د امر بالمعروف، نهې عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام لوګر ته ولاړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۱۳

د امر بالمعروف، نهې عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ ولایتي سفرونو په دوام لوګر ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې قانون د لا ښه پلي کېدو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د یاد ولایت ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې هېڅ څوک حق نه لري ترڅو د ناوړه دودونو په اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او زیاته یې کړه چې موږ د ښځو ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته ژمن یو او هر هغه څوک چې په یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږی او حل کېږي.

ښاغلي الحنفي وویل: د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو ښکېلاګرو د خپلو موخو او لیدلورو پلي کولو په موخه پر افغانستان یرغل کړی خو هر یو یې د افغان مېړني ولس له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوی دی. هغه همداراز له ټولو مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ګذر وکیلانو وغوښتل ترڅو د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي ترڅنګ د اسلامي شريعت پلي کولو او تر نورو رسولو کې له امر بالمعروف ریاست او محتسبینو سره مرسته وکړي.

شیخ صاحب همداراز زیاته کړه؛ محمدي امت ځکه ځانګړی دی چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کوي، محتسبین او دیني عالمان باید د ښه چلند او لارښوونو له لارې د منکراتو او معروفاتو په اړه ټولنې ته پوهاوی ورکړي.

ورته مهال د لوګر ولایت ځایي اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسؤولین وايي: امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر د اسلامي نظام ځانګړنه ده، د اسلامي امارت ټول مسؤولین د اسلام او جهاد ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي.

هغوی همدارنګه ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ و نه کړي.

یاده دې وي چې ښاغلي الحنفي صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره هم وکتل، هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ترې ویې وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په رڼا کې خپلې چارې په ښه چلند او ژمنتیا مخته یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۲۰
Background image

ننګرهار کې محتسبینو نهه کلنه نجلۍ په بدو کې له ور کولو وژغورله

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب یوه نهه کلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۱۶
Background image

محتسبینو په لوګر، سرپل او ننګرهار ولایتونو کې ولایتونو کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګرو سرپل او ننګرهار ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۴۱
Background image

پکتیا کې محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ځینو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په پار په جوړه شوې ناسته کې  وویل: رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر. . .

BACK TO NEWS