مولوي عبدالرحمن منير: له صفونو څخه د کم عمره کسانو د اېستلو چاره عملا پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۹:۳۶
mopvpe

پنجشنبه، ذالقعده ۹، ۱۴۴۳

مولوي عبدالرحمن منير د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي برخې معین د دفاع وزارت د تحرکاتو او اکمالاتو د لیوا څخه په ليدو کې؛ د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او اسخباراتو ریاست له نظامي صفونو څخه د کم عمره او بې ږیرو کسانو د اېستلو چارې د پیل څخه خبر ورکړ.

مولوي منير د دغې لیوا له بېلابېلو برخو او کوټو څخه لیدنه وکړه او و یې ویل چې موخه یې په نظامي برخه کې د ښو پلي کول، د بدو منعه او د امیــ رالمــ ؤمنـــ ین د فرمانونو تطبيقول دي.

ده زياته کړه: چې د صفونو تصفیه څخه يې موخه یوازې کابل ندی، بلکې دا چاره به د کابل په شمول په ٣٣ ولايتونو کې پلي کیږي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د نظامي برخې معین د دغې برنامې په جریان کې له نظاميانو څخه وغوښتل چې خپل ځانونه په سنتو برابر کړي او د باید د امیرالمؤمنین د فرمانونو په تطبیق کې ځنډ ونه کړي.

د دغې تصفیوي لیدنې په پای کې د یادې لیوا مسؤلانو وعده وکړه، چې کم عمر او بې ږيري کسان به صفونو کې نه پرېږدي او تل به ددغو فرمانونو په تطبیق کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS