د امر بالمعروف وزارت سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هرات له محتسبینو سره ناسته تر سره کړه.

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۴:۳۰
mopvpe

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د یاد ولایت محتسبینو ته په وینا کې وویل: تاسو ته  ډېر لوی مسئولیت در له  غاړې دی، دا یو الهي مسئولیت دی خپل مسئولیت ته پوره توجه وکړئ ځکه تاسې د الله جل جلاله او بنده ګانو په وړاندې مسؤل یاست.

 دا ناسته چې پکې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس، محتسبینو او نورو اداري کارکوونکو شتون درلود؛ شیخ محمد خالد الحنفي محتسبینو ته په خطاب کې وویل، تاسو ته  ډېر لوی مسئولیت در له  غاړې دی، دا یو الهي مسئولیت دی خپل مسئولیت ته پوره توجه وکړئ ځکه تاسې د الله جل جلاله او بنده ګانو په وړاندې مسؤل یاست.

محمد خالد الحنفي په دې تړاو زیاته کړه، مونږ باید خلکو ته د اسلام ریښتونی انځور  وړاندې کړو په چارو کې لومړیتوبونه وپیژنو، د افراط او تفریط مخنیوی وکړو تر څو  زمونږ په سبب  اسلام بدنام نه  شي.

شیخ محمد خالد الحنفي د خپلو خبرو په دوام  کې وویل، د نړۍ په هیڅ هیواد کې د امر بالمعروف وزارت شتون نه لري مونږ په شرالقرون کې د خیرالقرون په څیر اسلامي نظام جوړ کړی چې دا د شکر ځای دی.

هغه د محتسیب صفاتو ته په اشارې سره وویل، محتسبین د ټولنې ستوري  دي نو محتسب باید متدین، متقي، مخلص او صادق و اوسي تر څو په ښه ډول د معروفاتو اقامه وکړي او د منکراتو مخه ونیسي او الهي احکام په سم ډول تر خلکو ورورسوي  او زیاته یې کړه مخکنې فاسد نظام کې به هغه علماء چې د ممبر له لارې به یې د حق غږ پورته کاوه  تعذیب کېدل او زندانونو  ته به لیږل کېدل خو نن هغه علماء چې د حق ږغ پورته کوي د نظام له لوري ستایل کیږي.

د ناستې په پای کې د هرات ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدلو رئیس شیخ عزیز الرحمن المهاجر پخپلو خبرو کې شیخ  محمد خالد الحنفي او ورغلي پلاوي ته  ښه راغلاست وویل او ناسته د شیخ محمد خالد الحنفي په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۳:۵۶
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې شپږ ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، زابل، بلخ او غور ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام شپږ ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې دوه ویشت شخړې حل کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، بغلان، غور، تخار او زابل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو. . .

BACK TO NEWS