نظامي معینیت: زموږ کړنې به تر هغه دوام ولري چې په نظامي او ملکي ادارو کې د منکراتو ګراف صفر شي
چهار شنبه، ذي الحجه۲۴، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز نظامي هیئت چې مشري یې د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي راز محمد حامد پر غاړه وه د پلازمینې کابل اولې او دوهمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې په ښار کې پر ګرځېدونکو مجاهدینو او د مختلیفو ارګانونو پر کارمندانو د یو چیک پواینټ پر مهال ټاکل شوي قوانین په عملي توګه پلي کړل.
د وزارت له لوري ټاکل شوی نظامي هیئت د خپلو کړنو په تړاو زیاتوي چې له دې کاره یې موخه په سیمه کې د شته منکراتو مخنیوی او د ټاکل شوو قوانینو پلي کول دي او هغوی وایې چې کړنې به یې تر هغه دوام ولري چې په دولتي او ملکي ادارو کې د منکراتو ګراف صفر کړي.
د یادولو د ه چې یاد هیئت د خپلو کړنو پر مهال وویشت هغه کسان نیولي چې د مجاهد له نوم څخه په استفادې په ښار کې غیر قانوي کړنې تر سره کوي او په ښار کې تأمین امنیت ته ګواښ پېښوي.