د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر روزګان ته سفر وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۴۶

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه روزګان ولایت ته ولاړ او د یوې لوۍ غونډې په ترڅ کې یې د دې ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو، علماء کرامو، قومې مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر ځوانانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د ولس او نظام ترمنځ د همغږۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د ټولنې اصلاح د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اساسي دنده ده، چې په یاده برخه کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو همکاري او ونډه اړینه ده.

ښاغلي الحنفي زیاته کړه چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه او هغوی ته د اسانتیاوو برابرول د اسلامي نظام دنده ده او ټینګار وکړ چې د خلکو اصلاحي نیوکې مسؤولین خپلو دنده ته متوجه کوي، که هر څوک له محتسبینو، یا نورو امارتي کارکوونکو څخه شکایت لري تر موږ دې راورسوي؛ حل کول یې زموږ ژمنتیا ده.

شیخ صاحب همداراز د خپلو خبرو په دوام کې له محتسبینو وغوښتل ترڅو په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند څخه کار واخلي، نوموړي همداراز له مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د اسلامي احکامو پلي کول د ټولنې د هوساینې، عدالت، پرمختګ او سوکالۍ لامل وباله او نوموړو وویل، چې زمونږ د څلویښت کلن جهاد او قربانیو هدف د اشغال خاتمه او د امربالمعروف نهې عن المنکر اجرائیه قوه را منځته کول و، او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو ته ژمن دي او په یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.

هېره دې نه وي چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د مشرتابه مقام له لارښوونې سره سم د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو په موخه ولایتي سفرونه کوي او له ځایي مسؤولینو او وګړو سره ناستې ترسره کوي، چې په پایله کې د معروفاتو په اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۴۵
Background image

محتسبینو په بلخ او پروان ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

 د بلخ او پروان ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د یادو ولایتونو په زاری او جبل سراج ولسوالیو کې څلور هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د ځینو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نظامي معینیت د ازاله منکراتو ریاست مسؤلینو د یو شمېر نظامي ځایونو له مسؤلینو او کارمندانو سره په نظامي برخه کې د معروفاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۹
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS