شیخ محمد خالد (الحنفي) د اطاق تجارت مسئولبنو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۸:۳۱
mopvpe

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) نن سه شنبه د حوت په نهمه په خپل کاري دفتر کې د اطاق تجارت له مشر یونس مهمند، حاجي نجیب، حاجي احمدشاه حکیمي، سیدمحمدشاه سادات او ورسره مسئولینو سره وکتل.

لومړی یونس مهمند د ټولو په نمایندګي له وخت ورکولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول هيوادوال د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له اوسنیو کړنو څخه راضي دي او غواړو د تجارت برخه مو له شریعت سره سمه پر مخ ولاړه شي.

mopvpe

وروسته حاجي احمدشاه حکیمي و ویل مونږ اوس او پخوا خدای سره کړي تعهد ته ژمن و او یو، تیر کې له مشکلاتو سره مخ و، مونږ سیاست او جګړه دواړه تجربه کړه، نور باید د هیواد د جوړولو کوشش وکړو، اوسني نظام سره خلک همغږي او همکار دي، هڅه باید وکړو چې افغانستان څه ډول له مشکلاتو وباسو.

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر د هغوی د خبرو په جواب کې و ویل: تاسو هغه څوک یاست چې د هیواد لپاره د یوې کومکي پایې او ستنې حیثیت لرئ، مونږ درته احترام لرو، تاسو سره همکار نه بلکې ستاسو خادمان یو او هر ډول خدمت مو تر خپل وس او توان کوو.

نوموړي زیاته کړه چې دلته هیڅ څوک باید په بل فوقیت ونلري، ټول باید یو بل سره لاس ورکړو، مونږ دا نه غواړو چې زمونږ ولس زمونږ په لاس دردمند شي، تاسو ته چې کوم حرمت خدای جل جلاله درکړی، مونږ په هغه عزت درته قائل یو، لله الحمد مکافات، مجازات، تعقیب او پوښتنه شته، خلک دین ته باید ترغیب شي نه متنفره.

شیخ محمد خالد (الحنفي) په پای کې هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ترې و یې غوښتل چې تجار د خدای دوست دی خو تر هغه چې په هغه توګه تجارت کوي چې اللهﷻ یې ترې غواړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۹
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۴۷
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ جبري نکاح څخه وژغورل شوه

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

BACK TO NEWS