د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر، په قطر هېواد کې د ا.ا.ا سفیر سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۲۱

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپل کاري دفتر کې په قطر هېواد کې د ا.ا.ا سفیر سهیل شاهین سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب ښاغلي شاهین او مل پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د یاد وزارت د لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت ونډې او ارزښت په اړه خبرې وکړې.

شیخ الحنفي صاحب د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کړنو،، لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت مثبت ارزښت او په دې برخه کې د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي شیخ صاحب څرګنده کړه چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت موخه یوازې د اسلامي شریعت پلي کول ترڅنګ د ټولنیز بدلون او ثبات راوستل دي، هغه همداراز د ښاغلي شاهین صاحب څخه وغوښتل ترڅو د نړیوالو ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د وزارت د فعالیتونو په اړه رښتیني معلومات خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

 بلخوا سهیل شاهین د بهرنیو رسنیو له‌خوا د افغانستان په اړه خپرېدونکو تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل، هغه څه چې د رسنیو له لوري نړیوالو ته وړاندې کېږي د حقیقت خلاف دي او مغرضې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هڅه کوي ترڅو په ټوله کې د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د دې وزارت غلط انځور تر نړیوالو ورسوي.

ښاغلي شاهین همداراز ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د خپل موقف او اړیکو څخه په ګټه اخیستنې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو وزارت ریښتینی انځور تر نړیوالو ته ورسوي.

هیره دې نه وي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د کاري چارو لاښه ترسراوي او مثبتو پايلو په اړه له یو بل سره د نظرونو تبادله او مشورې شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۸:۵۱
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په تخار، پنجشیر، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، امربالمعروف وزارت د قانون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۸:۴۸
Background image

نورستان کې د محتسبینو په هڅو یوه نجلۍ له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

د نورستان د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د یوې نجلۍ د جبري نکاح مخنیوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۸:۴۱
Background image

محتسبینو په زابل کې درې مېرمنې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې

 محتسبینو په زابل کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه درې مېرمنې، چې د کورنیو له لوري د خپلې خوښې نکاح او نفقې له شرعي حقونو څخه بې برخې وې. . .

BACK TO NEWS