لوګر کې پنځو مېرمنو  د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۱۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې پنځوهغو مېرمنو ته د میراث شرعي حق وسپاره، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي:په یادو مېرمنو کې یوه میرمن، چې د ۲۱ کلونو  راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل د میراث شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۵۰
Background image

سرپل کې د محتسبینو په هڅو دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د سرپل ولایت  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د صیاد ولسوالي دره بند  کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل د تور له امله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

بلخ کې محتسبینو یو تن کودګر له سحري کتابونو او کوډو له وسایلو سره يو ځای نیولی ده.

 د بلخ محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

خوست کې یوه نجلۍ د محتسبینو په هڅو له ناخوښه نکاح څخه وژغورل شوه

د خوست ولایت محتسبینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په تڼیو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې. . .

BACK TO NEWS