د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شرعي قانون په تطبیق کې د همغږۍ غونډو په دوام د سوېلي زون د پنځه ولایتونو له مسؤولینو، دیني عالمانو، شیوخ عظامو او متنفذینو سره غونډه ترسره شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۳۷
d_swly_zwn_d_pnhh_wlaytwnh

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبری د افغانستان په کچه د ولایتي ناستو لړۍ په دوام په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین  حفظه الله تعالی په شتون کې د سوېلي ولایتونو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو، مشایخو عظامو، قومي مشرانو او متنفذینو سره د یاد وزارت د قانون د تطبیق، د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه وکتل.  په جوړه سوې غونډه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د امربالمعروف او نهي عن المنکر وظیفه تر ټولو لومړۍ وبلله او ویې ویل چې زمونږ د جهاد له ځانګړو موخو څخه یوه د معروفاتو اقامه او د منکراتو ازاله ده، همداراز علیقدر امیرالمومنین حفظه الله ورعاه د غونډی ګډونوالو ته وویل چې تاسو ټول د یاد قانون په تطبیق کې مسؤولیت لرئ، ځکه دا قانون د اللهﷻ دین دی او د دین په تطبیق کې هر مسلمان خصوصا علماء کرام مسؤولین او مخور ډېر مکلف دي چې کار وکړي.

عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ورعاه د علماء کرامو څخه وغوښتل، څنګه چې تاسو ته اللهﷻ عزت درکړی، همدا راز یي ستاسو مسؤولیت هم تر نورو زیات کړی، د همدې لپاره به د اللهﷻ د دين په نفاذ او د وګړو په اصلاح کې تر ټولو مخکې تاسو برخه اخلئ.

همدا راز د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت وزیر

شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، اسلامي نظام د افغانانو د بې شمېره قربانیو او جهاد پایله ده او اوس یې ساتنه د ټولو ګډ مسؤولیت دی. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره یوازې حکومتي هڅې بسنه نه کوي، بلکې علماء کرام، مشایخ، قومي مشران او د ټولنې مخور باید د خلکو د دیني پوهاوي، اخلاقي روزنې او د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت په برخه کې خپل مسؤولیت ادا کړي او د امربالمعروف نهی عن المنکر د شرعي قانون په تطبیق کې ګډ کار او هڅې کوي.

له بلې خوا د سوېلي زون دیني عالمانو، مشایخو عظامو، قومي مشرانو او متنفذینو هم د خپلو خبرو پر مهال له امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ټولنې اصلاح او د امربالمعروف، نهي عن المنکر د شرعي قانون د عملي کېدو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې لړۍ په پای کې د سوېلي زون د پنځو ولایتونو له ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، مشایخو عظامو، قومي مشرانو او متنفذینو سره وروستۍ ناسته د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په مجلس، وینا او دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS