په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې محتسبینو د کورنیو تر منځ  را پورته شوې شخړې حل او د دواړو لوریو تر منځ روغه  وکړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۳۱
hl_akhtlafat_dr_nngrhar_w_lwgr.jpeg

د لوګر او ننګرهار ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې شخړې حل او د دواړو لوریو تر منځ یې روغه وکړه .

دا اوږد مهاله شخړې، چې د یادو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو  له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

غزني کې محتسبینو (۱۵) کلنه نجلۍ (۶۰) کلن کس ته له ور کولو وژغورله

 د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مقر ولسوالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۵۲
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۲۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، تخار، هلمند، ننګرهار، کندز، بغلان، بدخشان او لوګر ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۲۰
Background image

محتسبینو په پلازمېنه کابل او هلمند ولایتونو کې څلور مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل او هلمند ولایتونو  محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا څلور مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو. . .

BACK TO NEWS