د امرباالمعروف وزارت پلاوی: له محکمې پرته جزاء نشته او نظامي مسئولين دې د اطاعت ترڅنګ له اعتدال او نرمۍ کار واخلي.

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۰:۲۰
mopvpe

ننګرهار ولايت ته د امرباالمعروف وزارت د نظامي مرستيال مولوي عبدالرحمن منير په مشرۍ راغلي پلاوي د دې ولايت والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، د ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح او نظامي مسئولينو سره په غونډه کې وويل، چې هيڅوک له محکمې پرته چا ته جزاء نه شي ورکولی او مجاهدين دې د اطاعت ترڅنګ په خپلو چارو کې له اعتدال او نرمښت څخه کار واخلي.

نوموړي مجاهدينو ته د منکراتو مخنيوي، قوانينو او اصولو تطبيق او ولسونو سره د نيک او احسن چلند سپارښتنې وکړې.

هغه د اسلامي امارت په ليکو کې د کم عمره کسانو نه ګمارنې، د ويښتانو په مسنون ډول پرېښودلو، خيا نت او ظلم څخه د ځان ساتلو، په زور سره د اقرار مخنيوي، د شهيدانو عکسونو نه لګولو او له قومپرستۍ څخه د ځانونو ساتلو لارښوونې وکړې.

د دعوت او منکراتو مخنيوي رئيس مولوي رازمحمد حامد مجاهدينو ته د اميرالمؤمنين د حکم اطاعت، خپل سيرت او صورت په شريعت برابرولو او سرغړونو څخه د ځان ساتنې سپارښتنې وکړې.

همدا راز نظامي مسئولينو ته په ګڼ شمېر نورو برخو کې د اصلاحاتو، اجراتو، اطاعت او قانون تطبيق امر وشو چې مسئولينو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

په دې غونډه کې د ملي امنيت رئيس ډاکتر بشير، امنيه قوماندان مولوي قيام او نورو نظامي مسئولينو هم حضور درلود.

mopvoe

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS