پکتیکا کې محتسبینو اته مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۳۴
hl_hsht_qdyh_znan

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په برمل، چهاربران، زرغون شهر، نکه او ګومل ولسوالیو کې کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه اته مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

 په تړاو یې مسؤلین وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۶:۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵۷
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې 

محتسبینو په پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او میدان وردګ ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، عامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۵۰
Background image

سرپل کې د محتسبینو په هڅو دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د سرپل ولایت  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د صیاد ولسوالي دره بند  کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل د تور له امله. . .

BACK TO NEWS