موبايل له لاري د اذکار کارټونو وېش يو داسي کار دی چي علم ته اړتيا نه لري، موږ هر یو کولای سو چي د سفر پر مهال یو څو ګټوري سي ډیاني او کتابونه له ځانه سره یوسو او کله چې د تیلو په پمپ کي درېږو، ځیني یې هلته یا مسجد کي پرېږدو او ځینې یې په د موټرو په سورلیو ووېشو.

خلک باید د سفر په جریان کي یو څه واوري او ولولي، نو موږ باید له هغوی سره مرسته وکړو، تر څو د خدای ذکر او د ښې خبري واوري.

او بل اړین کار باید دا وکړو، کله چي موږ یو ګټور کتاب وکتی، هغه باید راواخلو او بیا یې په مسجد کي یا په خپلو ملګرو او یا یې په شاګردانو ووېشو، تر څو هغوی هم سالمه استفاده ځني وکړي.

د ځوانانو او نجونو هغه غونډو ته د ننوتلو لپاره زړور خلکو ته اړتیا چي هغوی ځان ته جذب کړي.  هو، موږ باید په هغه غونډو کي چي د، صالونونو، ساحلونو او سیاحتي ځایونو کي وي ځانونه ورسوو، حتی کورونو او هغه لارو کي چي موږ ورباندې ورتېرېږو، په شته او جوړو سویو غونډو کي یې ګډون وکړو.

هو، د اصلاح خلک باید هلته داخل سي او نصیحت وکړي، تر څو چي خپلي تېروتني درک کړي، له یو بل سره مهربانه و اوسي او خپلو مشخصو موخو ته پام واړوي.

 که یو چا خپل د کور لاره ورکه کړې وي، نو هغه  ته د سمي لاري لارښوونه وکړئ، په همدې وړه نېکي به تاسو ته لوی او مهربان څښتن لوی-لوی اجر درکړي او هغه کسان چي د خپل څښتن له لاري څخه منحرف سوي او په ګناهونو کي غرق دي، د لوی اجر او ثواب خاوند هغه څوک دی، چي دوی ته د سمي لاري لارښوونه کوي.

که یو څوک دا هڅه کوي، چي ځوانان او نجوني فاسد او باطل لاري ته راوبلي، نو د اجر او ثواب خاوند هغه څوک دی، چي دوی د باطل څخه د حق لاري ته رابلي.

هر څومره چي ګناهونه او منکرات زیاتیږي، هغومره د الله تعالی غوسه راپورته کیږي او پر بنده ګانو مختلف عذابونه نازلیږي.

الله تعالی د سورت انفال په ۲۴ او ۲۵ آیت کي فرمایي:

اې ايمان راوړونكو! د الله او د هغه د پیغمبر بلني ته لبيک وواياست، چي كله پیغمبر تاسي ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي، چي تاسي ته ژوند بخښونكى دى. او وپوهېږئ چي الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حايل دى. او د هماغه لوري ته به تاسي ورغونډ کړای سئ.

او له هغي فتنې څخه ځان وژغورئ، چي د هغې ناوړه اغېزه به په ځانګړي توګه یوازي پر هغو خلكو پوري محدوده پاته نه سي چي په تاسي کښې چا ګناه کړې وي. او وپوهېږئ چي الله سخت سزا وركونكى دى.

ابن عبدالبر په "التمهید" کي ذکر کړي، چي الله (ج) جبرائیل (ع) ته وحي وکړې، چي د فلان ښار خلک تباه کړه.

 جبرائیل ( ع)وویل: ربه!  ستا فلان بنده چي نېک سړی دی، هر سهار ستا له ویري ژاړي، هره ورځ روژه نیسي، صدقه او نور نېک اعمال ترسره کوي، هغه هم د دوی په منځ کي دی.

زه څنګه هغه له دوی سره یو ځای له منځه یوسم؟

الله (ج) وفرمايل: اول هغه هلاک کړه!

 هغه هیڅکله زما لپاره په غوسه سوی نه دی، يعني هيڅکله يې په نېکۍ امر او له بديو يې منع نه ده کړې.

 او د امام احمد او ترمذي له قوله دا هم ویل سوي، چي رسول الله (ص) وفرمايل: قسم په هغه چا چي زما ژوند د هغه په ​​لاس کي دی، یا

 به په نیکۍ امر کوئ او له بدو څخه منع، یا نژدې ده، چي الله تعالی به له خپل طرفه پر تاسو عذاب نازل کړي، بیا به هغه ته دعاء کوئ او هغه به نه قبلېږي.

او په مسند او نورو حدیثو کي په صحیح سند سره ذکر سوي دي، چي رسول الله (ص) فرمایلي: داسي قوم نسته چي په منځ کي یې ګناه سوې وي، که څه هم نېکان له ګناه کارانو څخه ډېر ځواکمن او زیات هم وي، تر څو چي یې هغوی به بدل کړي نه وي، نو ډېر ژر خدای دوی ټول یو ځای په عذاب نازل کي راګیر کړي.

 او د امام احمد په مسند کي په صحيح سند راغلي دي، چي رسول الله (ص) وويل: زما په امت کي داسي کسان سته چي د مخکنيو په شان ورته ثواب ورکول کیږي، ځکه چي دوی د بدیو څخه انکار کوي( نه یې ترسره کوي).

او ابو یعلی وايي، چي رسول الله (ص) وفرمایل: الله ته تر ټولو محبوب عمل په خدای ایمان دی، بیا د صله رحمي، بیا په نېکیو امر او له بدیو څخه منع.

هو، قدرمنو لوستونکو! هیڅوک د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وجیبې د پرېښودلو له امله عذر نه سي وړاندي کولای، ځکه هر څوک د خپل توان په اندازه مسؤل دی.

د امام مسلم څخه روایت دي، چي رسول الله (ص) وفرمایل: هر چا که له تاسو څخه یو منکر او بد کار ولیدی، نو هغه خپل په لاس منع کړئ، که مو وس نه وو، بیا یې په ژبه منع کړئ او که مو دومره هم طاقت نه وو، نو په زړه کي بد ځني یوسي او دا د ایمان ضعیف ترین درجه ده.

نو  هر مسلمان ته اړینه ده، چي د منکراتو بندولو لپاره ټولي خپلي هڅي په کار واچوي.

نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


د غرونو پر څوکو

په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

یوویشتمه برخه

ابن کثير په خپل تاريخ کي ليکلي دي، چي يو مسکين سړي له يو خان سره خپل ډېر مال اېښی وو، خو هغه دغه مال ځنډاوه، حق يې نه ورکاوه او هر ځل چي فقير به ځني د خپل مال غوښتنه کوله، هغه به يې ځوراوه او خپلو غلامانو ته یې د وهلو امر کاوه.

بالآخره هغه خپل شکايت د نظامیانو یو قوماندان ته وکړ، خو ددې سره یې څه ترلاسه نه کړل.

مظلوم وايي: چي د داسي حالت په لیدلو سره مایوسه او د خپل مال په ترلاسه کولو ناهیلی سوم، زه حيران وم او نه پوهېدم چي بل به داسي څوک وي، چي شکایت ورته وکړم!!

یو سړي راته وویل: فلانی خیاط چي د مسجد امام دی هغه ته ورسه.

ما وویل: هغه خیاط او د یو مسجد امام به د دې ظالم په مقابل کي څه وکړي؟

 په داسي حال کي چي د حکومت مشرانو څه ورته و نه سو ویلی؟

هغه وویل: هغه چا ته چي تا شکایت وړاندي کړی دی، هغوی هم له دې خیاط څخه وېره لري، هغه ته ولاړ سه، شاید کومه حل لاره در وښایي.

هغه مظلوم وايي: چي زه هغه ته ورغلم، خو داسي کومه هیله مي ورته هم نه وه، ما ورته د خپلو پیسو په اړه وويل: چي ما له لاسه ورکړې وې او څه چي مي د هغه ظالم له لاسه تېر کړي وه، ټول ورته بیان کړل.

سمدلاسه خیاط له خپل ځایه ولاړ سو او خپل دوکان یې بند کړ او له ما سره روان سو، تر دې چي د ظالم کور ته ورسېدو، دروازه مو وټکوله، په غوسه یې دروازه خلاصه کړه، خو کله چي یې خیاط ولیدی، نو وډارېدی او په مینه یې ورسره خبري پیل کړې.

 خیاط ورته وویل: چي دې مظلوم ته د هغه حق ورکړه.

 سړي انکار وکړ او ویې ویل: چي له ما سره د ده هیڅ مال نسته، خیاط په لوړ ږغ وویل: دې سړي ته د هغه حق ورکړئ، که نه آذان در پسې کوم.

د سړي رنګ تغیر وکړ، زما حق يې په پوره توګه راکړ او موږ بېرته راغلو، خو زه د خياط په کار ډېر حيران سوم، په داسي حال کي چي دا یو ضعیف سړی وو، خو بیا هم هغه سړي د ده  آمر ومانخ او  اطاعت یې وکړ.

بیا ما هغه ته د راکړل سوي پیسو  یوه برخه ورکوله، خو هغه انکار وکړ او ویې ویل: که ما پیسې غوښتلې، نو ما به ډېري پیسې ګتلې وي! بیا مي د هغه د حال په اړه وپوښتل، چي څنګه هغه ظالم ستا خبره دستي ومنل او  زه د هغه دې کار ته زیات حیران وم، مګر هغه زما خبري ته پام و نه کړ او ځواب یې هم را نه کړ، ټینګار مپ وکړ او ومي ویل: ولي دي ورته وویل چي آذان به در پسې وکړم؟

هغه وویل: مال دي ترلاسه کړ، اوس ولاړ شه.

 ما ورته وویل: نه، تاسو باید ما ته زما د سوال ځواب راکړئ.

هغه وویل: چي لامل یې دا وو، چي څو کاله مخکي یو ترکی ځوان مشر چي یو با نفوذه شخص وو دلته ژوند کاوه، یوه ورځ یوه ښکلې ښځه چي جګه ونه یې در لوده او قیمتي جامې یې په تن وه، د ده تر څنګ تېرېدله، دا چي هغه  ځوان په مستۍ کي ډوب وو، غوښتل یې چي دا ښڅه له ځانه سره یوسي.

ښځې مقاومت وکړ او په لوړ ږغ یې له خلکو د مرستي وغوښتنه وکړ.

کله چي مي داسي یو کار ولیدی، خوا ته یې  ورغلم او د کار منع کولو هڅه مي وکړه او و مي غوښتل ښځه ورڅخه وژغورم، مګر هغه په ​​​​چاقو سره زه ووهلم او زما سر یې په وینو رنګ کړ  او ښځه یې په زور سره خپل کور ته بوتله.

زه کور ته راغلم او د سر وینه مي ومینځله او و مي تړه او خلکو ته مي وویل: دا سړي چي کوم کار وکړ ټولو ولید، له ما سره لاس یو کړئ او راځئ، چي ښځه ورڅخه خلاصه کړو.

خلک هم له ما سره راپاڅېدل او موږ د هغه په ​​کور برید وکړ، د هغه د مزدرورانو یوې ډلي چي لښتې او لرګي یې په لاسونو کي نیولي وه، په خلکو برید وکړ او په وهلو یې پیل وکړ.

هغه ځوان بیا زما خواته راغی او داسي ګوزارونه را باندي وکړل، چي زما بدن یې په وینو سور کړ او موږ یې له کوره وشړلو، زموږ سرونه یې مات او ذلیله یې کړو، تر دې چي د درد او ویني بهېدو له امله مي ډېر په مشکله خپل د کور لاره وموندله.

نور بیا...

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحیم راشد


په شعبان کې دعبادت فايدې

حسان مجاهد

رسول اللهﷺ به يوازې په شعبان مياشت کې ډيري نفلي روژې نيولې، په دې اړه يوه ورځ اسامه بن زید(رض)ترې وپوښتل او رسول اللهﷺ ورته وفرمايل « د رجب او رمضان ترمنځ دغه(شعبان) هغه مياشت ده چې مسلمانان پکې ډیر غافله وي، په دې میاشت کې الله تعالی ته دانسانانو عملونه پورته کيږي؛ ځکه نو زه خوښوم چې زما عمل الله تعالی ته په داسې حال کې ورسېږي چې زه روژه دار يم [سنن نسائي]

رسول اللهﷺ په شعبان کې د زياتو روژو نيولو دوه لاملونه بيان کړو: لومړی دا چې الله تعالی ته د بندګانو کلني اعمال په دې مياشت کې رسېږي او دوهم داچې په دې مياشت کې مسلمانان غافله وي. غفلت دا و چې تر شعبان مخکې د رجب مياشت هم له غورو مياشتو څخه وه، چې قتال (جنګ) په کې حرام و او تر شعبان وروسته رمضان هم غوره مياشت ده؛ ځکه نو مسلمانان په شعبان کې له عبادت څخه غافله و.

ابن رجب حنبلي (رح) او ابن جوزي (رح) د غفلت پر مهال دعبادت يوشمېر فايدې بيان کړې دي:

۱_له ريا څخه دعمل پاکي

دغفلت پرمهال عبادت په پټه توګه ادا کيږي او له ريا(ځان ښودنې) څخه ښه پاک وي او اسلافو به ډير کوشش ددې کاوه چې په عبادت يې خلګ نه شي خبر.  ځيني داسي سلف تېر شوي دي چې څلويښت کاله به يې له خلګو پټه روژه وه، سهار له کوره د وتلو پر مهال به يې له ځان سره دوې پتيري/روغانۍ واخيستې او دکورنۍ غړو به دا خيال شو چې روژه یې نشته، کله چې به بازار ته ورسېد؛ هلته به يې پتيرې خيرات کړې او د بازاري خلګو به دا خيال شو چې کور يې ډوډۍ خوړلې ده او روژه يې نشته. دوی به داسې څه کول چې په مټ يې خپله روژه له خلګو پټه وساتي، ابن مسعود رض به ویل کله چې په تاسو کې د چا روژه وي؛ نو هغه دي سهار تېل وکاروي. قتاده به ویل: د روژه دار لپاره مناسبه ده چې د تېلو په استعمال سره دروژې سپيره والی له ځانه ايسته کړي او خلګ ور پوه نه شي.

۲_ په نفس سختي

دغفلت پرمهال عبادت په نفس ډير دروند وي؛ ځکه کله چې يو انسان نور انسانان په يو عبادت وويني نو هغه عبادت ورته ګران نه وي لکه د ورځې لمونځونه او درمضان روژې چې ټول خلګ يې ترسره کوي، اما په انسان هغه عبادت چې نور عام انسانان یې نه کوي لکه دشپې لمونځ او د شعبان روژې؛ دا په نفس دروند تماميږي او بهتره عبادت هغه ده چې په نفس دروند وي.

۳_ له الهي عذابه نجات

کله چې عام خلګ په ګناه او غفلت کې اخته وي او  یو څوک بيا يوازې عبادت کوي(لکه دشپې مهال لمونځ يا د شعبان روژې) نو الله تعالی دده په برکت سره له ټولو عامو خلګو څخه بلاوې او عذابونه پورته کوي، نو ده ګواکې  ټول انسانان له الهي عذابه وژغورل.[لطائف المعارف صـ191- 193]

۴_ په عبادت باندې حرص

دغفلت وخت په عبادت راګيرول بهتره عمل ده او په دې وخت کې عبادت کول؛ له عبادت سره دسړي پر ډير حرص دلالت کوي؛ ځکه په دې وخت کې نور انسانان په شهواتو او عاداتو اخته وي همدا وجه ده چې دماښام او ماخستن لمونځ په جماعت سره ادا کول او دشپې لمونځ کول بهتره عمل ده ځکه په دې وخت کې نور خلګ غافله وي.[التبصرة  جـ2صـ50]

سلمه بن کهيل (رح) او حبيب بن ابی ثابت (رح)به د شعبان په را رسېدو سره ويل: دا د تلاوت کونکو مياشت ده.

عمرو بن قیس ملائي(رح) به د شعبان په رارسېدو سره خپل دوکان وتړل او ځان به يې دقرآن کریم تلاوت ته فارغ کړل[لطائف المعارف صـ196]

نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې د شعبان په مياشت کې نفلي روژو، لمونځونو، صدقو او تلاوتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ تر څو دغه  دغفلت مياشت په عبادت کې تیره کړي او راتلونکي مياشت (رمضان) کې عبادت ته يې ځانونه چمتو کړي.


د مسلمانانو د اته سوه کلن حکومت کولو راز

لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)

يوه ورځ قطب الدين ايبک ښکار ته ولاړ، هلته يې په هوسۍ پسي غشى وويشت، مګر کله چي د ښکار په طرف ورغی، ويې ليدل چي يو ښايسته ځوان د هغه په غشي زخمي شوی دى او په خپلو وينو کي ترپيږي، تر دې پوري چي لږ ساعت وروسته هغه ځوان مړ سو، قطب الدين ايبک ډير سخت خفه شو، د معلوماتو کولو څخه وروسته ورته معلومه سوه، چي نوموړى ځوان د نږدې کلي اوسيدونکى و، د يوې سپين سري مور وروستۍ هيله او اُميد و، ځوان ځنګل ته د لرګيو او خاشو پسي راغلى و، هغه يې خرڅول خپل ځان او خپله مور به يې ورباندې ساتله.

قطب الدين ايبک د هغه ځوان جسد را واخيست، د هغه د کور په طرف روان سو، کله چي یې د مور سره ملاقي سو، ورته ویې ويل: په غلطۍ کي ستا زوى په غشي ویشتلو راڅخه مړ سو، سپين سري مور یې يوه چيغه وکړه، پر مځکه ولویده، بې هوشه سوه، وروسته قطب الدين ايبک خپل ځان قاضي او محکمې ته وړاندي کړ، خپل جرم يې ورته ووايه او هم يې د پريکړي کولو پوره آزادي ورکړه.

قاضي مقدمه پيل کړه، هغه سپين سرې مور يې عدالت ته راوغوښته او ورته يې وويل: کومه سزا چي تاسي وایاست هماغه ډول سزا به مجرم ته ورکول کيږي، سپين سري مور وويل: بيا به داسي بادشاه چيري پيدا سي، چي په خپله بادشاهۍ کي په خپل ځان مقدمه وچلوي، نوموړي زما زوى قصداً نه دى وژلى، د نن څخه وروسته قطب الدين زما زوى دى، او ما ورته د خپل زوى وينه وبخښله.

قاضي هم قطب الدين بري کړ او ورته يې وويل: که چيري مو په عدالت کي معمولي د خپل بادشاهت څه زور او يا اثر ښکاره کړى وای، نو بيا مي سپین سري مور ته نه حواله کولې، بلکي خپله مي سزا درکوله، په دې خبره باندي قطب الدين خپل خنجر راويست قاضي ته يې وښوده او ورته يې وويل: زما دي په الله ﷻ قسم وي که چيري تا زما سره د يو مجرم په څير معامله نه وای کړې او زما د پاچاهي خيال دي ساتلى واى، نو همدا خنجر مي په نس کي در ښخوی وژلې مي، همدې ته د بادشاهۍ اصل ويل کيږ.ي


ټليفون څنګه استعمال کړو؟

حسان مجاهد

ټليفون هغه څه دی چې ډیر يې بې لارې کړو، ډير يې له خپل هدفه را وګرځول، د ډيرو يې قيمتي عمرونه ضايع کړ او حتا ډیر يې د غمونو له امله ځان وژنې ته وهڅول. خو ډير يې بیا د حق ملګري او له باطله بېزاره کړو، ډير په فکر او عقيده کې کاږه يې سم کړو او ډير يې په استعمال سره ددعوت او جهاد له ثوابه برخمن شو. په دې اساس ويلای شو چې ټليفون د خیر او شر تر منځ يوه داسې وسیله ده چې په استعمال پوري اړه لري.

د ټليفون تر استعمال وړاندې خپل نیت ته وګورئ، که مو نيت له خپلوانو او ملګرو سره د خپلوي او ملګرتیا پالنه يا د يو مهم کار طرحه وي، يا که مو نيت دسیمې او نړۍ خبرونه وي؛ نو څه پروا نه لري. که مو نيت دعوت، اصلاح، مضمون او مقاله لیکل او دحق په ملتيا د باطل پر وړاندې مبارزه وي نو دا نيت عبادت او جهاد بلل کېږي. اما که مو نيت د موسیقۍ په اوريدلو، ناروا فلمونو، سريالونو، ډرامو، ګيمونو له غلطو ملګرو سره په اړيکه د خپل خواهش پوره کول او طبيعت برابرول وي؛ نو دا ډول نيت نه يوازې چې په دنيا کې بدي پايلي لري، لکه (جسمي او فکري ناروغۍ، تريخ او بې موخې ژوند تيرول، کورني جنجالونه او ...) بلکې د آخرت لپاره هم په لوړه کچه خرابونکي مواد بلل کيږي.

نو کله چې هم ټليفون را واخلئ؛ په سمه موخه یې وکاروئ، دیني او دنیوي ګټه ترې پورته کړئ، په داسې توګه يې مه کاروئ چې د لږ مصرف له لارې په واړه شي لويو فسادونو او فتنو ته لاره هواره کړئ، چي هم ستاسو ژوند له ګناه ډک شي او هم نورو ته دګناه زمينه برابره شي.

د ټليفون په استعمال کې د ځان لپاره غوره ملګري پيدا کړه، د ګټورو ويب سايټونو، ګروپونو، فيجونو او اکاونټونو څارنه وکړه، که نا لوستی(بې سواده) يې نو د علماوو بيانونه، ديني او فرهنګي خپرونې او غږيز درسونه اوره او که لوستی يې نو د دیني، ادبي او فرهنګي ليکنو، مقالو او انټرنيټي کتابونو په لوست لاس پورې کړه، د مياشتي او اونۍ په ترڅ کې په يوه موضوع ليکل پیل کړه، دا کار که څه هم په لومړيو کې سخت بريښي خو په وروسته کې شاید درته آسانه او ګټور تمام شي.


اې وروره او زویه!  له ښځو سره د موسی او یوسف علیهما السلام په څېر چلند وکړه!

ژباړه: عاکف مهاجر

د ماشومانو یوې تربیه کوونکې ښځې د سروزرو په اوبو یوه وړوکې مقاله د «محترم خاونده، محترم وروره او محترم زویه!» تر سرلیک لاندې ولیکله او لومړۍ کرښه کې یې ولیکل «کله چې هم له کوره وځې، فکر کوه ته به له دوه ډوله ښځو سره مخ شې چې باید خپل عفت وساتې!».

 لومړی ډله هغه ښځې دي چې د عزیز مصر د ښځې په مرض مبتلا وي ځان به یې ښایسته کړی وي، عطر به یې وهلي وي، زلفې به یې ږمنځ کړې وي او د حال په ژبه به درته وایي چې راوړاندې شه.

‏‏دوهمه ډله هغه ښځې دي چې ځان به یې ښه پوښلی وي مګر د مجبورۍ له وجې به یې یو څو لوښي را اخیستي وي او د حال په ژبه به درته خبره کوي «حتی یصدر الرعاء و ابونا شیخ کبیر»، نو ته ورسره د موسی علیه السلام په څېر چلند وکړه.

اې خاونده، اې زویه او اې وروره! ته له دغې لومړی ډلې سره هغه چلند وکړه چې یوسف علیه السلام وکړ، سترګې کښته کړه او ورته و وایه «په الله پناه غواړم».

همدا راز دوهمې ډلې سره هغه چلند وکړه لکه موسی علیه السلام چې د شعیب علیه السلام له لورګانو سره وکړ، په ادب سره ور وړاندې شه، حاجت یې پوره کړه او بیا ترې همداسې وروسته راشه.

‌‏وګوره اې خاونده، اې زویه او اې وروره! د یوسف علیه السلام پاک لمني د دې سبب شوه چې عزیز مصر جوړ شو او د موسی علیه السلام شهامت د دې سبب شو چې الله جل جلاله ورته صالحه ښځه او کور ورکړل.

‌‏یا الله مونږ ته ستر او پاکدامني رانصیب کړې!

‌‏د ښځې لباس د پلار د تربیې، د ورور د غیرت، د خاوند د نرتوب او د مور د ښه متابعت ښکارندوینه کوي.

له همدې امله بي بي مریمې ته ویل شو: ﴿ يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا ﴾ [سورة مریم: ۲۸] يعنې اې د هارون خورې ستا پلار خو هم بدکاره نه و، مور دې هم بد فعله نه وه.

پلار، مور او ورور یې درې واړه ورته یاد شول.

همدا راز یوه جلکۍ وایي کله مو چې کومه ښځه په خراب لباس او بیکاره حالت کې ولیدله مور او پلار یې دریاد کړه بیا دغه قول د الله تعالی و وایه ﴿ وَقِفُوهُمْ ۖ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ  ﴾ [الصافات: ۲۴] يعنې دوی ودروئ له همدوی به د هغه پوښتنه کیږي چې په دنیا کې یې کړي.

مطلب د دغې انجلۍ پوښتنه به یې هم له مور او پلار کېږي لکه پیغمبر علیه السلام چې وایي «خبردار! هر یو ستاسو شپونکی دی او هر یو د خپلې رمې یعني اهل او عیال د څارنې په باره کې مسئول دی».


رسول اکرم (ﷺ)  د لوېدیځ پوهانو له انده!

ژباړه: خیال محمد توحیدیار

۱ـ اسکاټلندی لیکوال توماس کارلایل

اسکاټلندي تاریخ لیکونکي، ریاضي پوه او فلیسوف توماس کارلایل لیکلي: هغه( رسول اکرم ﷺ) یو متفکر شخصیت و او ملګرو یي ورته د «امین» لقب ورکړی و؛ ځکه چې نوموړی د ریښتینولۍ او وفا نمونه وه.

هو، هغه(ﷺ) تل په خپلو خبرو  کې ریښتونی و، هیڅکله یي له خولې څخه داسې خبره نه ده وتلې چې په هغې کې پند او نصیحت نه وي نغښتی.

 ما یي په اړه اورېدلي دي، چې اکثره وخت به چوپ و؛ یعنې کومو خبرو چې ګټه نه درلوده نه یي کولې؛ کله چې به یي خبرې پيل کړې، نو خبرې به یي له پند، نصیحت، اخلاص او حکمت څخه مالامال وې.

هرې موضوع ته په داخلېدو به یي د هغې موضوع اړوند ټول شکونه لرې کول، تیاره اړخونه به یي روښانه کول او د موضوع عمق به یي څېړه، بیا به یي ورباندې مفصلې خبرې کولې.

 رښتینې خبرې باید همداسې وي، کنه له دې څخه بیا چوپتیا غوره ده.

نوموړي(ﷺ) ښکلې او روښانه څېره، مناسب قد، زړه راښکونکی رنګ او تورې سترګې لرلې.

محمد (ﷺ) یو اغیزناک، خو ډېر مهربان، هوښیار، پاک زړی او د نېک نیت څښتن شخصیت و، نوموړی(ﷺ) په تورو شپو کې د یو روښانه څراغ په څېر و، چې فضا یې روښانه کوله.

هغه(ﷺ) یو ستر او عالي شخصیت و، هیڅ ښوونځي کې نه و روزل شوی او نه هم کوم ښوونکي درس ورکړی و؛ ځکه چې هغه(ﷺ) کوم ښوونځي یا ښوونکي ته اړتیا نه درلوده، د حرا په زړه کې یي یواځې ژوند کاوه.

له خدیجې (رضی الله تعالی عنها) سره یې کیسه څومره خوږه او زړه راښکونکې ده، څرنګه چې په لومړيو کې هغې دمشق ته د سوداگرۍ لپاره لېږلی و او نوموړي( صلی الله علیه وسلم) د دمشق په بازارونو کې خپل رسالت په ښه طريقه، پوره دقت او امانت سره سرته رسولى و، نو د محمد (ﷺ) سره د دې ښځې مينه ورځ تر بلې پياوړې کېده، کله چې د دوی تر منځ د نکاح اړيکه ټينګه شوه، خديجه( رضی الله تعالی عنها) څلوېښت کلنه ښځه وه، په داسې حال کې چې د محمد (ﷺ) عمر له پينځه ويشت کلونو څخه زيات نه و، خو باید ووایو چې هغې د عمر د لویوالي سره_سره د ښکلا او ښایست نښې لرلې.

محمد(ﷺ) له خپلې مېرمنې سره په پوره همغږي، سولې، ارامي او خوښي کې ژوند کاوه او له هغې سره یي بې سارې مینه درلوده.

۲- مسټر جان ډي

انګلیسي پوه مسټر جان ډي فینرات وايي: محمد(ﷺ) د بشریت تر ټولو ستر خدمتګار دی او په نړۍ کې د هوښیارۍ او عقلمندۍ نمونه ده، که آسيا غواړي چې خپلو اولادونو وياړ وکړي، نو لازمه ده چې په نړۍ کې په دغه ستر او بې جوړې انسان وياړ وکړي. دا به یوه ستره ناځواني وي چې بشریت د داسې یوې هستۍ حق ادا نه کړي؛ ځکه نوموړی( ﷺ) هغه څوک دی، چې د ده د را څرګندېدو په وخت کې عرب د داسې ځوړتیا، تیاریکیو او وحشت په حالت کې وو، چې زموږ له سترګو څخه پټ نه دي او موږ په بار بار ګورو چې د هغو کسانو وضیعت څنګه بدل شو چې د نوموړي رسالت او د اسلام د دین ريښتنولۍ یي زړونو ته لار وکړه او د دې ځلیدونکې نور له برکته نېکبخت شول؛ نو له دې وجې د محمد (ﷺ) په رسالت شک کول د ټولې هستۍ د واکمن (الله ﷻ)  په قدرت شک کول دي.

۳ـ انګلیسي لیکوال جورجس سیل)1736-1697(

جورجس سیل یو انګلیسي لیکوال دی، نوموړی وايي: محمد( ﷺ) تر بل هر چا نېک او غوره اخلاق درلودل او د هغه څه مخالف و چې اوس یي د هغه دښمنان ورته منسوبوي؛ هغه( ﷺ ) له هر ډول بدي او ناپاکي څخه پاک و او هغه څوک و چې د انساني اخلاقو د سمون لپاره یي کار وکړ.

۴- المانی اسلام پېژندونکی پروفیسور آنه‌ماری

د جرمني معاصر اسلام پوه، پروفیسور انه‌ماري شمل د «محمد د الله رسول» کتاب کې لیکي: محمد(ﷺ) د ټولو انساني ښایستونو او ځانګړنو عالي نمونه ده؛ ځکه چې د هغه څخه غوره روحاني او معنوي ځانګړتیاوې څرګندې شوې دي.

۵- رومانیایي اسلام پېژندونکی کانستان ویرجیل(1916-1992م)

کانستان ویرجیل جیورجیو چې یو رومانیایي ساینس پوه، لیکوال او اسلام پېژندونکی دی، په "محمد؛ هغه پیغمبر چې باید یو ځل بیا وپېژندل شي" کتاب کې لیکي: پرته له دې چې د محمد ﷺ لوړو اخلاقو او ځانګړنو ته پام وکړو، ویلی شو چې هغه(ﷺ) د پیغمبري څخه وړاندې، د هوښیارتیا او ځیرکي څښتن و او که داسې نه وای؛ نو هغه به د پیغمبر په توګه نه و ټاکل شوی.


اخلاص او تقوا باید له دوی زده کړو

عاکف مهاجر

امام اعمش وایي؛ زه د لوی عالم او فقیه امام ابراهیم النخعي تابعي سره وم چې هغه د قران کریم تلاوت کولو ناګهانه یو کس د راتګ اجازه وغوښتله امام ابراهیم النخعي سمدستي د هغه له ورتګ څخه وړاندې قرانکریم بند کړلو او ویې ویل چې هغه مې ونه ویني چې ابراهیم ټول وخت قرانکریم وایي.

د امام ماوردي ستر عالم په اړه یوه کیسه لیکل شوې چې هغه د تفسیر، فقهې او نورو علومو اړوند ډیر زیات کتابونه په خپل ژوند کې لیکلي و؛ خو په ژوند کې یې چاته یو کتاب هم نه و ښودلی؛ خو چې کله د هغه وفات رانږدې شو یو اعتمادي شخص یې راوغوښت او ورته وویل چې په هغه فلاني ځای کې څه کتابونه دي هغه ټول زما لیکل شوي دي، خو کله چې زه وفات کیدلم او زما روح د وتلو په حالت کې و، نو ماته دې لاس په لاس کې راکړه که ستا لاس مې کلک ونیولو پوه شه چې دا یو هم له ما څخه نه دي قبول شوي، بیا زما کتابونه په شپه کې راواخله او ټول د دجلې سیند ته واچوه او که ما دې لاس پریښودلو پوه شه چې دا له ما څخه قبول شوي او زه کامیاب شوی یم په هغه څه کئې چې ما یې په امید د خالص نیت لپاره کړي و، نو بیا یې د وفات په وخت کې لاس ورکړ چې د هغه لاس یې ورپریښودلو نو وروسته یې بیا کتابونه نشر شول.

دغه کیسه دا په ګوته کوي چې هغه نه غوښتل چې په خپل ژوند یې خلک له لیکل شویو کتابونو او کمال څخه خبر شي نو خلک به ورته د عزت په سترګه ګوري هسې نه چې غرور پکې راشي او ثواب یې په دنیا کې هسې لاړ شي.

د دیني علومو یو لوی عالم عبدالواحد بن زید کیسه کوي هغه وایي چې یو وخت زه له ایوب سره ناست وم چې هغه مهال یوه نادره کیسه راپیښه شوه خو ما له ایوب سره وعده وکړه چې د دغې کیسې حال به ستا په ژوند چاته نه وایم.

عبدالواحد وایي زه او ایوب سره یو ځای وو چې تندې واخیستلو دومره مو تنده زیاته شوه چې قریبه وه مونږ هلاک شوي و، نو ایوب مخ راواړولو چې په ما باندې که پرده اچوې اوبه به پیدا کړم ما ځواب ورکړ چې ووکې تر هغه به چاته نه وایم تر څو چې ته ژوندی یې!

عبدالواحد وایي ایوب ځمکه باندې پښه و وهله چې له ځمکې اوبه را ووتلې مونږ دومره و څښلې چې ښه سیرابه شولو او یو څه مو له ځان سره هم یوړلې.

رسول کریم ص وایي څوک چې ځان د الله ج لپاره وقف کړي الله به د ده مرستندویه شي دغه هر څه د دوی په اخلاص دلالت کوي چې الله ج یې هر کار برابرول.


اسلامي امت څلور قسمه ځوانان لري!

۱-هغه ځوانان دي‌ چې د بې دينۍ، فحشاء او د عياشي ارمانونه کوي, دوې ته غربیت ښه او اسلام ورته پخوانی او د تکلیفونو دين ښکاري خو دوئ بيا هم له شرمه مسلمانان دي

دا هغه ځوانان وي چې کفار يې د کاغذ تشناب په څېر کاروي

۲- هغه ځوانان دي چې چا پوه کړي نه وي، جهاد او د اسلامي اخوت انځور ورته ناسم وړاندې شوی ويِ؛ خو بيا هم خپل لمونځ اودس کوي او اسلام سره مينه هم لري کله نا کله ترې ګناه وشي نو پرې خپه کېږي هم، دوې د اسلام د حاکميت په فکر کې نه وي، بس ښه موټر، ښه کالي، چکرې، بنډارونه اوښې مستيانې د دوی خوښېږي

۳- هغه ځوانان دي چې بس دعوت او تبلیغ ښه وسیله بولي, حلال روزګار کوي, خپل لمونځ, اودس، مطالعه، او چيرته ښه کاروبار ورته پيدا شي کوي يې بس ژوند تيروي

۴-آخري قسم ځوانان ډير عجيب دي دوي همېشه د اسلام د حاکميت لپاره فکر مند وي دوي د دنيا خوندونه پېژني خو کوي يې نه

دوي په هر څه پوهيږي خو بيا يې هم ځان خاموشه کړی وي

دوي باندي مختلف قسمه سختۍ راځي، په مختلفو نومونو بدنام شي، مختلف تکاليف تېروي

د کفارو په هر چال او دسيسه پوهېږي، خو خلکو ته ساده او ناپوهه ښکاري

ډېر بااخلاقه او تقوی دار وي، د لوړ عزم خاوندان وی

د ژوند خوشحالۍ يې ډېرې کمې وي، دا خلک په احاديثو کې د (غرباو) په نوم ياد شوي دي.

دوی چې کله هم سر را پورته کړي بس د کفر پرې نظر شي

پاس اول دوه قسمه ځوانان په امت بوج دي، دوې په هره زمانه کي د منافقينو کردار ادا کوي، د دوې څخه عزت او اعزاز په تاريخ کي هم نشته، دوی سپک خلک دي.

دا دريم قسم ځوانان هم ښه دي امت ته يي کله نا کله مالي ,يا دعوتي فايده رسېږي.

دا اخري قسم ځوانان چې کله ډېر وو په اکثريت دنيا اسلام حاکميت وو، د امت اکثره علماکرام هم دغه خلک وو، او اوس وخت کې ډېر کم دي، ځکه چې دنيا پرې تنګه ده، د هجرت شپې سبا کوي او بس!!.

رب العلمین دي پرې رحم وکړي.


کیسه او عبرت

ژباړه: عاکف مهاجر

(عسَى رَبنا أنْ يُبدِلنا خَيراً مِنهَا)

یو وخت په مکه مکرمه کې یو نادار او بیوسه کس اوسیدلو چې له یوې صالحې ښځې سره یې واده کړی وو.

یوه ورځ د دوی ناداري داسې حال ته ورسیدله چې دومره څه یې نه درلودل چې ویې خوري او همدا راز یې د اغوستلو هم څه نه وو ورپاته چې وایې غوندي.

ښځې یې ورته و ویل ګرانه ته ولې نه ځې تر څو مونږ ته څه راوړې چې ویې خورو او څه ټوټه راوړې چې نوې جامې ترې جوړې کړو، سړی لاړو بازار ته چې څه کار وګوري تر څو اهل او عیال ته څه پیدا کړي، ډیر وګرزیدلو خو هیڅ کوم کار یې ونه موندلو ترڅو خپل اهل ته څه پیدا کړي.

له هر څه ناهیلی وروسته یې د حرم لور ته مخه کړه هلته یې دوه رکعته لمونځ وکړلو او رب ته یې لاسونه لپه کړل تر څو یې حال بدل کړي او دغه سختي یې په هوسایي بدله شي.

سړی چې څنګه له دعا پورته شو او د حرم ساحې ته لاړه چې ګوري یوه بټوه پرته ده، هغه یې راواخیستله او زر دینار یې پکې وموندل.

سړي روپۍ راواخیستلې او د کور په لور رهي شو ښځې ته یې ځان ورسولو تر څو هغه خبره کړي او یاده کیسه ورته وکړي چې هغه هم ورسره د پیسو په موندلو کې خوښه شي،

خو ښځې یې حیرانونکی جواب ورکړلو!

ته باید دغه مال بیرته یوسې او خپل څښتن ته یې ورسوې حرم په خپله غیږ کې د لویدلي شي د اخیستلو اجازه نه ورکوي او بیا یې دغه ایت ورته و ویلې ﴿عسَى رَبنا أنْ يُبدِلنا خَيراً مِنهَا..﴾

سړی د ښځې له وینا وروسته د حرم په لور رهي شو.

ګوري هلته یو کس نارې وهي چا یوه بټوه موندلې چي زر دیناره پکې دي؟

فقیر خوشاله شو چې د همیانۍ او بټوې اصلي څښتن یې وموندلو تر څو یې اصلي مالک ته خپل حق وسپاري.

فقیر ور مخ ته شو او پرې غږ یې کړلو اې سړیه دغه ما موندلې او دا واخله ما د حرم په سیمه کې وموندله.

سړي په ځنډ سره فقیر ته وکتل، په فقیر د بیوسي علامې ښکاریدلې ورته ویې ویل دغه بټوه او دا زر دیناره یې ستا او دا نه زره نور دینار هم واخله.

فقیر حیران شو قریبه وه له خوښي نه بیهوشه شي او په زوره یې چیغه کړه دا د څه لپاره.

د مال څښتن ورته و ویل د شام یو کس راته لس زره دینار راکړل او راته ویې ویل له دغو دینارو زر دینار د حرم په سیمه کې وغورځوه بیا ورپسې چیغه وکړه چې دینار مې ورک دي او چا موندلي که چا درته راوړل دغه نه زره نور هم ورکړه دغه امین سړی ده.

د دغه ایت

﴿عسَى رَبنا أنْ يُبدِلنا خَيراً مِنهَا..﴾ او په قران او رب د باور او امانتداري ګټه داشوه چې یو زرګون یې په لس زره بدل شول.

دغه کیسه کې مونږ ته لوی درس ده باید عبرت ترې واخلو هر څه تر تقوا او پرهیزګاري تړلي دي او رب زمونږ په قران کریم کې د رزق د ورکولو لپاره شرط تقوا لګولی.

رب مو فرمایي

﴿وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ..﴾


د حجاب په اړه

بسم الله الرحمن الرحيم

جامو ته ودریده چې کومه جوړه خوښه کړي؛ د خاوند په ملتیا مدرسې ته ځي، هغه په یو کتابتون کې کار کوي...

هو، اسماء د مدرسې جامې راواخیستې د ائندارې مخې ته ولاړه ده او ځان سمبالوي...

محمد ور غږ کړ : اسماء! ژرکوه چې د درس دي ناوخته شو.

اسماء ځواب ورکړ : سمه ده محمدا! حجاب مې په تن کړ، فقط چې محکم یې کړم...

دواړه جوړه، تر پوري ښځینه‌و مدرسې پوري د درس لپاره لاړل ...

د درس موضوع عفت وه او دا چې د مؤمنانو میندې څنګه پاک‌لمنې، سپيڅلې او له هرراز چټلیو صفا وې.. د درس په جریان کې د ډیرو صحابیاتو د پاکۍ بیلګې هم وړاندي شوې... رښتیا چې د نن درس ډیر جالب و، زړونه ورته نڅیدل او عقل ترینه ګرد چاپیره ګرزیده چې دغسي د عفت په اسمان کې ځوړند پاک، صاف او سنګین ستوري ترلاسه کړي...

د درس له پوره کیدو سره اسماء بهر په موټر کې د محمد راتګ ته انتظار کوي، وخت د ماخستن لس‌ بجې کیدونکې وې... اسماء د ښار په رڼاګانو کې د هغو ښځو څېرې کتلې چې د موټر مخي ته یوه‌بله خوا تیریدلې، د هیڅ یوې په مخ کې یې خیر ونه لید؛ هره یوه یې په داسي حالت لیده چې مخ به یې په رنګارنګ پوډرو او سورخیو لړلی و، ویښتان به یې بربنډ و په کومه خوا به چې باد اړول هماغه طرف ته اوښتو. اسماء په همدغه حالت کې وه چې یو منظر یې ولید، داسي منظر چې باور یې نه کیده؛ هغه مروا وه، د اسماء د وخت ملګرې، هغه چې د لیسې پوره پړاو یې یوځای طی کړی و، مروا د یو ځوان سره ولاړه ده، (یو غوباړي سره) خبري ورسره کوي، کټ کټ سره خاندي، بيا په ملا باندي یوه بله خوا کږه شي... د اسماء حوصلې ځواب ورکړ؛ خپله د وخت ملګرې یې په دغسي ناورین نه وه پیرزو... غوښتل یې خبره ورسره وکړي مګر څنګه؟ له هغې سره خو هماغه ګډوډ انسان ولاړ دی!. څه وخت یې فکر وکړ بیا یې په زړه کې یوڅه ور وګرزید... اسماء موبایل را وکیښ او د خپلې ملګرې (مروا) د نمبرو پلټنه یې پیل کړه، اسماء ته وریاد شوې وه چې مروا ته خپل پلار د هغې د بریالیتوب سره د جائزې په توګه موبایل اخستی و او هغې اسماء ته هم خپله شماره ورکړې وه... اسماء انتظار وکړ، مروا خپل موبایل راویوست او ځواب یې ورکړ...

مروا وویل: هلو څوک یاست؟!

اسماء په داسي حالت کې چې له پېښي لیدلو سخته حیرانه وه وویل : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زه اسماء یم، ستا ملګرې، هغه ملګرې چې د لیسې تعلیمي پړاو مو یوځای و...

مروا، په داسي حالت کې چې په مخ یې حیرانتیا خوره وه، ځواب ورکړ: أسماء ... کومه أسماء ؟!

أسماء وویل: هغه ستا د درس ملګرې أسماء ... أسماء یو یادګاري منظر ورته یاد کړ...

مروا چیغه کړه: أسماء .. ښه راغلې.. هرکله راشې.. ترڅه پوري دریاده شوم...؟

أسماء وویل: همدا اوس.. مخکې وګوره ..

مروا یوې بلې خوا وکتل یواځي یو موټر یې ترسترګو شو، هلته یوه حجاب کړې میرمن پکې ناسته ده...

أسماء وویل: زه همدغه، په موټر کې یم... که زما خواته راشې ...

مروا چې أسماء په داسي حالت ولیده ټکان یې وخوړ! له ځان سره یې وویل ( په أسماء څه شوي، شاید کورنۍ مجبوره کړې وي چې دا توره خیمه پر سر خوره کړي) کله چې مروا د موټر خواته راغله، أسماء ورغاړيوته، روغبړ یې ورسره وکړ... او خبري یي سره پیل کړې؛ بیا مروا له أسماء سره ژمنه وکړه چې سبا به د أسماء په کور کې ملاقات او ګپ‌شپ لګوي، أسماء ادرس ورکړ... هو، مروا یو بل ټکان وخوړ، کله چې د أسماء په واده خبره شوه, سره له دې چې دوی دواړه همځولې وې، حال دا چې دې ته د دې د ښایست، عقل او فصاحت په اړه ډیرڅه ویل شوي و... خو بیا هم هغه بي واده پاتي وه.. دا هرڅه یې په ذهن کې راګرزیدل کله چې أسماء له خپل خاوند سره د کور په خوا روانه شوه او هغه په ځای پاتي شوه...

کورته په لاره أسماء بیا بیا د خپلې ملګرې څېره په ذهن کې راګرزوله، د هغې ناوړه حالت یې ترسترګو سترګو کیده.. مروا چې پوهنتون ته تلله په داغسي حالت کې نه وه.. مروه له لیسې نه پوهنتون ته د شریعت څانګې ته تللې وه؛ هغه وخت مروه هم تریوې اندازې شرعي حجاب په تن کاوه؛ مګر څه چې أسماء اوس ولیدل؛ بربنډ بدن او نیمه جامه .. زړه یې نه اخیسته چې دا دي مروا وي؛ مروا خپل مخ په محتلفو سرخیو او پوډرو لړلی و، ویښتان یې بربنډ و، چې د بدپیلو په سینګارځای کې یې خپل بدن او ویښتان سمبال کړي و.. اوس أسماء د خپلې ملګرې نیم‌لوڅې جامې، معطر بدن او رنګین منظر بیا بیا وریادوي... أسماء چې کورته ورسیده په فکرونو کې ډوبه ده چې سبا به یې څنګه او له کومه ځایه ورسره پیلوي؟!

سبا ورځ راغله، د سهار د لمانځه وخت شو، أسماء خپل خاوند (محمد) راویښ کړ ترڅو مسجد ته د لمانځه لپاره لاړ شي، هغه خپله ولاړه شوه چې د لمانځه لپاره تیاری وکړي..

له لمر ختو سره محمد له مسجده د کور په خوا روان شو ترڅو د خپلې وظیفې لپاره تیاری وکړي، أسماء په تیزۍ سره د خپل خاوند جامې سمې کړلې او بیا لاړه چې ناشته برابره کړي..

محمد خپلې وظیفې ته لاړ، أسماء د کور چارې سمبالوي چې میلمنه راځي، أسماء د انتظار په حالت کې ده چې ځوږ یې ترغوږ شو، موټر ودرید، د موسقې دلانګو محله ناارمه کړه، دروازه خلاصه شوه مروا د أسماء کورته را دننه شوه، أسماء چې دا وار څه ولیدل له پرون لیدلو زیاته حیرانه او فریشانه شوه...

أسماء مروا ته تود هرکلی وویل، ترلاس یې ونیوه او د کور په هره خوا، هره کوټه یې وګرزوله، دا د کيناستلو کوټه، دا پخلنځی، دا خاصه کوټه ... ترڅو چې هغې کوټې ته ورسیدل چې د ښځو لپاره ځانګړې شوې وه، دواړه ملګرې کیناستلې، هلته چې أسماء وار له مخه ناشته تیاره کړې ایښې وه، مجلس پیل شو...

أسماء په خندانه څېره پوښتنه وکړه: هغه ځوان چې ته یې زموږ ترکوره راوستلې ستا څه و؟ میړه دي و؟ او که دي ورور و؟
مروا په خپله څېره د حیرانتیا نښانې څرګندې کړې او ځواب یې ورکړ: نه مې میړه و او نه مې ورور.. هغه مې ملګری دی، موږ د درس ملګري وو .. اوس د دفتر ملګري هم یو، زمږ ډیره سپېڅلې ملګیري ده.

أسماء یې له ځوابه فریشانه شوه، لاس یې له مړۍ ونیو او پوښتنه یې وکړه: څه؟! سپيڅلې انډیوالي؟! ایا ته هم ..؟!

مروه په سړه سینه ځواب ورکړ: هو، نو په دې کې څه خطایي ده؟!

دا وخت أسماء پوه شوه چې د وخت له ملګرې سره باید له کومه ځایه خبره پیل کړي.. په ډیر جدیت یې خبره پیل کړه او ورته یې وویل: که دا کار خطا نه وای ما به هم کاوه، مګر زه پوهیږم چې له پردیو سره ګډه ګرزیدا څومره زیانمن کار دی!!

مروا په مسخرانه انداز سره وخندل او ویې ویل: لا هم په هماغه شاته پاته مفکوره باندي ولاړه یې؟!.. ما فکر کاوه چې ته به له مانه مخکي شوې یې، د نړۍ حقائق به دي درک کړي وي، ته چې لا هم هماغه زوړ فکر ګرزوې بیا نو هاغه زموږ د زده‌کړو ګټه څه شوه؟! د څه لپاره مو دومره زیار په تعلیم کې کاوه؟! افسوس ستا په حالت!

أسماء په جدي انداز ځواب ورکړ: والله چې وروسته پاکته‌والی د الله او د هغه د رسول په مخالفت کې دی.. انا لله وانا الیه راجعون

مروا سکته وکړه، لکه په مخ چې يې ټک وخوړ، هیڅ خبره یې ونه‌کړه.

أسماء په خورا زړه‌خوږۍ سره خبرو ته دوام ورکړ، زما ګرانې خورکۍ، زما د ژوند ملګرې والله داسي درباندي ویریږم لکه په خپل ځان، ستا خیر غوښتونکې یم، ای خورکۍ! په لوی خطر کې یې، د لوی حساب لویه ورځ مو په مخکي ده، ویریږم چې بیا به دي بیرته د راګرزیدو وخت تیر وي.. همدا اوس دي وخت دی چې په خپلو کړنو فکر وکړې!

د مروا ژبه له خبرو ودریدلې وه.. کله چې یې د خبرو سیک پیدا کړ د ویلو یې څه نه لرل یواځي دومره یې وویل: أسماء! ته له ما نه څه غواړې؟ څه وکړم؟

د هغې ملګرې چې په خپلو خبرو او خپل دریز باوري وه ورته وویل: څنګه دي خوښه شي چې په دې حساسه او خطرناکه موضوع باندي مناقشه وکړو؛ شاید وکولای شم له ځان سره دي له دې خطرناکې لاري راوګرزوم...؟

مروا بې له ځنډ او فکره ځواب ورکړ: مانع نه‌شته خو دومره باوري یم چې زه په خطا نه یم.

أسماء په خندنۍ څېره وویل: بیا راځه لومړی به د څاښت لمونځ وکړو وروسته به خبري پیل کړو..

دواړه همځولې ولاړې شوې لمونځ یې وکړ او بیا د هغه کتابتون خواته لاړې چې محمد په خپل کور کې جوړ کړی و...

دواړه هلته کیناستلې، د چای څښلو سره یې خبري هم پیل شوې..

مروا لومړۍ شبه رامخکي کړه؛ اسلام د مختلفو جنسونو ترمنځ ګډون نه دی منع کړی!!

مروا په داسي حال کې چې خپل ویښتان یې په لاسونو باندي یوې بلې خوا واړول وویل: اسلام د جنسینو ترمنځ اختلاط منع کړی نه دی! بلکي مخکیني مسلمانان ګډ سره اوسیدل، مسجد ته به نران او ښځینه دواړه تلل، په بازار، د علم مجلس، جهاد، مشوره او ټولو کارونو کې دواړو جنسونو اوږه په اوږه برخه اخیسته؛ ای أسماء! ته په کوم دلیل راځې او وایې چې د نرانو او ښځو ترمنځ اختلاط ناروا دی؟! ته خو نادیرې خبرې کوې!

أسماء په ډیر عزت او درنښت وویل: الله مؤمنانو ته هغه څه روا کړي دي چې دوی ته ګټه رسوي او ضرر نه لري.. د الله تعالی په شریعت کې دا ښکاره حقیقت دی چې اختلاط یې ناروا ګڼلی دی.. غوږ شه چې د الله د کتاب نه دلائل درته ووایم

لومړی د الله تعالی دا قول واوره :« وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا» [الأحزاب: 33]

الله تعالی د رسول الله مېرمني او ټولې مؤمناتي امر کړې دي چې په خپلو کورونو کې پاتي شي؛ په دې کې یې ساتنه او د فساد له وسائلو لیریتوب ده؛ له اړتیا پرته واته د شر دروازه پرانیزي، لکه د فاسقانو څېره خپلول، له پردیو سره ګډون کول او داسي نور .. بیا الله تعالی ټولو ته امر کړی چې نیک اعمال ترسره کړي هغه اعمال چې انسان له فحشاء او ناروا ساتي؛ هغه نو په لمانځه کړلو، زکات ورکولو، د الله او د هغه د رسول په اطعات ترسره کیږي؛ بیا الله تعالی ټولې مېرمنې د هغوی دنیوي او اخروي ګټو ته متوجه کوي او فرمایې چې همیشه د قران کریم تلاوت وکړي د رسول الله احادیث مطالعه کړي؛ په دې سره زړونه ځلیږي، له ګناهونو پاکیږي او د حق په لور روانیږي...

الله تعالی په کور کې د مېرمنو پاتیدل په «قرار» تعبیر کړي دي؛ ډیر لوړ مفهوم دی، په دې کې د ښځې د نفس سکون شته، د زړه آرام شته، له وسوسو امان شته؛ او له کوره په وتلو سره نفس سرګردانه کیږي، زړه تنګیږي او له داسي پېښو سره مخ کیږي چې انجام یې ډیر ناوړه او خطرناک وي.

دوهم د الله تعالی دا قول را اخلو :« يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا» [الأحزاب: 59]

په دې فرمان کې الله تعالی خپل استازی ته امر کوي چې خپلو مېرمنو، لورګانو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې، که د ضرورت په اساس له کوره وزي، نو خپل ټیکري دي په ځانونو خوروي، داسي چې ټول بدن یې ورباندي پټ شي؛ ترڅو د ناوړه خلکو له خوا ونه ځورولې شي.

چې الهي حکم دغسي ده نو څه فکر کوې ښځه ولي د سړیو منځ ته راوزي؟ د څه لپاره له سړیو سره د مساوات دعوه کوي؟ د کومې اړتیا له مخي د سړیو په منځ کې د وظیفې اجراء کولو غوښتنه لري؟ ولي د ښځیتوب له ډیرو هستیو لاس اخلي، د حیاء له نعمته ځان محروموي او بیا د سړیو چوکاټ ته ننوزي؟ ولي یوڅوک هڅه کوي چې د دوو داسي جنسونو ترمنځ مساوات قائم کړي چې د معنی او صورت له لحاظه مختلف دي؟! ایا د دوی هدف ډیر چټل نه دی؟!

دریم الله تعالی فرمایې :« قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ» [النور: 30]

الله تعالی خپل پیغمبر ته امر کوي چې مؤمنو سړیو او ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې نامحرمو ته له کتلو وساتي، خپلې شرمګاوي له زنا وساتي؛ بیا الله تعالی فرمایې چې دغه ساتنه د دوی د سپیڅلتوب لپاره ډیره ګټوره ده؛ ښکاره خبره ده چې له زنا څخه د شرمګا ساتنه هلته ممکنه ده چې د زنا له وسائلو ځان وساتل شي، او په دې کې هم شک نشته چې د پردیو ښځو او سړیو ګډون او د سترګو نه کنترول – چې د ګډون له لوازمو ځیني ده – د زنا ستر لاملونه دي؛ او دا دوه کارونه چې الله تعالی یې له هرمؤمن نه غوښتنه کوي د اختلاط په صورت کې امکان نه لري؛ کوم سړی چې له پردیو ښځو سره خاصه ملګیري لري یا ورسره په یو میز درسونه وایې او یا په یو دفتر کې کار کوي څنګه امکان لري چې سترګې دي کنترول کړي او په « يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ» دي عمل وکړي؟! او ښځه هم نه شي کولای چې په دغسي حالت کې په دې قراني امر عمل وکړي چې فرمایې «يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ» مختلط چاپیرال ته ننوتل د ښځي او سړي عفتونه له خطر سره مخ کوي او ساتنه یې ناممکنه ګرزي.

الله تعالی چې د علم او حکمت څښتن دی مؤمنانو ته امر کوي چې ښځې او نران سره ګډ نشي؛ ځکه په انسانانو کې نیک او بد شته، پاک او فاحش شته نو حجاب کول او له اختلاطه ځان ساتل په حقیقت کې له فتنې او د فتنې له ذرائعو ځیني ځان ساتل دي، په دې سره زړونه پاکیږي او انسانان له تهمتونو خوندي کیږي.

څلورم د الله تعالی دا قول را اخلو چې فرمایې: «وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ»الآیة [الأحزاب: 53]

د  الله تعالی دا فرمان په واضحه توګه فرمایې چې که مو له پردیو ښځو د هرڅه پوښتنه کول باید د پردې شاته وي، داسي پرده چې سړی له ښځې پټ کړي او ښځه له سړي پټه کړي؛ او دا چې ښځې لپاره د په جامه باندي له مخ او بدن پټولو وروسته ښه پرده د هغې کور ده، هغه کور چې ښځه له پردیو سړیو پټه کړي داسي چې بالکل یې نه بدن لیدل کیږي، نه یې جامه لیدلای شي، نه یې ظاهر او نه باطن لیدلای شي.

أسماء بیا وویل: او هرڅه چې د اختلاط په ممنوعیت باندي له نبوي احادیثو ځیني دلائل دي هغه په دې توګه دي:

  • عن أبي هريرة رضي الله عنه أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "خير صفوف الرجال أولها وشرها آخرها، وخير صفوف النساء آخرها وشرها أولها" رواه الإمام مسلم في صحيحه

ژباړه: د سړیو بهترین صف مخکینی صف دی او بدترین یې وروستنی صف دی؛ او د ښځو بهترین صف وروستنی صف دی او بدترین یې لومړنی صف دی.

لمونځ چې د الله سره ملاقات دی او په دې حالت کې مؤمن له بل هروخت نه الله ته ډیر نژدې او متوجه وي، شهوات یې ضعیف او خشوع یې فعاله وي، شیطاني وسوسې کنترول وي، د فتنې او تهمت خطرونه کم وي خو بیا هم رسول الله ارشاد فرمایې چې په دې حالت کې هم نر او ښځې باید سره نژدې نه وي؛ نو څه فکر کوې چې په ازادانه فضاء کې به د اختلاط په اړه څومره احتیاط وي؟! دا نبوي ارشاد واضح دلالت دی چې ښځې او نران باید په یو میز، یو دفتر او یو میدان ګډ کار ونکړي.

  • عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه أنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان"جامع الترمذي

ژباړه: ښځه عورت ده یعني هغه پټه هستي ده چې که ښکاره شي نو حیاء ترې کیږي؛ کله چې بهر ووزي نو شیطان ورته د سړیو سترګې ور اړوي او هغوی ته یې ترنظر ښایسته ورولي.

معنی دا چې ښځه چې څو پوري په کور کې وي شیطان ورته څومره طمع نه لري، کله چې بهر ووزي نو شیطان ورته هیله‌من شي او غواړي چې نران ورباندي دوکه کړي او دا په نرانو باندي دوکه کړي؛ د سړیو نظر دې ته جلب کړي او د دې نظر سړیو ته جلب کړي چې بالآخره د بدکاره سړیو ښکار شي، عفت او دیانت یې داغدار شي...

 


امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پرهیزګارانو صفت دی

عاکف مهاجر

قَالَ الله تَعَالَى: وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

 [آل عمران:104]،

ژباړه: او لازم ده چې په تاسو كې دې یوه داسې ډله وي چې د خیر طرف ته بلنه كوي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او همدغه خلق پوره كامیاب دي.

دا یواځې یو ایت نه دی بلکې په ګڼو ایاتونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یادونه شوې لکه په یو بل ایت کې چې رب کریم فرمایلي.

 وَقالَ تَعَالَى: كُنتُمۡ خَيۡرَ أُمَّةٍ أُخۡرِجَتۡ لِلنَّاسِ تَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَتَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ وَتُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِۗ وَلَوۡ ءَامَنَ أَهۡلُ ٱلۡكِتَٰبِ لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۚ مِّنۡهُمُ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَأَكۡثَرُهُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ [آل عمران:110].

ژباړه: تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي.

په پورتني ایات مبارکه کې واضحه شوه چې د امت د غوره والي لامل همدا امر بالمعروف او نهی عن المنکر بلل شوی، ځکه په نورو امتونو کې دغه صفت نه و او د بني اسرائیلو د هلاکت سبب هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نشتوالی بلل شوی دی.

د دې تر څنګ بل ځای اللهﷻ څومره ښه ویلي دي.

وَقالَ تَعَالَى: خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ [الأعراف:199]،

ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو طريقه راخپله كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه

 په پورتني ایات کې بیا اللهﷻ امر کړی چې د نیکۍ حکم کوه او همدا امر بالمعروف دی.

دا یواځې یو ایت نه دی بلکې په ګڼو ایتونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یادونه شوې چې له دې څخه دا ښه معلوميږي چې څومره اړینه دی.

لکه په یو  بل ایت کې اللهﷻ فرمایي.

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ [التوبة:71]،

ژباړه:او مومن سړي او مومنې ښځې، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله پر دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى.

 

همدا راز په سورة مائدة کې اللهﷻ فرمایي چې بني اسرائیلو د منکراتو مخنیوی نه کولو ځکه عذاب پرې نازل شو.

وَقالَ تَعَالَى: لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرائيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ *

ژباړه: په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل.

كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ [المائدة:78،

دوى به له هغه ناروا كار نه یو بل نه منع كول چې دوى به هغه كاوه، خامخا بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه.

د دې ترڅنګ نور ګڼ ایتونه راغلي دي.

لکه په لاندې څو ایتونو کې چې ویل شوي.

وَقالَ تَعَالَى: وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ [الكهف:29]،

وَقالَ تعالى: فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ [الحجر:94]،

وقال تعالى: فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ [الأعراف:165].

همدا راز له ابن مسعودٍ رضی الله عنه څخه روایت دی.

هغه وایي

 يقول ﷺ: ما بعث الله من نبيٍّ في أمةٍ قبلي إلا كان له من أمته حواريون وأصحاب يأخذون بسنته، ويقتدون بأمره، ثم إنها تخلف من بعدهم خلوفٌ يقولون ما لا يفعلون، ويفعلون ما لا يُؤمَرون، فمَن جاهدهم بيده فهو مؤمن، ومَن جاهدهم بلسانه فهو مؤمن، ومَن جاهدهم بقلبه فهو مؤمن، وليس وراء ذلك من الإيمان حبَّة خردل.

ژباړه: اللهﷻ به یو نبي په مخکنیو امتونو کې نه رالیږه، مګر د هغه له امت څخه به د حواریونو په نوم مرسته کوونکي او ملګري و چې د هغه په سنتو به یې تګ کولو او په امورو کې به یې د خپل پیغمبر اقتداء کوله خو بیا به وروسته یو شمیر خلکو هغه څه نه کول چې دوی به ویل او په کومو امورو به یې چې امر کولو خپله به یې نه کول چا چې د دوی سره په لاس، ژبه او یا زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او له دې ما سواء چې څوک دي په زړه کې یې د یو ږیدن اندازه ایمان هم نه وي.