محتسبینو په فاریاب ولایت  کې یو کوډګر نیولی دی

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۶
mhtsbyn_dr_faryab_yk_jadwgr_ra_dstgyry_krdnd.jpg

د فاریاب ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په مرکز میمنه ښار کې یو ماهر کوډګر، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې غیر شرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې نیولی دی.

 د امر بالمعروف مسؤلین وایي، یاد کوډګر چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې د محتسبینو له لوري نیول شوی او پر خپلو ناوړه کړنو له اعتراف وروسته د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له شرکي عقایدو پاکه او د ټولنیز فساد مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS