د ارزګان دهراود ولسوالۍ زندانیانو د یاد زندان د مسؤلینو له چلند خوښي څرګنده کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۸:۴۸

سه شنبه، رمضان ۲۵، ۱۴۴۳

د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو امریت امر مولوي مزمل د یادې ولسوالۍ له محبس نه لیدنه وکړه.

ښاغلي مزمل په یاده لیدنه کې د زندان په مسؤلو غږ وکړ چې له بندیانو سره له ښه او نرم چلند نه کار واخلي چې په وینا یې دوی که هر څومره هم مجرمین دي خو اوس زموږ او تاسي تر تسلط لاندې دي نو موږ ته ښایي چې نیک چلن او انساني رویه ورسره وکړو.

په همدې تړاو یو زنداني وویل: دلته چلند بدل دی له موږ سره څوک د مجرم په حیث چلند نه کوي په داسې حال کې چې موږ مجرمین یو.

نومړي زیاته کړه: "زه په تېر نظام کې هم بندي شوی یم خو په دغه او هغه بند کې ډېر توپیر دی دلته انسان ته د انسان په سترګه کتل کېږي. دلته پر مال سربېره زموږ عزت او هر څه خوندي دي، هو بالکل دلته انسان ته په درنه ستر ګه کتل کېږي."

همدا رنګه مولوي مزمل بندیانو ته نېکې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په راتلونکي چې بیا د داسي جرمونو مرتکب نه شي چې محبسینو هم ورته په راتلونکي کې ددې او نورو جرمونو د نه تکرار ډاډ ورکړ او همدا راز یې د زندان د مسؤلینو له چلند نه خوښي څرګنده کړه او د محتسبینو راتګ ته یې هر کلی ووایه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS