محتسبینو په میدان وردګ، نیمروز، کندز، تخار، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ۱۳ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۱۰
mhtsbn_dr_mydan_wdrk_nymrwz_kndz_tkhar_w_faryab_w_hlmnd_13_zn_ra_njat_dad

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ، نیمروز، کندز، تخار، فاریاب او هلمند ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

BACK TO NEWS