د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر د یو رسمي سفر په ترڅ کې میدان وردګ ته ولاړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۰

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یو رسمي سفر په ترڅ کې میدان وردګ ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د دغه ولایت له ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب وویل: د ښکېلاک‌ګرو اصلي موخه د خپلو لیدلورو او کلتورونو پلي کول وو، ځکه چې هغوی اسلامي نظام نشي زغملای او تطبیقي اسلام نه غواړي.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې افغان ولس د شریعت پلي کولو لپاره قرباني ورکړې، اوس یې پلي کول زموږ سره کرښه ده او زیاته یې کړه چې ټول مسؤولین، علماء او قومي مشران مکلف دي ترڅو د اسلامي شریعت په بشپړ پلي کولو کې هڅه وکړي.

ښاغلي الحنفي صاحب له ټولو مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ته ژمن پاتې شي او تر نورو یې ورسوي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د ښاغلي وزیر صاحب په ورتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د اسلامي شریعت پلي کولو لپاره د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر شتون اړین دی.

نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ترسره کولو کې د محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ و نه کړي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي الحنفي صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره هم وکتل؛ هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ترې و یې وغوښتل ترڅو د ښه چلند او حکمت څخه په کار اخیستلو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په رڼا کې خپلې چارې مخته یوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۹
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۴۷
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ جبري نکاح څخه وژغورل شوه

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

BACK TO NEWS