شیخ محمد فقیر د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۳:۴
mopvpe

د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت مسلکي معین شیخ محمد فقیر د یوناما له عمومي مشرې روزا اوتونبایوا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

مسلکي معین لومړی هغې ته ښه راغلاست و ویل او اوتونبایوا له وخت ورکولو او ملاقات مننه وکړه او و یې ویل چې د تیر په څیر بیا وایم چې مونږ او تاسو زیات مشترکات لرو.

هغې وړاندې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه و د کار بندیز په اړه و ویل چې شیخ محمد فقیر یې په ځواب کې و ویل هر هیواد خپل کلتور او خپل اصول لري چې باید په نظر کې ونیول شي مونږ هڅه کوو چې له هغو اصولو سره سم ټولو برخو کې کار وکړو او اسانتیا رامنځته کړو.

اوتونبایوا همدا راز د امربالمعروف وزارت د محتسبینو د چلند او د رهبري له توجه څخه مننه وکړه چې شیخ محمد فقیر یې به ځواب کې و ویل ځینې دښمنانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ناسم تصویر وړاندې کړی، حقیقت کې هغسې نه ده مونږ ټولو برخو ته متوجه یو او تاسو هم باید اصلي انځور په اړه تحقیق وکړی او هغه وړاندې کړئ.

شیخ محمد فقیر همدا راز و ویل چې زمونږ د سمع شکایات بخش فعال دی ځینې خلک د تیرې ادارې د غړو په اړه ناسم خبرونه خپروي چې بعضې ځایونو کې ورته مشکلات پیښ شوي کولی شی زمونږ سمع شکایات سره هر هغه څوک خپل شکایات شریک کړي چې ستونزې ورته پیښیږي او یا پیښې شوې وي.

په پای کې مسلکي معین شیخ محمد فقیر و ویل: اسلامي امارت کوکنار بند کړل اوس باید وستایل شي او مرسته وشي تر څو خلکو ته بدیل کښت برابر شي او همدا راز د معتادینو اړوند صحي برخه کې مرسته وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۹
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۴۷
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ جبري نکاح څخه وژغورل شوه

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

BACK TO NEWS