شیخ محمد خالد الحنفي صاحب: ولس ته خدمت کول د اسلامي امارت د چارواکو له دیني مسؤولیتونو څخه دی

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵۲

په کابل کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه د ملت د یووالي او همغږیتوب تر سرلیک لاندې د دي ولایت په اتمه حوزه امپریال کانټینټل هوټل کې یوه لویه غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب وویل: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نه لرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي زیاته کړه: د جهاد څخه مو موخه د اشغال خاتمه، د هېواد د خپلواکۍ ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت وو، چې لله الحمد یادې ټولې موخې په الهي نصرت او د افغانستان مسلمان ملت په همکاري  ترلاسه شوې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ولس د ستونزو او ننګونو د هوارۍ او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړي.

همدا راز ښاغلي شیخ الحنفي صاحب وویل: اسلامي امارت یوازینی نظام دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې اشغالګرو ته په متحد ډول ماته ورکړه، دا نظام د امربالمعروف او نهې عن المنکر سپېڅلې فریضې پر بنسټ جوړ شوی، چې د ښځو د شرعي حقوقو د ورکړې او خونديتوب ترڅنګ په هېواد کې په زرګونو شکایتونه چې د هېواد والو له لوري شوي وو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري حل او فصل شوي دي؛ په کوم نظام کې چې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر نه وي هغه ته کامل اسلامي نظام نشي ویل کېدلای.

او نوموړي زیاته کړه، چې دغه اسلامي نظام د خلکو نظام دی، خلک د دې نظام برخه ګڼل کېږي، د نظام او ولس تر منځ هېڅ واټن نشته، نو له اسلامي نظام سره همکاري د هېواد د ټولو وګړو شرعي فریضه ده.

د یادولو وړ ده چې ښاغلي شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د خپلو خبرو په پای کې د هېواد ټول قومونه یووالي او پیوستون ته راوبلل او د دې ترڅنګ یې وویل، چې مونږ ټول باید د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړو او د خلکو خدمت کول د اسلامي امارت د چارواکو یو له دیني مسؤولیتونو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۳:۵۶
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې شپږ ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، زابل، بلخ او غور ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام شپږ ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې دوه ویشت شخړې حل کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، بغلان، غور، تخار او زابل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو. . .

BACK TO NEWS