د امربالمعروف وزارت مسلکي مرستیال: اړتیا ده چې هر مسلمان د پیغمبرﷺ سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۴۰

پورته څرګندونې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي مرستیال شیخ (محمد فقیر محمدي) د ټولګټو وزارت له لوري د نبي کریم ﷺ د مبارک میلاد په پار په جوړه شوې ناسته کې ګډون والو ته وکړې.

په دې پار جوړه شوې ناسته کې چې د ټولګټو وزارت مرستیال مولوي عبدالکبیر، د دعوت او ارشاد ریاست عمومي رئیس مولوي شریف الله حقاني او د دې وزارت ګڼو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود، شیخ محمد فقیر محمدي د حضرت محمد ﷺ د شخصیت پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او ویې ويل: د پیغمبرﷺ د سیرت لوستلو سربېره د ورته غونډو جوړولو تر څنګ اړتیا ده چې هر مسلمان د اسلام د وروستي پیغمبر حضرت محمد ﷺ سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي.

د نوموړي په وینا، مهمه دا ده چې په داسې ناستو کې د رسول الله ﷺ کړه وړه، ټولنیز چلند او اخلاق ذکر شي او پر موږ لازمه ده چې موږ یې په پوره توګه پیروي وکړو.

ښاغلي محمدي وویل: د اسلام مقدس دین رسول الله ﷺ او صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعین په ډېرو سختیو او تکالیفو تر موږ او تاسې پورې را رسولی دی، چې اوس یې ساتنه او پر ځان عملي کول زموږ او ستاسې ګډ مسؤولیت دی.

ورته مهال د ناستې ګډون والو هم پر ټاکل شوې موضوع خبرې وکړې او ناسته د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مسلکي مرستیال په دعایې سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

ننګرهار کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 ننګرهار کې محتسبینو د  مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په روداتو ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري پر یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

په شپږو ولایتونو کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې د. . .

BACK TO NEWS