محتسبینو په کابل، فراه، کندز، هلمند، لغمان او کونړ ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۳۳
ggddd

د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز په ګدون په ولسوالیو کې له یو شمېر سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.
 مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د کابل د محتسبینو او د امارتي ادارو د دعوت او ارشاد مسؤلینو لپاره د یو ورځني عملي سیمینار جوړول

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد چارو د لا ښه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې اته مېرمنې له غیرشرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د میدان وردګ، کنړ، سرپل، نورستان، ننګرهار، بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اته مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره یو ورځنی سمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د یاد وزارت د وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي، معین صاحبانو او د دعوت او ارشاد لوی رئیس شیخ محب الله مخلص په شتون. . .

BACK TO NEWS