شیخ محمد خالد الحنفي: د سلګونه کلونو مبارزې هدف د اسلامي نظام پلي کول و

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۱:۱۰

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د رسمي سفرونو په لړ کې پروان ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت د مسؤلینو له لوري ترتیب شوې ناستې ته یې په خبرو کې وویل" د تېرو کړاوونو او سلګونه کلونو مبارزې هدف د اسلامي نظام پلي کول و"

د دې ولایت د مسؤلینو له لوري جوړې شوې ناستې ته د یاد وزارت سرپرست وزیر محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې وویل: د تېرو کړاوونو او سلګونه کلونو مبارزې هدف د اسلامي نظام او الهي احکامو پلي کول و او زموږ لومړنی هدف د اسلامي احکامو تنفیذ دی او په دې برخه کې هیڅ فشار موږ له خپلې ټاکلې تګلارې نه شي اړولی چې شل کلنه مبارزه یې ښه مثال دی.

خالد الحنفي همدا راز وویل: د اسلام مبارک دین د اعتدال او منځلارۍ غوښتونکی دی نو په همدې اساس د اسلامي امارت مشران په ټولنه کې د هغه څه پلي کول غواړي چې الهي دین یې غوښتونکی دی او دوی نه غواړي چې خپلې شخصي غوښتنې پر خلکو ومني.

دغه راز ښاغلي حنفي د ټولنې د اصلاح په موخه دیني عالمانو ته په خطاب کې و ویل: دیني عالمان دې ټول هڅه نه کوي چې پر دولتي بستونو مقرر شي او د ټولنې د اصلاح او سمون دروند الهي مسؤلیت پرېږدي، بلکې دوی باید د ټولنې داصلاح کار وکړي او په دې توګه د اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

ښاغلي حنفي یادې ناستې ته د ښځو د حقوقو په تړاو و ویل: اسلامي امارت ښځو ته د هغو حقوقو په ور کولو قایل دی چې اسلام یې د ورکولو غوښتنه کړې،ازاده یې پیدا کړې، څوک یې خرڅولی نه شي،په زور یې چاته په نکاح نه شي ورکولی او مهر یې خپل حق دی، پلار او نور د کورنۍ غړي یې نه شي کولای چې ترې وایې خلي  او موږ په دې برخه کې هغو حقوقو ته ژمن نه یو چې نړیوال یې غواړي او له اسلام سره په ټکر کې وي.

ښاغلي محمد خالد الحنفي د یادې ناستې په پای کې نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو ته په خبرو کې و ویل چې دوی باید د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شویو اصولو ته ژمن و اوسي، خپل سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو مطابق جوړ کړي او زیاته یې کړه هر کس چې له امارتي چارواکو شکایت لري کولی شي زموږ د شکایتونو اورېدلو څانګې سره یې د حل په موخه شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۵۷
Background image

محتسبینو په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې دوه شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۵۳
Background image

محتسبینو په فراه، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې درې مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار، فراه او بغلان ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه درې مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۵۱
Background image

محتسبینو په زابل او ننګرهار ولایتونو کې درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا درې  مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه. . .

BACK TO NEWS