پنجشېر کې له خلکو د محتسیبنو غوښتنه؛ د قدر په شپو کې لمونځونه وکړئ

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۲:۴
mopvpe

۱۳۴۳/۹/۲۱

د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ د امربالمعروف او نهي عن المنکر امریت، محتسېب مولوي عبدالحفیظ په خپله وینا کې له خلکو وغوښتل چې د قدر د شپې له فضیلت څخه دې ځانونه پوره بر خمن کړي او د تهجدو لپاره دې پاڅیږي.

ښاغلي مولوي عبدالحفیظ په خپلو خبرو کې وویل: چې د قدر د شپې په اړه متعدد احادیث راغلي، او شاید دا چې د قدر شپه کره نده معلومه، یو حکمت یې دا هم وي، چې خلک د روژې میاشتې په وروستیو لسو شپو کې ډېر عبادت وکړي تر څو دا ثواب تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه:د یادې شپې د معلوم والې په اړه چې علماء کوم نظر لري هغه داسې چې ډېری علماء په دې نظر دي، چې د قدر شپه هر کال کې د روژې میاشتې په اوه ویشتم تاریخ وي، نښه یې دا ده چې په ۲۷ تاریخ سهار لمر سپین ځلیږي او شعاع نه لري،له جابر بن عبدالله څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر شپې په اړه وايي: ما د قدر شپه ولیدله خو را نه هېره یې کړه، د قدر شپه د روژې په اخرو شپو کې ده، معتدله وي، چې نه یخه وي نه هم ګرمه، رڼا وي لکه چې څوارلسم سپوږمۍ ځلیږي، په دغه شپه شیطان تر سهاره نه راوځي.

مولوي عبدالحفیظ د سهار وخت لمر ژېړ او تېره والي په اړه چې روایتونو کې راغلي زیاته کړه: لمر د قدر شپې پر سهار ژېړ راخېژي او رڼا یې کمه وي، ځینو روایتونو کې راځي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه شپه راووت، تر څو خلک د قدر له شپې خبر کړي، دغه وخت کې له دوو کسانو سره چې یو بل سره په جګړه بوخت ول مخ شو او خبره ترې هېره شوه.

ده د یادې شپې د نامعلوموالې حکمت دا وګڼلی چې خلک په عبادت کې ډېر کوشش وکړي، تر څو خلک په دغه شپو کې له غفلت څخه وساتي او زیات ثواب ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۳:۵۶
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې شپږ ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، زابل، بلخ او غور ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام شپږ ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې دوه ویشت شخړې حل کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، بغلان، غور، تخار او زابل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو. . .

BACK TO NEWS