شیخ محمد خالد (الحنفي):

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۳۹

له رامنځته شوي زرین فرصت باید استفاده او د اوسني اسلامي  نظام حمایت وشي

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) بدخشان  ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یوه ستره ولسي غونډه کې چې د یاد ولایت والي، امنيه قومندان، د استخباراتو رئیس، ولایتي مسئولینو، علماوو،قومي  مخورو او عامو مجاهدینو شتون درلود د ګډون پر مهال وویل: له دغه رامنځته شوي زرین فرصت باید استفاده وشي، د انګریزانو له ماتې راوروسته بیا تر اوسه داسې فرصت افغانانو ته په لاس نه دی ورغلی نو باید هڅه وکړو دا فرصت له لاس ورنه کړو او هغه ځوانان چې عصري زده کړې لري، هغوی استخدام شوي او حتما به استخدامیږي، تر څو د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي و ویل: راځئ په ګډه  سره د هغه ارمان لپاره کار وکړو چې کوم څه لپاره مو قرباني ورکړې، د ټولنې جوړښت او سمون ته متوجه شو، د معروفاتو اقامه او دمنکراتو ازاله ترسره کړو.

شیخ محمد خالد الحنفي په علماو غږ وکړ او و یې ویل د علماوو مسؤلیت د ممبر او محراب له لارې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او دمنکراتو ازاله ده  او پيغمبري وراثت مو همدا ايجابوي، اوس هغه وخت نه دی چې د حق په ویلو تهدیدیږئ بلکې اوس به تقدیریږئ، د حق رسولو لپاره خپلې هڅې مه سپموئ.

هغه همدا راز پر محتسبینو غږ وکړ؛ ستاسو کړنې نړي څاري نو په همدې اساس پخپلو نېکو کړنو ولس او نړۍ  ته د اسلامي نظام ریښتونی تصویر وړاندې کړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د اسلامي نظام او امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

سرپرست وزیر په پای کې د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې خپلې مشورې او رغنیز  انتقادونه مو له مونږ سره شریک کړئ چې په وینا یې( معاويه رضی الله عنه عایشې رضی الله عنها ته خط لیږي چې نصیحت راته وکړه) مونږ خو حتماً د نصیحت ضرورت لرو او که چیرې مو داسې احساس کړه چې د کوم مسئول له لوري ستاسو حق تلفي کیږي کولی شئ چې د شکایتونو اورېدلو برخې  ته مراجعه وکړئ، ستاسو د حق تلفي اعاده به ضرور کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴
Background image

د امر بالمعروف وزارت رهبري د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر جهادي او قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو سره وکتل

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو جهادي او قومي مشرانو، دیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۶
Background image

محتسبینو په بلخ او تخار ولایتونو کې دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

 د بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د. . .

BACK TO NEWS