پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۸۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه
د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ لستور کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل پر سر را پورته شوې ۸۰ کلنه دښمني چې د ګڼو ستونزو لامل شوې وه حل او د دواړو لوریو ترمنځ یې روغه وکړه.
دا اوږد مهاله دښمني، چې نیږدې اته لسیزې یې دوام وکړ، چې د د دوامداره شخړو لامل شوې وه او د یادو کورنیو تر منځ یې واټن او ناخوښي لا پسې پراخه کړې وه د یاد ولایت محتسبینو، د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.
د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې اووه لویې دښمنۍ حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې ده.
