د امربالمعروف وزارت سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په نورستان ولایت کې دجهادي مدرسې په پرانیست غونډه  کې ګډون وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۱۱

پنج شنبه، شوال المکرم۲۸، ۱۴۴۴

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت  سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د نورستان ولایت د نور ګرام ولسوالۍ د جهادي مدرسې په پرانیست غونډه کې ګدون والو ته وویل:عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله او د ا.ا.ا مسؤلین زمونږ د بچیانو د سالمې روزنې او پر ځان د بسیا افغانستان په لټه کې دي چې  په همدې  پار یې د هیواد  په ټولو ولایتونو کې جهادې مدرسې منظورې کړې دي او ځانګړې توجو ورته کوي .

ناستې ته چې پکې  د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سر پرست  وزیر شیخ حبیب الله اغا په شمول د جهادي مدارسو رئیس شیخ عبد الواحد ، د ولایت والي ، دیني علماو او قومي مخورو شتون درلود شیخ محمد خالد الحنفي وویل:د ا.ا.ا د مسؤلینو لومړنۍ هڅه د راتلونکي نسل په اسلامي  روحیه سمبالول دي چې د همدې موخې له پاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په امر د هیواد په ټولو ولایتونو کې جهادي مدرسې منظورې شوې چې لګښت به یې ټول د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.  

 شیخ محمد خالد الحنفي د سیمې خلکو ته په خطاب کې وویل : په نظامي ځایونو کې ستاسې بچیان د دین او وطن د ساتنې په پار نظامي زده کړي کوي او دیني مدارس یې د علمي روزنې تر ټولو ښه ځایونه دي نو خپل بچي مو دیني مدارسو ته واستوئ څو مو راتلونکی نسل له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه وروزل شي.

د غونډې په پای کې د یادې دیني مدرسې پرانیسته د شیخ محمد خالد الحنفي او نورو مسؤلینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۹
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۴۷
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ جبري نکاح څخه وژغورل شوه

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

BACK TO NEWS