مولوي سعید احمد شهید خېل د امربالمعروف وزارت نظامي معین وټاکل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۵:۱۶

د امیر المؤمنین الشیخ هبة الله حفظه الله د حکم پر اساس د پوهنې وزارت مخکنی مالي او اداري معین مولوي سعید احمد شهید خېل د امربالمعروف وزارت د نظامي معین په توګه ګمارل شوی و.

د امربالمعروف وزارت د غونډو په تالار کې په دې پار جوړه شوې ناسته چې پکې د یاد وزارت د سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په شمول د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق او د وزارت ګڼو مسؤلینو پکې شتون درلود نن ورځ دو شنبه رسما د وزارت کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

یاده ناسته کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سر پرست شیخ محمد خالد الحنفي پخپلو خبرو کې لومړی راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او

بیا یې نظامي معینیت ته په اشارې و ویل چې مونږ باید لومړی خپلو د نظام خلکو ته متوجه شو او د دوی په جوړښت کار وکړو، د امیرالمؤمنین فرامین پرې عملي کړو ځکه د نظام جوړښت  د خلکو جوړښت دی.

هغه زیاته کړه چې د نړۍ اسلامي هیوادونه زموږ کړنو ته متوجه دي، موږ باید د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړو چې له ټاکل شوې پالیسي سره په ټکر کې وي.

همدا راز ناستې ته شیخ نورالحق پخپلو خبرو کې  وویل: په نړۍ کې د اسلامي هیوادونو په شمول پخپلو نظامونو کې د اقتصاد، صحت او  ملي ارزښتونو د تحفظ له پاره پخپل ساختار کې ادارې لري؛ خود معنویاتو او اخلاقو د ساتنې له پاره یو ټاکل شوی سیستم شتون نه لري چې یوازي دا امتیاز اسلامي امارت لري چې د امربالمعروف وزارت په وسیله خلک پر نېکیو امر کوي او خلک له بدیو ژغوري.

دغه راز ناستې ته د امربالمعروف وزارت نوي ټاکل شوي نظامي معین مولوي سعید احمد شهید خېل وویل، په ټولنه کې د مسلمانانو لومړنۍ دنده خلک نېکیو ته را بلل او له منکراتو ژغورل دي.

هغه د قرآن کریم د ایاتونو پر مصداق وویل(دا د الله جل جلاله غوښتنه ده چې په انسانانو کې باید داسې ټولی شتون ولري چې پر نېکیو امر وکړي او خلک له بدیو را وګرځوي).

نوموړي وړاندې وویل، موږ هڅه کوو چې په را سپارل شوو مسؤلیتونو کې د مشرانو اطاعت وکړو او هیواد والو ته ريښتونی خدمت وړاندې کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳۵
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټول افغانستان د ۳۴ ولایتونو په کچه د ۵۵۰ تنو د مبلغینو لپاره درې ورځنۍ اصلاحي او تربیتې غونډه پیل شوه.

یاده غونډه د لومړۍ ورځې لپاره د قران الکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او موخه یې د مبلغینو د دعوتي او مسلکي ظرفیت د لوړولو،  د مبلیغینو د نوي قانون چې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۷
Background image

محتسبینو پروان او فاریاب ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دې

  د امر بالمعروف وزارت اړوند د پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور تنه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

په فاریاب او بغلان ولایتونو کې (۱۱) مېرمنود میراث شرعي حق تر لاسه کړ

د فاریاب او بغلان ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له. . .

BACK TO NEWS