د خوښیو او ودونو په مراسمو کې د پټاقیو د نه کارولو په تړاو اعلامیه
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ټولو هېوادوالو،، هټۍوالو، د پټاقیو واردوونکو، تولیدوونکو، پلورونکو او هغو ټولو اشخاصو ته چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پټاقیو او ورته توکو په تولید، واردولو، پلورلو، پېرلو، وېشلو او کارولو کې ښکېل دي، خبر ورکوي چې په ودونو، د خوښیو په مراسمو او نورو ورته غونډو کې د پټاقیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د اذیت، وېرې، ځورونې او رواني ناارامۍ لامل کېږي، له دې وروسته په مطلق ډول منع دي.
د خلکو ارامي، هوساینه، رواني امنیت او د هغوی حقونو ته درناوی د یوه سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي، له همدی امله د خوښیو مراسم باید د اسلامي لارښوونو او سپېڅلي شريعت له اصولو سره سم ترسره شي نه دا چې د ځوروونکو کړنو له امله د ماشومانو، ښځو، سپینږیرو، ناروغانو او نورو هېوادوالو د وېرې او ناارامۍ لامل وګرځي.
له همدې امله، له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې د دې بندیز په رعایتولو کې له وزارت سره همکاري وکړي او د ودونو او خوښیو په مراسمو کې له پټاقیو او نورو هغو توکو له کارولو څخه چې د خلکو ارامي او رواني امنیت ګواښي، په کلکه ډډه وکړي.
امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ټولو هېوادوالو، هټۍوالو، واردوونکو، تولیدوونکو او پلورونکو څخه په کلکه غواړي چې خپل مسؤولیتونه په پام کې ونیسي او د یادو توکو له تولید، واردولو، پلورلو او وېشلو څخه ډډه وکړي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکوي چې د خلکو د ارامۍ، هوساینې، رواني امنیت او د هغوی د مشروع حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او د دې موخې د تحقق لپاره به د خپلو شرعي او قانوني مسؤولیتونو په چوکاټ کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت يو ځل بيا ټینګار کوي چې که چېرته له دې وروسته څوک له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي او د پټاقیو یا نورو توکو په کارولو سره د خلکو د ځورونې، وېرې او رواني ناارامۍ لامل شي، د نافذه شرعي قوانینو او مقرراتو له مخې به له شرعي او قانوني چلند سره مخ شي.