د امر بالمعروف وزارت د رهبرۍ له لوري د امارتي او خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره د همغږۍ او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وشوه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۲۰
img-20260317-wa0003.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ له لوري د امارتي او خصوصي روغتیایي سکتور له مسؤلینو سره د دعوت او ارشاد مسؤلینو او د پلازمېنې کابل د دوه ویشت امنیتي حوزو د امر بالمعروف امرینو په شتون کې د همغږۍ او په روغتیایي برخه کې د شته ستونزو د مخنیوي، د امر بالمعروف وزارت د قانون تطبیق او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د امر بالمعروف وزارت د تقنین او پلان رئیس شیخ محب الله مخلص وویل: د امربالمعروف وزارت له لوري د جوړ شوي قانون له مخې، د روغتیایي برخې مسؤلین مکلف دې، چې په یاده برخه کې د اختلاط مخه ونیسي او په دې برخه کې د محتسبینو  همکاري وکړي.
د شیخ صاحب په وینا: لکه څرنګه چې د انسانانو د ظاهري درملنې مسؤلیت ستاسې ډاکترانو پر غاړه دی، همدا راز د ټولنې د باطني امراضو مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه زموږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی، چې باید تر سره یې کړو.
غه راز ناستې ته د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خېل وویل: حجاب الهي حکم دی، چې په ټولنه کې تطبیق یې زموږ او ستاسې دیني مسؤلیت دی او ټینګار یې وکړ چې په روغتونونو کې ښځینه کارمندانې باید په پوره توګه حجاب رعایت کړي او  د هغوی لپاره ځانګړی کاری چاپېریال او د تګ او راتګ لارې ځانګړې شي.
ورته مهال ناستې ته د امارتي او خصوصي روغتونونو مسؤلینو هم په روغتیایي برخه کې د شته ستونزو د مخنیوي او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په تړاو خبرې وکړې او خپلې غوښتنې یې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له مسؤلینو سره د حل په موخه شریکې کړې او د داسې ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS