نورستاني ولسونه: د اسلامي امارت ملاتړ او ترڅنګ درېدل مو اسلامي مسؤولیت دی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۳

د نورستان ولایت سلګونو دیني علماوو، قومي مشرانو او ولسي وګړو تېره ورځ د دیني زده کړو څخه د شهداوو د یتیمانو د فراغت په پار د جوړې شوې سترې غونډې په ترڅ د افغانستان اسلامي امارت او امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړه او د بشپړ ملاتړ اعلان یې وکړ.

جوړې شوې غونډه کې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د امر بالمعروف وزارت پر کړنلاره رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په ټولنه کې د ناوړه او غير شرعي دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی او د اسلامي ټولنې او چاپيريال رامنځته کولو کې به له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

ښاغلي الحنفي همداراز د ولسونو او حکومت ترمنځ پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت غېږ د‌ولس پر مخ خلاصه د هغوی ستونزې او شکایتونه اوري او حلولو ته یې ځان ژمن بولي.

هغه همداراز له ګډون والو وغوښتل ترڅو د ټولنې اصلاح، مثبت فکري بدلون او د اسلامي شريعت بشپړ پلي کېدا کې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره همکار ووسي.

غونډې ته راغلو قومي مشرانو او دیني علماوو وويل: د افغانستان اسلامي امارت د خلکو نظام دی ملاتړ او ترڅنګ درېدل یې زموږ اسلامي مسؤولیت دی.

 هغوی زیاته کړه چې د اسلامي نظام حاکميت او د شرعي اصولو پلي کېدل د ولس غوښتنه ده او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت او د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له کړنو او لاسته راوړنو خوښ دي او په پوره معنی سره به د نظام ټینګښت او پایښت لپاره همغږي او همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له جوړېدو راهیسې په ټولنه کې د ناخوالو او ناوړه دودونو مخنیوی ترسره شوی چې د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۳
Background image

نورستاني ولسونه: د اسلامي امارت ملاتړ او ترڅنګ درېدل مو اسلامي مسؤولیت دی

د نورستان ولایت سلګونو دیني علماوو، قومي مشرانو او ولسي وګړو تېره ورځ د دیني زده کړو څخه د شهداوو د یتیمانو د فراغت په پار د جوړې شوې سترې غونډې په ترڅ د افغانستان اسلامي امارت او امر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۲۴
Background image

پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي د دارالامان محمدیه دارالعلوم فاضلانو په فراغت غونډه کې:

پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي د دارالامان محمدیه دارالعلوم فاضلانو په فراغت غونډه کې: د فضلیت دستار تړل مسؤولیتونه له ځانه سري لري له همدې امله ستاسو دنده ده ترڅو د ټولنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دارالامان محمدیه دارالعلوم فاضلانو په فراغت غونډه کې:

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دارالامان محمدیه دارالعلوم فاضلانو په فراغت غونډه کې: اسلامي امارت اوس د نړۍ له هېوادونو سره د مثبتو سیاسي اړیکو سربیره، د نړۍ په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS