د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت یو شمېر ریاستونو ته نوي رئیسان ور وپېژندل شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۴۵

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، د یو شمېر ریاستونو رئیسان تبدیل او نوي ریاستونو ته د یوې معرفت غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شول.

په دغو تبدیليو کې، مولوي نورالرحمن عابد د تدارکاتو مخکنی رئیس د بشري سرچینو ریاست نوي رئیس په توګه، مولوي محمد یحیی عارف د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مخکنی رئیس د تدارکاتو رئیس په توګه، مولوي عبدالحکیم حقاني د خدماتو ریاست مخکنی رئیس د دیار الهجرت ریاست نوي رئیس په توګه، مولوي ګل محمد حامد د دیار الهجرت مخکنی رئیس د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس په توګه او نصرت ولي نورستانی د بشري سرچینو مخکنی رئیس د خدماتو ریاست رئیس په توګه پر دندو وګمارل شول او په کار یې پیل وکړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب وویل: د اسلامي امارت په اداراتو کې د مسؤولینو او کارمندانو ټاکنه، لېږد او تبدیلي یو اصل دی او په اداراتو کې د مثبتو کړنو د ترسراوي او نوښتونو رامنځته کېدو لامل ګرځي.

نوموړي همداراز د نويو معرفي شويو رئیسانو څخه وغوښتل ترڅو په خپلو چارو کې د الله تعالی رضا په پام کې ونیسي او د پخوا په څېر د ټولنې چوپړ ته مټې راونغاړي.

ورته مهال کې نویو پېژندل شویو رئیسانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مقام د لوریینې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په خپلو چارو کې له اخلاص، صداقت او اطاعت څخه کار اخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

ننګرهار کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 ننګرهار کې محتسبینو د  مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په روداتو ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري پر یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

په شپږو ولایتونو کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې د. . .

BACK TO NEWS