د امر بالمعروف وزارت د پاليسۍ او مسلکي مرستیال د خوست ولایت له ځایي مسؤولینو او دیني عالمانو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۲۵

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لاښه پلي کېدو، عامه پوهاوي، همغږۍ او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه د یو رسمي سفر پر ترڅ کې د خوست ولایت له ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره د یاد ولایت د غونډو په تالار کې وکتل.

د پالیسۍ او مسلکی مرستیال شیخ محمد‌ فقیر محمدي په خپلو خبرو کې د خوست ولایت د مجاهدینو او عام ولس د قربانیو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې افغان ولس تل په مېړانه د یرغل او ښکېلاک پر وړاندې مبارزه کړې او دښمن ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.

نوموړي همداراز د اطاعت پر ارزښت او اړین‌والي خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ټول مسؤولین، دیني عالمان او قومي مشران دنده لري ترڅو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري صادر شوي فرمانونه پلي کړي او تر نورو یې ورسوي.

ښاغلي محمدي له علماوو او قومي مشرانو وغوښتل ترڅو په ټولنه کې سمون او فکري رغونې ته کار او په یاده برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

ورته مهال د خوست ولایت ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي ټولنې اساس وباله او زیاته یې کړه چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د ټولو ګډه وجيبه ده.

نوموړو همداراز ډاډ ورکړ چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري صادر شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي محمدي د یوې جلا کتنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسواليو له محتسبینو سره وکتل او هغوی ته یې د چارو سمون او ښه ترسراوي په موخه اړینې سپارښتنې وکړي او له هغوی یې وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په رڼا کې خپلې چارې مخته یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام فراه ته ولاړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر هرات ته سفر وکړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون د توضیح او تشریح ناسته جوړه شوه

د امر بالمعروف، نهې عن ‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤولینو، رئیس صاحبانو او کارکوونکو ته د امر بالمعروف وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید. . .

BACK TO NEWS