مولوي شفیع الله هاشمي: راتلونکی نسل مو هغه څه تکراروي چې استادان يې ورښیي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۲:۳۷
mopvpe

یکشنبه، رمضان ۲۳، ۱۳۴۳

د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو امریت یو تن محتسب مولوي شفیع الله هاشمي د یادې ولسوالۍ د مرکزي لېسې له استادانو سره ناسته درلوده چې په یاده ناسته کې دلېسې په شاګردانو سربېره د سیمې ډېری علمي اشخاصو هم ګډون درلود.

په ناسته کې هاشمي د یو لړ نورو موضوعاتو تر څنګ پر دې مفصلې خبرې وکړې چې باید شاګردان او استادان ځانونه پر شریعت برابر کړي او له استادانو یې وغوښتل چې د شاګردانو پر ذهن سازۍ کار وکړي او دغه کار ته لومړي توب ورکړي.

ناستې ته نوموړي پخپلو خبرو کې وویل: له هر چا په هغه اندازه طمع او توقوع کېږي چې څومره مسؤلیت ورته متوجه وي ؛ چې په خبره یې تاسې ته دټول اسلامي امت مسؤلیت در له غاړې دی همدا تاسې یاست چې ټولنه یوه صحیح لوري ته رهبري کولی شئ او هم یې د هلاکت کندې ته غوځولی شئ ځکه چې د ټولنې ځوانه طبقه په راتلونکي کې هغه څه تکراروي چې له تاسو یې زده کړي وي .

نوموړي په همدې تړاو زیاته کړه: دلومړني اسلامي پوهنتون او شاګردانو لومړنی استاد حضرت محمد ص وه، هغه صلی الله علیه وسلم خپلو شاګردانو ته داسې پوهه او تربیه ورکړه چې له ده صلی الله علیه وسلم وروسته یې هم بشر د تباهۍ له کندې وژغوره، نو تاسې هم د هغه نبي صلی الله علیه وسلم او هغو صحابه و شاګردان او وارثین یئ چې بشر یې د تباهۍ په کنده کې له لوېدو ژغورلی دی.

نوموړي همدا راز په استادانو غږ وکړ چې د شا ګردانو په ذهن سازۍ کار وکړي او په دې برخه کې تر خپله وسه کوښښ او زیار وباسي چې په خبره یې د یو اسلامي نظام پیرو او دیوې اسلامي خاورې اوسېدونکی باید په اسلامي فکر سمبال وي او سیرت او صورت یې باید پر شریعي او اسلامي طریقه برابر وي.
هغه زیاته کړه: هر وزارت او هره اداره ځانته لومړیتوبونه لري چې د امر بالمعروف وزارت له پاره لومړي توب ځان او ټولنه په اسلامي او شریعي طریقه برابرول دي چې په دې برخه کې د ټولنې پر خلکو ددې شرعي نصوصو جاري کول جبر او محدودیت نه دی.

نوموړي همدا راز پر خلکو غږ وکړ چې د اسلامي امارت مرسته او همکاري وکړي چې خلکو ورته د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ او هېره دې نه وي چې د یادو زوزنیزو ناستو او لیدنو لړۍ د هیواد په ډېری ساحو کې تر سره شوې او په ځینو ساحو کې لا هم روانه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS