د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام سرپل ته ولاړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۶:۷

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ هېواد شمالي ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه د دغه ولایت ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل، چې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده؛ نړیوال دې د بې ځايه نیوکو څخه ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یو.

ښاغلي الحنفي وویل: د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون جامع او شرعي قانون دی ټول مواد یې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې په اساس راټول شوي دي او زیاته یې کړه چې د ټولنې بری او سعادت د اسلامي احکامو پلي کولو او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کولو کې دي.

نوموړي همداراز له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل ترڅو د‌ معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي کې برخه واخلي او د محتسبینو سره همکاري وکړي او ویې ویل: امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت دنده لري ترڅو ټول الهي احکام په بشپړه توګه پلي کړي.

ورته مهال د سرپل ولایت ځایي اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسؤولین د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ترڅنګ د امر بالمعروف، نهې‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ و نه کړي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي الحنفي صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره هم وکتل، هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ترې و یې غوښتل چې په ټولنه کې تقوا خپره کړئ او خپلې چارې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په رڼا کې مخته یوسئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په زابل ولایت کې د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه

 زابل ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ ځنځیر سېمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه، چې د دواړو خواوو سلګونه د لمریزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۳۰
Background image

فاریاب کې محتسبینو یو کس د شراب جوړولو په جرم نیولی دی

 د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال په قیصار  ولسوالۍ کې یو کس د شراب جوړولو په جرم له (۱۰) لېټره خمر شویو ممیزو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۱
Background image

د زابل په مرکز او ولسوالیو کې محتسبینو اووه شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو په مرکز قلات او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

BACK TO NEWS